شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهګروسمن: امریکا په افغانستان کې خپل هدف ترلاسه کړی دی

ګروسمن: امریکا په افغانستان کې خپل هدف ترلاسه کړی دی

تاند، جمعه، د جوزا ۲مه: د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي مارک ګروسمن وایي، په افغانستان کې باید د سولې لپاره د خلیلزاد له هڅو ملاتړ وشي.

مارک ګروسمن همدا راز ویلي امریکا په نظامي لحاظ دا مهال په افغانستان کې بریالۍ شوې ده او په وینا یې افغانستان کې د امریکا د حضور یوازنی دلیل دا و چې دا هیواد بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.
نوموړي سپیناوی کړی چې افغانستان اوس هغه هیواد نه دی چې پر امریکا باندې ترې برید وشي: (( زه فکر کوم چې د امریکا او متحدینو هدف ترلاسه شوی دی.))

نوموړي همدا راز د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه یو هوښیارانه اقدام بللی دی خو ټینګار یې کړی دی چې په افغانستان کې دې د مصالحې او ثبات لپاره د خلیلزاد د هڅو ملاتړ وشي.

دا په داسې حال کې ده چې پر خلیلزاد نیوکه ده چې د افغانستان ګټې یې له طالبانو سره په توافق کې مدنظر نه دي نیولي او دغې هوکړه کې پاکستان او طالبانو زیات امتیازات ترلاسه کړي دي، خو پر افغان حکومت یوازې نړیوال فشارونه زیات کړای شوي دي تر څو د ملت له ګټو سره مخالفه هوکړه ومني او په عملي کولو کې یې مرسته وکړي.

خلیلزاد ته ګوته نیول کېږی چې په خپل سر یې له طالبانو سره د پنځه زره بندیانو د خوشې کولو پر سر هوکړه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب