شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۹۹۹۸ ته ورسېدې

افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۹۹۹۸ ته ورسېدې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۷۸۲ پيښې ثبت شوې دي چې ورسره په ټول هیواد کې په دې ویروس د اخته کسانو شمیر ۹۹۹۸ تنو ته ورسیده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دا پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې ثبت شوې دي چې کابل په ۳۷۷ او هرات په ۱۵۰ مثبتو پېښو تر نورو وړاندې دي.

په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۸۲ پېښو ثبت په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه پر دغه ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی.

دغه راز تر اوسه له کورونا ناروغۍ په ټول افغانستان کې ۲۱۶ تنه مړه شړې او ۱۰۴۰ کسان روغ شوي دی.

افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي چې ورسره په کابل او ولایتونو کې د قرنطین شرایط هم د اختر لپاره جدي کیږي، خو داسې ښکاري چې خلک ورته اعتنا نه کوي.
تیره ورځ هم د عامې روغتیا او حج اوقافو وزارت په یو ګډ خبرې کنفرانس کې له خلکو وغوښتل چې اختر په کورونو کې ولمانځي او له کورونو بهر ونه وځي، خو ګڼ ښارونه له تېرې ورځې راهیسې د ګڼې ګوڼې نه ډک دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب