Homeخبرونهد ټي ټي پي یو مهم قوماندان په کونړ کې وژل شوی

د ټي ټي پي یو مهم قوماندان په کونړ کې وژل شوی

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۳۱ مه) راپورونه وايي، د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحريک قوماندان عبدالمنان، چې په حکيم الله هم مشهور و، د یکشنبې په ورځ (جون ۱۶) د افغانستان په کونړ ولايت کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

هغه د ټي ټي پي له ملاکنډ څانګې سره تعلق درلود.

 د قوماندان عبدالمنان وژنه د تحریک طالبان پاکستان لپاره یوه لویه ضربه او د اسلام اباد لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، منان په پاکستان کې دننه په ګڼو بریدونو تورن و.

پاکستاني رسنیو ادعا کړې چې منان په ​​ډیرو هدفي وژنو کې لاس درلود او د سړک د غاړې په بمي چاودنو او د چاودیدونکو توکو (IEDs) په کارولو تورن و.

د پاکستان رسنیو پر اساس، ممکن د استخباراتو پر بنسټ عملیات (IBOs) قطعې د منان په وژلو کې لاس لرلی وي، دا قطعه په منظم ډول په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې دا ډول عملیات کوي.

منان په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي محسود له خوا د ټي ټي پي له بیا تنظیمېدو وروسته د دې تحریک د ملاکنډ شورا غړی وټاکل شو. ده د ټي ټي پي ملاکنډ د مشر عظمت الله محسود (عظمت لالا) ولي ملاکنډ د شخصي یاور یا مرستیال په توګه هم کار کړی دی.

منان د کونړ په سرکاڼو کې د ټي ټي پي په یوه مدرسه کې د ملا په توګه هم دنده ترسره کوله. هغه د ټي ټي پي له څو مهمو قوماندانانو لکه طاهر عرف وقار، عمر عرف اسماعیل او نورو سره هم کار کړی دی.

منان په ۱۹۸۵ کال کې د باجوړ ضلعې په سالارزو کې زېږېدلی او د مازاخېلو له قبیلې سره تعلق لري. هغه په ​​لومړي ځل د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر کې له TTP سره یوځای شو او له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې یې په عنایت کلی، لوی سم، ډمه ډوله او سپرۍ کې د امنیتي ځواکونو پر ضد په لویو بریدونو کې په فعاله توګه برخه واخیسته.

نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د ملکي حکومت له خوا په ننګرهار ولایت کې  ونیول شو او د تحریک طالبان پاکستان له نورو قومندانانو لکه شاهد عمر او MFM سره یوځای بندي و.

د ​​۲۰۲۱ په اګست کې د کابل له سقوط او د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره سم خوشي شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...