چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهویسټ انډیز په ۱۰۴ منډو افغانستان ته ماته ورکړه

ویسټ انډیز په ۱۰۴ منډو افغانستان ته ماته ورکړه

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۹ مه) د نیکولاس پوران په زړه پورې 98 منډو او د اوبیډ مک کای د دریو ویکټو له ویسټ انډیز سره مرسته وکړه چې د نړیوال شل اوره جام د سي ګروپ په لومړي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه په لوی توپیر وګټي.

په دې سیالۍ کې، چې د ویسټ انډیز په ډارن سامي ملي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، کوربه لوبډلې افغانستان ته په 104 منډو ماته ورکړه.

دې بري ویبسټ انډیز په خپل ګروپ کې د یوازیني ټیم په توګه چې هیڅ ماته یې ونه کړه، د لومړي ټیم په توګه بل پړاو ته ورساوه. افغانستان هم له دې ماتې سره سره بل پړاو ته وتلی دی.

ویسټ انډیز په نننۍ سیالي کې افغانستان ته خورا لوړ هدف، یعني ۲۱۹ وټاکه او د افغانستان له لوري د دې هدف د پوره کولو چانس هغه مهال لا کمزوری شو چې رحمان الله ګوربز په درېیم توپ وسوځېد.

د افغان توپ وهونکو په منځ کې یوازې ابراهیم ځدراڼ په ۲۸ توپونو ۳۸ منډې وکړای شوې، نور ژر ژر وسوځېدل.

ګلبدین نایب ۷، عظمت الله عمرزي ۲۳، نجیب الله ځدراڼ صفر، محمدنبي ۱، کریم جنت ۱۴، راشدخان ۱۸ نوراحمد۲، نوین الحق ۴ منډې وکړې او فاروقي ناسوځېدلی پاته شو. په توپ اچونه یا باولینګ کې ګلبدین نایب په ۲ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۱۴ منډې یې ورکړې. همداراز نوراحمد په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې. د نورو توپ اچوونکو د ورکړیو منډو اوسط لوړ و.

ویسټ انډیز به په بل پړاو کې په لوړه روحیه د انګلیستان له لوبډلې سره مخامخ شي چې په لومړي پړاو کې یې لوبو چندان خونده نه لرله خو افغانستان به ممکن له نه چندان ښې روحیې سره د هند مقابلې ته ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب