شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزارت معین وحید مجروح له وسله وال برید روغ وتلی

د روغتیا وزارت معین وحید مجروح له وسله وال برید روغ وتلی

تاند، شنبه، د جوزا ۳ مه: عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروع له یو وسلوال برید روغ وتلی دی

د عامې روغتیا وزارت پر مرستیال وحید مجروح د لوګر ولایت په پل علم ښار کې له یو وسلوال برید روغ وتلی دی
ښاغلي مجروح نن سهار د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له لارې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې،نن سهار د لوګر ولایت پل علم ښار کې له یوه وسله وال برید روغ وتلی دی .

ښاغلي مجروح ویلي خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو ته په رسمي سفر تللی وه چې تر وسله وال برید لاندې راغلم خو زیان راته ونه رسید.
د عامې روغتیا وزارت دغه پېښه تاییدوي او وایي چې د ښاغلي مجروع روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی او هغه ته زیان نه دی اوښتی
د دې وزارت ویاند وحید مایار تاند ته تایید کړه چې په ښاغلي مجروع لوګر ولایت کې برید شوی خو اوس مهال په کابل کې دی

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی
پر روغتیایي کارکوونکو وسلوال بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې افغانستان د کرونا ویروس له جدي بحران سره مخ کېدونکی دی او خلک روغتیايي مرستو ته جدي اړتیا لري.، شنبه، د جوزا ۳مه:: ې څه نه دي ويلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب