شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبرازیل د نړۍ دویم هیواد شو چې د کورونا ډېرې مثبتې پېښې...

برازیل د نړۍ دویم هیواد شو چې د کورونا ډېرې مثبتې پېښې لري

تاند، شنبه، د جوزا ۳ مه: په برازیل کې د کورونا په وېروس د اخته کسانو شمېر له ۳۳۰ زرو واوښت.

په نړیواله کچه امریکا د نړۍ لومړی هیواد دی چې د کرونا ویروس یو میلیون او ۶۰۰ زره تنه یې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي.

خو اوس ورپسې برازیل د روسیې هیواد چې په نړيواله کچه د کوویډ-۱۹ له امله په دویم کتار کې راتله – ځای ونیو.

په برازیل کې د کورونا وېروس له امله ۲۱ زره کسان مړه شوي او د نړۍ په کچه د کورونایي تلفاتو ۶ ځای یې خپل کړی دی.

په نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې د برازیل په ساو پاولو کې د فورموسا لویه هدیره د کورونا وېروس له امله جوړه شوې.

د امریکا جانز هاپکینز پوهنتون وېبپاڼې په برازیل کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۲ زره ۸۹۰ تنه اعلان کړی دی.

وېبپاڼې په دې هېواد کې د کوویډ-۱۹ له امله د مړو شمېر تر نن شنبې ورځې پورې ۲۱ زره او ۴۸ تنه ښودلی.

په ورته وخت کې دا اندېښنې هم شته چې لاتین امریکا به هم د کورونا وېروس نوی مرکز شي.

په دې لویه وچه کې د برازیل، مکسیکو، پیرو او چیلي په څېر هېوادونه له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د ایکواډور په څېر هغه هېواد چې تېره یوه میاشت کې یې ان د مړو د کفن او ښخولو لپاره څه نه درلودل چې مړي یې په لارو کوڅو کې پراته وو.

بل لورته د روغتیا نړیوال سازمان هم تازه خبر ورکړی چې جنوبي امریکا د کورونا ویروس د خپرېدو نوی مرکز دی.

نن ورځ تر دې دمه تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې د جنوبي امریکا په یوه بل هیواد مکسیکو کې ثبت شوي. په مکسیکو کې ۲۹۶۰ ثبت شوي ورپسې پاکستان دی. په پاکستان کې ۱۷۴۳ او په برازیل کې ۱۴۹۲ پېښې ثبت شوي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب