لیکنه: محمدطارق الهام
پوست مدرنزم د هغو نظریاتي، سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو مجموعه ده، چې په اوولسمې او اتلسمې ميلادي پېړۍ کې د اروپا د روایت خوښیو. (Traditionalism) تریډ یشنلیزم او د کلیسايي ظلم اواستبداد پر خلاف د یو غبرګون په بڼه را منځته شو.
دا هغه وخت و، چې د کلیسا ظلم او جبر خپل عروج او اوج ته رسېدلی و. تنګ نظره پاپانو د لرغونې یوناني فلسفې او د عیسايي عقائدو له امتزاجه خپل نظریات جوړ کړي وو او د هغوی (کلیسا) د نظریاتو خلاف هر پورته کېدونکی آواز به یې د مذهب لپاره د خطر زنګ ګاڼه، له شاهي حکومتونو سره د خبرواترو (مفاهمت) په مرسته هغوی یو داسې استبدادي نظام جوړ کړی و، چې هیڅ علمي خوځښت ته په کې اجازه نه وه!!
بل پلو، په هسپانیه کې له اسلامي تمدن سره اوږد رفاقت په عیسايي نړۍ کې د فکر د آزادۍ هوا خپره کړې وه. د قرطبې او غرناطې د سائینسي تجربو تدریس ورو ورو خپل رنګ ښوده، چې په پايله کې يې د اروپا سائنسپوهانو آزادې تجربې پیل کړې. د انساني حریت او د مساوات اسلامي تصور په جنوبي ایټالیا او په صقلیه کې د بشر دوستۍهومانیزم (Humanism) نوي خوځښتونه پيدا کړل.
دغه ټولو عواملو په یو ځای د کلیسا د استبداد پر خلاف توند غبرګونونه رامنځته کړل او په کې د مدرنزم خوځښت پيل شو. دا چې له دغه خوځښت څخه مخکې په اروپاء کې د روایت خوښۍ دور و، نو ځکه دغه خوځښت دغه درستې منځنې پيړۍ تیاره پېړۍ یا د جهالت پېړۍ په نوم ونوموله.
پوست مدرنزم د لومړی ځل لپاره د یورسمونکي لخوا چې سمندر یې ترسیم کړی وه را منیځ ته شو په سمندر کې یې د بیړۍ،کب(ماهی) اونورو سمندری ځناور پرځای پکې اوښ ترسیم کړی و چې له همدې څخه یې ریښه اخستل کیږي.
د ديني عصبیتونو، قدامت پسندۍ او تنګ نظري په پشپړه توګه ختمول یې خپله موخه وګرځوله.
پوستمدرنستان په دې عقیده دي چې د هر څه رښتینولي د شخص تر لیده ده.
د دوی دا نظر و، چې دغه نړۍ او د عقل کائنات، د تجربې او مشاهدې په ذریعه پېژندل کېدای یا موندل کېدای شي او دې ټولو حقائقو ته موږ یوازې په سائنسي طریقو رسیږو، نو ځکه د حقائقو د موندلو لپاره نه کومې سرچينې ته اړتیا ده او نه دا سرچينه په کوم ځای کې شته دی. یوازې هغه حقائق د اعتبار وړ دي، چې د عقل، تجربې او مشاهدې په پیمانه ثابت وي، نو ځکه دغو فلسفیانو (د غيبياتو) مباحثه یا مجادله ديني دعوې له همدی له امله رد کړې.
ډیکارټ د: I think therefore I am (زه فکر کوم ځکه زه یم). مشهور اعلان وکړ، چې د لویدیزې نړۍ د نوې فلسفې تاداب ګڼل کیږي. د دې دا مطلب دی، چې د خودۍ شعوري عمل Conscious Act of Ego)) ریښتیا پورې د رسېدلو واحده لار ده.
مدرنزم هغه روڼ اندي او بشر دوستي ده، چې د هر وجود برلاسي او نظام رد وي او یوازې عقل او سائنسي علومو ته خپل سر ټیټوي. مدرنزم په دغه ګمان باندې ولاړ دی، چې ریښتیا (حقیقت) او د معنی واحده منبع د ازاد شخص عقل دی.
دغه خوځښت (مدرنزم) په ديني محاذ باندې الحاد او تشکیک پيدا کړ . د والټیر په څېر ملحدانو له دين څخه په پشپړه توګه انکار وکړ، د هیګل په څېر شاکينو خو دين مانه، خو هغه به یې د عقل تابع کاوه او ديني حقائق یې هم د نورو عقلي ګمانونو په څېر د تغیر وړ ګڼل. په سیاسي محاذ باندې دغه خوځښت د انساني ازادۍ تصور وړاندی کړ، د فکر ازادي، د اظهار ازادي او د انساني حقوقو تصورات یې عام کړل. د مدرنزم فلسفې د تهامس هابس مطلقې خپلواکۍ تصور ته د سیاسي فلسفې بڼه ورکړه. جان لاک دغه بحث مخ په وړاندی بوته او اولس یې د اقتدار اعلی سرچینه وګڼله، والټیر د انساني حریت تصور وړاندې کړ، مانټیسکواو ژان ژاک روسو د یو داسې حکومت تصورات وړاندې کړل، چې په کې د انسانانو ازادي او د هغوی د حقوقو احترام کیږي او په کې د واکمنو اختیارات محدود دي.
د مدرنزم خوځښت د نشنلزم او ولسي حکومتونو تصور هم عام کړ، د همدغو افکارو له خېټۍ څخه د اوسني پېر جمهوریت وزېږېد، د اروپا او شمالي امریکا په اکثرو هېوادونو کې یې خپلواک، جمهوري ولسواک حکومتونه رامنځته کړل. په اقتصادي محاذ کې دغه خوځښت (پوست مدرنزم) په لومړي پړاو کې پانګوال اقتصادي سيستم او نوې صنعتي ټولنه وزېږوله، چې بنسټ یې د آدم سمت اقتصادي نظریات او افکار وو ، چې د صنعت کارۍ، ازاد تجارت او د خلاصو بازارونو له پالیسیو څخه عبارت دي.
په اخلاقي محاذ کې دغه خوځښت د ګټې د اصالت فلسفه تصور هر ځای عام کړ، چې خلاصه یې په دا ډول ده.
چې د اخلاقي ارزښتونو ربط یوازې له فايدې سره دی. کومې رویې چې د ټولنې لپاره فائده منې دي، هغه جائزې او کومې چې د ټولنې لپاره نقصاني دي، هغه ناجائزې رویې دي.
او دا چې فايده د اخلاقو یوازینۍ پیمانه ده، د فايدې دغه تصور د پخواني جنسي اخلاقیاتو او د دود پالو کورنيو ادارې چېلنج کړې، چې په نتیجه کې يې اروا پوهنې(Permissiveness) اباحیت پیل شو.
د همدغه مدرنزم له خېټې څخه په همدغه صنعتي ټولنه کې د فيمينزم(Feminism) خوځښت پيدا شو، چې د ښځو او سړیو ترمنځ د مساوات علمبرداران دي او ښځې په هر حال له سړیو سره برابرول د دوی لومړۍ موخه ده.
د فرانسې انقلاب، په انګلستان کې د جمهوریت خوځښت، د امریکا د ازادۍ تحریک او اکثره اروپايي تحریکونه د همدغه مدرنزم له افکارو څخه متاثر ول.
د ۲۰ مې پېړۍ په رارسېدو په اروپا او شمالي امریکا کې اکثره هېوادونه د دغو افکارو مبلغین او داعیان شول.
همدغه مدرنزم ته یې روڼ اندي (Enlightenment)او د (Renaissance) نومونه هم ورکړل او د نړیوالو او سترو طاقتونو د حمایې له امله دغه روڼ اندي یوه نړیواله دسيسه بدله شوه.
د ۲۰ مې پېړۍ په آخرني نیمايي کې د لویدیزې نړۍ او هېوادونو یوازینی نصب العین د درېمې نړۍ د قدامت پسندۍ مقابله کول او د مدرنزم خپرول وو. په نړۍ کې يې د ازادۍ، جمهوریت، د ښځو او سړیو برابري، سائنسي ډوله فکر، سیکولرزم او… په نامه د يو څه د رواجولو کوښښ وکړ.
په اقتصادي فکر کې لویدیځه نړۍ ضرور د پانګوال نظام او کمونیزم بلاکونو کې ووېشل شوه، خو په سیاسي، ټولنیز او په نظریاتي سطحه د مدرنزم افکار بغیر د کوم مخالفته د غرب رهنما افکار شول او په درسته نړۍ کې د دغو نظریو خپرول، نافذول او له دې څخه پرته دغو نظریاتو ته ترغیب او تنفیذ يې په ټولو جائزو او ناجائزو طریقو وشو. په درېمه نړۍ کې یې داسې غلام طبیعته او لاسپوڅي واکمنان کېنول چې د خپلو پرګنو پر ضد یې په زوره د پرمختګ نوی ماډل پر هغوی نافذوه.
په اسلامي نړۍ کې خصوصاً د اسلامي تمدن نښې بیخي مسخه کول د مدرنزم مهم هدف وټاکل شو. په ترکیه، تیونس او پخواني بلژویکي روسیه کې شامل د منځنۍ آسیا په سیمو کې د دين د مقابلې لپاره یو سخت دریځه او استبدادي نظام قائم کړای شو.
په افغانستان کې هم د امریکا د کفری یرغل په راتګ سره ځینوکړۍ د د نظرې او مفکورې دعملي کولو او په ټولنه د رایجولو لپاره په دندو وګومارل شول چې یوه ښه بیلګه یې غواړي د ښځینه اونارینه تر مینځ دمساوت تر نامه لاندې زمونږ ټولنه بدبخته او بی پته وښي اخلاقي فسادونو ته جواز خو یې په نړی کې خپل هدف وګرځولو او په افغانستان کې هم.
په پایله کې پوست مدرنزم د اسلام ضد تګلاره ده اسلامي عقایدو تر پښو لاندې کولو لپاره ډیرې هڅې کوي چې دافغانستان ټول ځوانان به يې په وړاندې دریږي او ورسره په په کلکه مبارزه کوي لکه څرنکه یې چې هر کفري ښکیلاک ته ماته ورکړې د لوی الله تعاالله په مرسته به دا پوچه مفکوره هم له ماتې سره مخامخ کوي!
دیر بی استدلاله تحلیل دی. متاسفانه تاسو دا موضوع په افغانستان تمامه کری ده. انسانان د وخت په تیریدو سره پرمختګ کوی. ستاسو دا تخلیل د خپل تنګ لید لور نه په افعانستان تمام ویی. ولی باید افعانستان د پرمختګ د خنډ مثال ویی؟
این اقا اصلاًمادرنیزم و پوست مادرنیزمه نه شناخته و از عینک طالبانی و ناخردمندانه به این طرز تفکر نگاه کرده است. ما حتی در دین مادرنیزم و پست مادرنیزم داریم. اجتهاد برای مادرنیزم و پست مادرنیزم راه باز است که بعضی از جهال زمانه او را بسته است. در حال که علم در حالت توسعه است نه کم شدن.