شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت شورا: طالبانو د روژې په میاشت کې نژدې یو...

د ملي امنیت شورا: طالبانو د روژې په میاشت کې نژدې یو نیم سل ملکیان وژلي

تاند، شنبه، د جوزا ۳ مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، وسلوالو طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې ۵۷۶ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه ۵۷۶ افغانانو کې ۱۴۶ تنه مړه او ۴۳۰ ټپیان دي.

دی همدا راز زیاتوې چې طالبانو په تېرې یوې اونۍ کې ۲۵ ملکي افغانان وژلي او ۸۹ نور یې ټپیان کړي دي.

ښاغلی فیصل زیاتوې چې دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې اوښتې ده.

د فیصل په خبره چې یاد ملکیان د طالبانو له خوا د ځای پر ځای شویو ماینونو او د دغې ډلې د وسلوالو په ډزو کې وژل شوي دي.

بل لورته تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې د روژې په میاشت کې لسګونه ملکیان د طالبانو له خوا په نښه شوي دي.

دوی په خپره کړي اعلامیه کې له طالبانو غوښتي وو چې د کوچني اختر په رارسېدو سره دې جګړه ودروي تر څو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ملي امنیت شورا او د کورنیو چارو وزارت د تازه خبرو په اړه څه نه دې ویلي.

د ملکي مرګ ژوبلي تازه ارقام په داسې مهال خپریږي چې، له دې مخکې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا (یوناما) په یوه رپوټ کې ویلي وو چې یوازې په اپرېل میاشت کې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښتو کې ۳۸۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب