جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچین کابل ته د مرستو څلورمه محموله وسپارله

چین کابل ته د مرستو څلورمه محموله وسپارله

تاند، جمعه، د جوزا ۲مه: چین د کابل له بېوزله کورنیو سره د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دغې مرستې د ویش پر مهال په کابل کې د چین سفیر وویل، ویروس هیڅ سرحد او نژاد نه پېژني، له همدې کبله اړتیا ده چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.

سفیر وانګ یوو وویل، چین د کورونا پر ضد راتلونکو دوه کلونو لپاره مبارزې ته ۲ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي چې له دغو مرستو به افغانستان هم برخمن شي: (( موږ به له خپلو افغان وروڼو، اړمنو افغانانو، دولتي ادارو، خیریه بنسټونو او د افغانستان ملي شورا له لارې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.))

تېره ورځ د چین لخوا په کابل کې له بې وزله هېوادوالو سره د وریجو، غوړیو او نورو خوراکي توکو مرسته وشوه.

دا له افغاستان سره د چین د مرستو څلورمه محموله ده، تر دې وړاندې چین کابل ته د مرستو درې محمولې د اپریل په دویمه، د اپریل په ۲۳مه او د می په ۱۲مه رالېږلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب