تاند، جمعه، د جوزا ۲ مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، د کوچني اختر ورځو کې د کابینې د پرېکړې په اساس په کابل ښار کې د غیر ضروري ګرځېدو مخه نیول کیږي او د تګ راتګ لارې به هم تړلې وي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین نن جمعه په خپل ټویټر لیکلي چې یاد تصمیم د کرونا ویروس پراخېدو مخنیوي په هدف نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف له خلکو غوښتي چې پخپلو کورونو کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل چې د اختر په ورځو کې د کورونا ویروس پراخېدو مخنیوي لپاره طرحه یې کابینې ته سپارلې ده.
ښاغلي حیدري وویل چې د کوچني اختر لومړیو دری ورځو په جریان کې په کابل ښار کې پر تګ راتګ سخت بندیزونه لګول کیږي:”د په دغو ورځو کې له یو او بل څخه لیدنه، مېلمستیاو کې ګډون کول، د اختر مبارکۍ ته تلل، فاتحې او تفریح بندې دي.”
تیره ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وویل چې په تېرو څلور ورځو کې د کوروناویروس مثبتې پېښې په بېساري ډول زیاتې شوي او په روغتونونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره تش بستر پاتې نه دی.
په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر پر داسې مهال لوړیږي چې د کابل په ګډون ځینو لویو ښارونو کې قرنطین په نسبي توګه مات شوی دی او د کوچني اختر د سودا اخیستلو په خاطر په ښارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.