Homeخبرونهپه هرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰ ډېرې الوتکې د افغانستان له...

په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰ ډېرې الوتکې د افغانستان له فضا تیریږي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۳۰مه) د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه له ۱۰۰ تر ۱۲۰ الوتکې تېرېږي.

د دې وزارت ویندوی امام الدین احمدي نن (چهارشنبې) وویل چې افغانستان له هرې الوتکې څخه ۷۰۰ ډالره حق العبور ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت په وروستیو کلونو کې هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ الوتکې د افغانستان له فضا تېرېدې.

تېر کال د افغانستان له فضا څخه ۲۵ زره الوتکې تېرې شوې وې چې له درکه یې افغانستان ۸ میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړ.

دا په داسي حال کې ده چې د جمهوري حکومت په مهال د افغانستان له فضا په کال کې تر ۹۵ زره الوتکې تیریدې.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته تر ډېره وخته د افغانستان له فضا بهرنۍ الوتکې نه تیریدې ځکه چې د افغانستان د رادار سیستم له کاره لوېدلی و. خو اوس په تدریج عادي حالت ته راګرځي. همداراز افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو الوتنې ودرېدې خو په وروستیو دوو کلونو کې څو هوايي شرکتونو کابل ته الوتنې بیا پیل کړې.

امام الدین احمدي د افغانستان ملي راډیو او ټلوېزیون ته وویل چې د هېواد له پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو څخه هره ورځ بهر ته الوتنې کېږي.

دغه طالب چارواکی وايي، د ننګرهار هوايي ډګر چې په تېر حکومت کې د پوځي هوايي ډګر په توګه کارول کېده، نړیوالو الوتنو ته چمتو دی.

طالبان وايي، په افغانستان کې د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو په ګډون ۲۷ فعال هوايي ډګرونه شته.

1 COMMENT

  1. داسې نه وي چه کوم یوه آلوتکه پر افغانستان کوم یو د مرضو او یا نورو زهریاتو مواد وشیندي، آیا دا الوتکې معلوم دي چه کوم ملک پورې تړون لري؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...