جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخیبر پښتونخوا کې ۳۶ زره افغان کورنیو باندې د نغدي مرستو وېش...

خیبر پښتونخوا کې ۳۶ زره افغان کورنیو باندې د نغدي مرستو وېش پیل شو

تاند، جمعه، د جوزا ۲مه: د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خیبر پښتونخوا کې د کورونايي بحران له کبله اغېزمنو افغان کډوالو سره د نغدي مرستو لړۍ پيل کړه.

د دغو ویش د یو شمېر پاکستاني او د افغان قونسلګرۍ د چارواکو په حضور کې پيل شو چې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په وینا هرې اړمنې افغان کورنۍ ته به ۱۲ زره کلدارې ورکړي.

په پاکستان کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مسوول برنارد انکوم وايي، کورونا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ژوند خورا منفي اغېز کړی دی او دغه نغدې مرستې به تر یو حده له دوی سره بېرته پر خپلو پښو د درېدو لپاره مرسته وکړي: (( ملګري ملتونه به په پاکستان کې مېشتو کډوالو ته د نورو مرستو رسولو لړۍ هم جاري وساتي.))

د نوموړي په وینا، د مرستو په لومړي پړاو کې به ۳۶ زره افغان کډوالو کورنیو باندې نغدې مرستې وویشي، چې عاجلې لاس نیونې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پر حکومت شکونه موجود دي چې دغه هیواد د افغان کډوالو لپاره راغلې مرستې تل خپلې خزانې ته ګرځولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب