جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهداوودزی: طالبان او امریکا اوس یو بل ته د دښمن په سترګه...

داوودزی: طالبان او امریکا اوس یو بل ته د دښمن په سترګه نه ګوري

تاند، جمعه، د جوزا ۲مه: د سوې او د ملي اجماع لپارهد ولسمشر غني ځانګړی استازی عمر داودزی وايي، دا مهال د هېواد ټول سیاسیون د واحدې رهبرۍ لاندې راغونډ شوي، نو طالبان باید د افغان حکومت سره هرڅه ژر خبرې پیلې کړي او افغان وژنه ختمه کړي.

ښاغلي داودزي له امریکا غږسره په مرکه کې ویلي، افغان حکومت د جنیوا کنفرانس کې د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کړې وه او د مصالحې شورا د نوي مشرتابه په راتلو به له طالبانو سره د مذاکرې په طرحه کې کوم خاص بدلون رانشي: (( د شورا په تګلاره کې فرق نه راځي، مذاکراتي ټیم هم نه بدلېږي، یوازې به ځینو جزیاتو کې بدلون راشي چې د سولې شرایط له اوسنیو شرایطو سره برابر کړای شي.))

ښاغلی داووزی ټینګار کوي چې د سولې له توافقنامې وروسته شرایط بدل شوي دي او اوس طالبان او امریکا یو بل خپل دښمن نه بولي.

نوموړي زیاته کړه په افغانستان کې سیاسي اختلافات پای ته رسېدلي دي او په راتلونکي کې د طالبانو هغه بهانه ختمه شوې ده چې افغان لوریو د اختلاف له امله یې د سولې د مذاکراتو په اړه لرله.

1 COMMENT

  1. چې له امریکا سره طالبان کومه دښمني او اختلاف نلري ، له افغانانو او د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره خویې باید هېڅ ونلري . الله تعالي ج فرمایی چې ټول مسلمانان سره ورونه دي . سیاسي اختلافات به وي اما د یو بل د وژلو جواز هېڅ نلري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب