جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد افغان لوبغاړي نبي عیسی خېل بنسټ ۴ ولایتونو کې مرستې وویشلې

د افغان لوبغاړي نبي عیسی خېل بنسټ ۴ ولایتونو کې مرستې وویشلې

تاند، شنبه، د جوزا ۳ مه: د کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي خیریه بنسټ د هېواد په څلورو ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د دغه ویش له مخې په هلمند کې ۵۰، پروان کې ۴۰، کونړ کې ۳۸ او کابل ولایت کې ۱۸بې وزلو کورنیو ته دا مرستې ورسېدې.

محمد نبي خیریه بنسټ دا مرستې د افغان لوبغاړو او رضا کاره ځوانانو لخوا اړمنو کورنیو ته ورسول شوې، چې دې لوبغاړو کې کریم صادق، هستي ګل عابد او ګڼو رضاکاره ځوانانو برخه درلوده.

د محمد نبي خیریه بنسټ د کورونا ویروس له خپریدو سره یې خپلې مرستې چټکې کړې دي.

دې بنسټ د افغانستان نژدې ټولو ولایتونو کې د یوشمېر بې وزلو لاس نیوی کړی دی.

محمد نبي پر نورو شتمنو هم غږ کړی چې هېواد کې له اړمنو سره مرسته وکړي او دې کار کې ورته لاس ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...