جمعه, جون 28, 2024
Homeخبرونهد هند او پاکستان استازو له طالبانو وغوښتل چې ښځو ته حق...

د هند او پاکستان استازو له طالبانو وغوښتل چې ښځو ته حق ورکړي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۳۰ مه) د هند او پاکستان استازو پرون (سې شنبې) د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز د دوام او د ښځو د کاري فرصتونو د محرومیت په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د پاکستان استازي عمیر خالد د افغانستان په اړه د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه غونډه کې د وینا په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو د حقونو د اعاده کېدو په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

خالد وویل، «موږ د افغانستان له اوسنیو واکمنانو غواړو چې د ښځو او نجونو د زده کړې د بیا پیلولو او د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره سم داسې شرایط رامنځته کړي چې ښځې په کې کار وکړي.»

ده ټینګار وکړ چې د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونو د افغانستان اقتصادي او بشري کړکېچ نور هم زیات کړی دی.

غونډې ته د هند استازي ګاوراو کومار تاکور هم وینا وکړه او له هند سره یې د افغانستان پر نژدېوالي او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ.

“موږ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له نژدې څارو. زموږ لومړیتوب د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب، د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو برابرول، په هیواد کې د یوه ټولشموله او استازندوی حکومت جوړېدل او د تروریزم او مخدره موادو له قاچاق سره مبارزه ده.»

تاکر په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره له ټولو شریکانو او نفوذلرونکو سره همکارۍ ته د هند چمتووالی وښود.

ده یادونه وکړه چې هند افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو او افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو ته دوام ورکوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د واک له لاسه کولو راوروسته طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د هغوی پر ازادۍ ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب