جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهویلز: طالبان باید اوربند وکړي او پاکستان باید د ترهګرۍ ضد ګامونه...

ویلز: طالبان باید اوربند وکړي او پاکستان باید د ترهګرۍ ضد ګامونه واخلي

تاند، جمعه، د جوزا ۲ مه: د مرکزي او سوېلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن الیس ویلز د خپل ماموریت په وروستي ویډیو خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکا له وسلوالو طالبانو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو موافقه نه ده کړي.

نوموړې زیاتوي چې د تاوتریخوالي د کچې لوړېدل امریکا ته د منلو وړ نه ده، دا د طالبانو مسوولیت دی چې د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي.

هغې ویلي، امریکا او متحدین یې غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي: ((طالبان باید مجبور کړای شي چې افغانستان کې د تاوتریخوالې له ډېروالې لاس واخلي.))

مېرمن الیس ویلز چې له تېرو درېيو کلونو راهیسې پر دغې څوکۍ کار وکړ او له طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرو لړۍ هم په لومړې ځل دې په قطر کې پیل کړه.

د مېرمن ویلز په وینا چې، اوس درې کاله وروسته د تګلارې مهمې برخې په عملي کېدو دي ، چې له سیاسي جوړ جاړي سره به جګړه ختمیږي، خو دا ټول مشروط دي.

اغلي ویلز وایي، د دې تګلارې له مخې، پاکستان باید د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او هندوستان د افغانستان په بیارغونه کې ډېر مهم رول ولوبوي.

هغع وایي، پاکستان لا هم د ترهګرۍ ضد مبارزه کې باوري ګامونه نه دي اخیستي او دوی به ورباندې فشارونه دوامداره کړي څو دا هېواد د ترهګرۍ ضد برخه کې باوري ګامونه پورته کړي.

هغې په خپلو خبرو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه افغان مشران خپلې ژمنې عملي او د دوام داره افعان سولې لپاره چټک ګامونه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب