سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهله هند او پاکستانه د افغانانو د راتګ تازه لړۍ پیل شوه

له هند او پاکستانه د افغانانو د راتګ تازه لړۍ پیل شوه

تاند، جمعه، د جوزا ۲ مه: افغانستان ته له ځینو بهرنیو هیوادونو مسافرو افغانانو د راتګ تازه لړۍ پیل او تیره ورځ افغانستان ته له نوې ډېلې له ۲۳۰ زیات افغانان انتقال شوې دي.

په نوې ډېلي کې د افغانستان شارژدافیر طاهر قادري له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانانو دا بهیر تیره ورځ پیل شوی او ۲۳۳ افغانان کابل ته انتقال شوې دي.

دی زیاتوې، دا بهیر به دوام ولري او نن به له پونې په یوه الوتنه کې تر  ۲۵۰ افغان محصلان کابل ته انتقال شي.

ښاغلی قادري زیاتوي، بله الوتنه به د مې په ۲۳مه له نوې ډېلي څخه کابل ته کېږي: (( په هغې الوتنه کې به هم  ډېر هېوادوال له لیرې او نږدې ایالتونو چې ډېلي ته د راتلو زمینه مو ورته برابره کړې هېواد ته واستول شي.))

ښاغلی قادري وایي، چې تر اوسه پورې شااوخوا ۵،۵۰۰ افغانان له هندوستان څخه کابل ته لېږدول شوي دي.

وروسته له هغې چې هندي چارواکو د مارچ به میاشت کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د اقداماتو په لړ کې الوتنې بندې کړې، هغه افغانان چې هند ته په سفر تللي وو، همالته پاتې شول.

بل لورته په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې، چې نن جمعه او سبا شنبه به د دوه ورځو لپاره د تورخم لار د افغانانو پر مخ پرانیستې وې او یو شمیر هغه افغانان چې په پاکستان کې بند پاتې دې خپل هیواد ته ستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب