چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهمنصور احمد خان: له پاکستان سره د افغان طالبانو اړیکې بې حده...

منصور احمد خان: له پاکستان سره د افغان طالبانو اړیکې بې حده خرابې او مخ په سقوط دي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۹ مه) په کابل کې د پاکستان مخکینی سفیر منصور احمد خان وایي، چې پر افغانستان د واکمنو طالبانو او پاکستان اړیکې د تصور خلاف له حده زیاتې خرابې شوي او مخ په سقوط روانې دي.

نوموړي په یوه مقاله کې دا هم ویلي، چې د توقع خلاف د طالبانو پخواني مخالفان لکه روسیه او نور د دوی په نږدې متحدینو او پاکستان یې د پخواني متحد په توګه ورسره د اړیکو د خرابۍ خوا ته روان دی.

هغه په مشخص ډول د دغه وضعیت لاملونه نه دي په ډاګه کړي، خو ویلي چې پاکستان باید د ترهګرۍ ضدو سیاستونو د تعقیب تر څنګ د طالبانو رژیم سره هم تعامل ته پراختیا ورکړي.

منصور احمد خان، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو وختونو د طالب واکمنو کنټرولونکی ګڼل کیده، له مقالې یې د طالبانو د ملاتړ څرکونه ښکاري.

هغه د طالبانو رژیم سره د نړیوال تعامل زیاتیدو ته په اشارې ویلي، چې نړیوال طالبانو سره نږدې کیدو ته لېواله او په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي.

پاکستان د طالبانو رژیم له تحریک طالبان پاکستان څخه په ملاتړ او افغان خاوره کې د پټنځایونو په ورکولو تورنوي، خو طالب رژیم دا ادعا بې اساسه ګڼلې او له پاکستان څخه یې غوښتي چې خپل امنیت خپله تامین او پر دوی له نیوکو لاس واخلي.

1 COMMENT

  1. حقیقت دا ده چې پنجابي واکدارانو دوکه فریب او مکارګۍ کې د انګریزانو لاسونه شا ته تړلي یعنې په چل او فریب کې د هغو نه مخکې دي، څو ورځې مخکې کابل ښار کې د کتاب پلورنځیو یو خاوند شکایت درلود چې طالب اړونده چارواکي د کابل ښار له کتاب پلورنځیو نه ټول هغه کتابونه راټول کړي چې د پاکستان ضد لیکنې درلودې، سړي ته پوښتنه پیدا کېږي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې څرنګه خرابې دي چې د کتاب پلورنځیو نه د پاکسنان ضد لیکېنې راټولېږي.

    د کابل د نړیوال هوائي ډګر منسوبین وائي چې هره اونۍ یوه کوچنۍ د شلو تنو مسافر وړنکې الوتکه کابل او راړلپندي ( د آی ایس آی مرکز ) تر منځ مرموزه تګ او راتګ لري د الوتکې سپرلې (وی آی پې ) له لارې تیریږي او خپل هویت هیچا نه نښېي ….
    دا او داسې نورو مرموزو حرکاتو ته په کتو سره ، سړي ته دا شک پیدا کېږي چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د اړیکو خرابیدل او شوي ناندرۍ به یوازی د عامه افکارو د منحرفه کیدو لپاره وي او د کاسې لاندې به بله نیم کاسه وجود ولري.
    که مو په یاد وي تیر نظام کې هر کله به چې یو امریکائي لوړ پوری چارواکې سیمې یا کابل ته راغې پنجابي نظامیانو به د یو مشر طالب د ګرفتارۍ خبر خپور کړ ، امریکائي لوړ پوړې چې به بېرته لاړه بیا به هماغه پخوانې حالت وو ، لنډه دا چې منصور احمد خان د پنجاب د دې ګوډاګي په خبرو باندې هیڅ باور او اعتبار نشته . والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب