Homeخبرونهپولنډ د جرمني پر پولیسو د یوې افغانې کورنۍ د ورستنولو له...

پولنډ د جرمني پر پولیسو د یوې افغانې کورنۍ د ورستنولو له امله نیوکه کړې ده

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۹ مه) پولنډ د جرمني پر پولیسو په دې خاطر انتقاد وکړ چې د دغه هېواد له مشورې پرته یې یوه افغانه کورنۍ پولنډ ته لېږلې ده.

د دوشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۸، د پولنډ د پوله ساتو ادارې پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) په یوه پیغام کې لیکلي: «د جرمني د پولیسو له خوا د پولنډ خاورې ته د بهرنیو اتباعو لیږدول د اصولو سرغړونه او د دواړو هېوادونو د پوله ساتو بنسټونو ترمنځ د همکاري او د بهرنیو اتباعو د لېږد د قانون خلاف کار دی. د جرمني چارواکي او حکومتي بنسټونه باید دا ډول پریکړې په خپلسر ونه کړي.»

پولنډي رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې د جمعې په ورځ د جوزا په ۲۵مه د جرمني د پولیسو یو موټر د پولنډ په خاوره کې د اوسینوف سرحدي کلي ته داخل شو او یوه مهاجره کورنۍ یې هلته پرېښوده.

د جرمني د خبري آژانس د خبر له مخې، د دغه هیواد حکومت وايي چې د دغه هیواد پولیسو په هماغه ورځ د جرمني سرحدي کلي ته نژدې یوه پنځه کسیزه افغان کورنۍ وپېژندله او د دې لپاره چې دا کسان له اجازې پرته دغه هیواد ته داخل شوي وو. د پولو د کنټرول د مقرراتو پر اساس پولیسو ودرول.

د جرمني حکومت زیاته کړه چې د دې کورنۍ بالغ غړيو د پولنډ د پناه غوښتنې اسناد درلودل او ماشومانو یې هم د پولنډي هویت اسناد درلودل، خو جرمني ته د ننوتو او یا د پناه غوښتلو لپاره یې د غوښتنلیک فورمه نه وه ډکه کړې او د قانوني مقرراتو له مخې باید پولنډ ته ګرځول شوي وای.

د جرمني پولیسو زیاته کړې چې پولنډ ته پر لاره د دې کورنۍ ماشومانو ورته ویلي وو چې ستړي دي او له همدې امله پولیسو په یوه سرحدي کلي کې درملتون ته بیولل.

د جرمني پولیس وايي، د دې پېښې له ټولو جزییاتو یې پولنډي پوله ساتي خبر کړي دي.

د خپل اعلان په یوه بله برخه کې، د پولنډ سرحدي ساتونکي ویلي چې دوی به د سه شنبې په ورځ په لوړه کچه دا موضوع تعقیب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...