چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد م.م. د بشري حقونو شورا نن پر افغانستان خبرې کوي

د م.م. د بشري حقونو شورا نن پر افغانستان خبرې کوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۹ مه) د ملګروملتو د بشري حقونو شورا به نن (سې شنبې) په خپله ۵۶ مه غونډه کې د افغانستان بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو وڅیړي.

په دې غونډه کې به د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

په دې راپور کې به ریچارډ بینیټ د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې ویلي و چې د «طالبانو له خوا د افغان ښځو د ځورونې او زیاتیدونکي کړاو» په اړه د ریچارډ بینیټ نوی راپور څرګند او انتقادي دی.

هیدر بار په عین حال کې وویل چې ملګروملتونو د طالبانو د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره د خپل ځانګړي راپورتر راپور له پامه غورځولی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان پر هېوادونو غږ کړی چې د بشري حقونو د شورا په چوکاټ کې د طالبانو د زیاتیو د ځوابولو او څېړلو لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

طالبانو له شپږم ټولګي نجونې له زده کړو منع کړي او اکثره ښځې یې له کاره محرومې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب