شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په غورځېدلې الوتکه کې د ۹۷ کسانو مړینه تایید شوه

د پاکستان په غورځېدلې الوتکه کې د ۹۷ کسانو مړینه تایید شوه

تاند، شنبه، د جوزا ۳ مه: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تیرې ورځې په غورځېدلې الوتکه کې په ټولو ۹۹ ناستو کسانو کې د ۹۷ تنو مړینه تایید شوه او پاتې دوه نفره ټپیان دي

د سند ایالت د عامې روغتیا چارواکو ويلي، په الوتکه کې ټول ۹۹ کسان وه چې ۹۷ یې مړه او دوه ژوندي دي
د دې اداري ویاند رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تر دا مهاله یوازې د ۱۹ تنو مړي پېژندل شوې دي.

ویل کیږي په مړه شوو کې د ۶۶ تنو جسدونه جناح او ۳۱ نور سېول روغتون ته وړل شوي دي.

د پاکستان انټرنيشنل ائيرلاين (پي ايي ای) د مسافرو دا الوتکه پرون ماسپښین په کراچۍ ښار کې غورځېدلې وه.

دغه الوتکه د لاهور نه کراچۍ ته روانه وه چې د کوزېدو نه لږه شېبه وړاندې غورځېدلې وه.

د پاکستان پوځ د الوتکې غورځېدو په ځای د ژغورنې د عملياتو په خبر کې هم په پېښه کې د ۹۷ مړو او دوه ژوبلو ويلي دي.

پوځ ویلي ۲۵ اغېزمنه شوي کورونه یې پاک کړي او د غېر پوځي انتظاميې په مرسته يې د دغو کورونو اغېزمن يې نورو ځايونو ته منتقل کړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټر پیغام کې پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې.
د ښاغلي غني په وینا په دې سخت ساعت کې افغانستان د پاکستان تر څنګ ولاړ دی.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هغو ټولو نړیوالو مشرانو مننه کړې، چې د دغې پېښې په هکله یې د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغامونه لېږلي وو.
عمران خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پاکستانیان د نړیوالې ټولنې د مشرانو ملاتړ او همکارۍ ته د قدر په نظر ګوري.د پاکستان په غورځېدلې الوتکه کې د ۹۷ کسانو مړینه تایید شوه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تیرې ورځې په غورځېدلې الوتکه کې په ټولو ۹۹ ناستو کسانو کې د ۹۷ تنو مړینه تایید شوه او پاتې دوه نفره ټپیان دي

د سند صوبې د عامې روغتیا چارواکو ويلي، په الوتکه کې ټول ۹۹ کسان وه چې ۹۷ یې مړه او دوه ژوندي دي
د دې اداري ویاند رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تر دا مهاله یوازې د ۱۹ تنو مړي پېژندل شوې دي.

ویل کیږي په مړه شوو کې د ۶۶ تنو جسدونه جناح او ۳۱ نور سېول روغتون ته وړل شوي دي.

د پاکستان انټرنيشنل ائيرلاين (پي ايي ای) د مسافرو دا الوتکه پرون ماسپښین په کراچۍ ښار کې غورځېدلې وه.

دغه الوتکه د لاهور نه کراچۍ ته روانه وه چې د کوزېدو نه لږه شېبه وړاندې غورځېدلې وه.

د پاکستان پوځ د الوتکې غورځېدو په ځای د ژغورنې د عملياتو په خبر کې هم په پېښه کې د ۹۷ مړو او دوه ژوبلو ويلي دي.

پوځ ویلي ۲۵ اغېزمنه شوي کورونه یې پاک کړي او د غېر پوځي انتظاميې په مرسته يې د دغو کورونو اغېزمن يې نورو ځايونو ته منتقل کړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټر پیغام کې پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې.
د ښاغلي غني په وینا په دې سخت ساعت کې افغانستان د پاکستان تر څنګ ولاړ دی.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هغو ټولو نړیوالو مشرانو مننه کړې، چې د دغې پېښې په هکله یې د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغامونه لېږلي وو.
عمران خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پاکستانیان د نړیوالې ټولنې د مشرانو ملاتړ او همکارۍ ته د قدر په نظر ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب