تاند (چهارشنبه، د جوزا ۳۱ مه) په سویس کې د افغانستان د امانت اېښودل شوی پیسو د مشرتابه پلاوي غړی شاه محمد محرابي وايي چې په دې پیسو، چې ۳،۵ میلیارده ډالره وې، تراوسه پورې څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالره ګټه کړې ده.
محرابي د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل: «زما دنده دا ده چې د دې پیسو د ګټې په ګډون د هغو ساتنه وکړم او همدارنګه ډاډ ترلاسه کړم چې دا بسپنه د هغې له اصلي هدف سره سم کارول کیږي چې د مالي ثبات ساتل دي.»
د ۱۴۰۰ کال د اګست په ۲۴ مه د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته امریکا د افغانستان ټولې بهرنۍ شتمنۍ کنګل کړې.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې د پرېکړې له مخې، په امریکا کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو ۳،۵ میلیارده ډالر په سویس کې د امانتي صندوق ته لېږدول شوي، خو تر اوسه یې کومه اندازه نه ده ایستل شوې.
له سویس نه دا پیسې یا دارایي ؤباسئ او بریکس بانک ته یې وسپارئ! له سویس نه وطن ژغورل دېره مهمه ده، دا خبیث ملک او د نورو اروپایی ملکونه د استخباراتو غلام د پیسو مقابل کې دی!
دا مردار او جاسوس ملک له ۱۹۶۴ نه راهیسې پېژنم!
Swiss machines ‘used to spy on governments for decades’
https://www.bbc.co.uk/news/world-europe-51467536