یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد وزیرستان خلکو په یو بې ساري اقدام سره نن خپل کوچنی...

د وزیرستان خلکو په یو بې ساري اقدام سره نن خپل کوچنی اختر ولمانځه

تاند، شنبه، د جوزا ۳ مه: په شمالې وزیرستان کې نن د دې سېمې وګړو په یو بې ساري اقدام سره د ټول پاکستان برخلاف خپل کوچنی اختر په جوش ولمانځه.

د دې سېمې ځايي اوسېدونکو او دیني عالمانو تیره شپه اعلان وکړ چې میاشت یې لیدلې او سبا خپل کوچنی اختر لمانځي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی او د پاکستان په پارلمان کې د دې سېمې استازي محسن داوړ هم نن سهار خپلو خلکو سره د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې خپلو ټولو پښتنو ته د کوچني اختر مبارکي وایي.

ښاغلي داوړ همدا راز لیکلي: ((په خپله سېمه کې امن غواړي او له خپلو ټولو خلکو یې غوښتنه دا ده چې د دې سېمې شهیدان او یتیمان هیر نه کړي))

بل لور ته د دې سېمې نورو مهمو غړو هم د اختر لمانځلو خبر ورکړی دی او ویلي دي چې دوی ازاد وګړي دې او غواړي خپل اختر په خپله خوښه ولمانځي.

په ټولنیزو شبکو کې په خپاره شوو انځورونو کې ښکاري چې په سلګونه خلک ډله ییز لمونځ کوي .

بل لور ته دغه کار د یو شمیر خلکو له هرکلي سره مخ شوی او دا کار یې د دې سېمې د محکمو خلکو د جرات او ازادۍ یوه هڅه بللې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب