چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهله ملا برادر څخه د نغمې نهیلي او ګیله

له ملا برادر څخه د نغمې نهیلي او ګیله

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۹ مه) د افغانستان مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې په یوه اختریزه مرکه کې د طالبانو له رژیم او په مشخص ډول د دوی د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څخه د نجونو زده کړو ته د اجازه نه ورکول کېدو له امله ګیله وکړه.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان ترې ښځو ته د کنسرټ ورکولو غوښتنه وکړي وبه یې مني کنه وویل: دوی نجونې ښوونځیو ته نه پریږدي، کنسرټ برابرول خو ورته لا لیرې خبره ده.

دغې مشهورې هنرمندې مخکې په یوه مرکه کې له ملا برادر څخه هیله کړې وه، چې د نجونو د زده کړو د خنډونو پر وړاندې ودریږي او طالب مشران له دې ممانعته لاس اخیستو ته وهڅوي.

هغه په تازه مرکه کې له ملا برادر څخه په همدې ګیله وکړه، چې د دغې غوښتنې د عملي کیدو لپاره یې څه نه دي کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره څه باندې زر ورځې کیږي، چې نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو او دغه راز ښځو ته له ځینو محدودو برخو پرته د کار اجازه نه ورکول کیږي.

طالبانو د ژوند په ګڼو نورو برخو کې هم پر ښځو او نجونو سخت قیودات لګولي، چې له امله یې توندو ملي او نړیوالو نیوکو سره مخ شوي.

4 COMMENTS

  1. تالبان د الله او پیغمبر خبره نه مني او په ښکاره ورسره ډغری وهي. تالبان د خپل پټ مخی امیر اطاعت د الله او د هغه په پیغمبر غوره ګڼي او په عمل کې يی هره ورځ لیدل کیږي.
    هو پدی کې شک نشته چی د پاکستان د استخباراتو او پاکستانی فوځي مشرانو اوامر اسماني وحي او واجب العمل ګڼي او پدی لاره ګامزن دي.
    ټول تالبی ملایان ښه او بد نه لري بلکه هر یو يی د دوۍ د جهالت د ماشین پرزی دی چی دا ماشین غوړ وساتی او هر یو خپلی ګټی پکې خوندی کړی.

    • TALIBS ARE LAND KEEPING FORCE,
      THEY BROUGHT FREEDOM TO THE COUNTRY,
      DARDMAN MYBE ONE INTELLIGENT,IF NOT WHY WRITE SOME THING WRONG ABOUT TALIBS,
      THIS IS TALIBS,THEY BRING SECURITY TO THE COUNTRY.HUNDREEDS OF PROJECT IS UNDER CONSTRUCTION
      THEY WORKIN FOR REBUILD ECONOMIC AGRECALTURE/BUSINESS,
      NO MORE CORRUPTION IN THE COUNTRY
      ALL WARLORDS AND CORRUPT ARE RUNAWAY FROM POWER,
      ZENDAH BAAD TALIBS

  2. GREAT MULA SAHIB IS SPECIAL MUSLIM/HE FALLOW RULLS OF ISLAM, HE GOT DIABET BLOOD SUGAR,
    TALIBS ARE REAL MUSLIMS.CORRUPT FREE,THEY ARE GOOD PEOPLES.
    TALIBS LEADERS ARE BUSY THEY WORKING HARD FOR REBUILD OF AFGHANISTAN.
    ZENDAH BAAD ALL TALIBS

  3. لومړي زده کړه بیا کوژده کړه. انګلیسي زده کړه بیا لیکل پرې کوو. د لیکلو دی نه سر معلوم دی او نه هم بیخ او ما ته د افغان په جامه کوم پاکستاني ښکاري. په هر ډول، که هیبتې ځناور دومره ښه خلک وي، بیا نو ټه په غربي هیوادونو کې څه بلا غواړئ. ولې افغانستان ته نه ځي؟ دا منافقت نوره پریږده.
    نن که امنیت نسبي ښه دئ، نو پرون د پنجاب په حمایه چا امنیت خراب کړي وو؟ رشوت تر پخوا اوس ډیر دي. پخوا پاسپورت په ١٠٠ ډالره وو، اوس په ٣٠٠٠ ډالره دئ.
    د خلکو سترګو ته دی خاورو شیندلو هڅه به دی ناکامه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب