د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې درې چټک توپ اچوونکي یې د ۲۰۲۰ م کال تر پایه پورې له قرارداد څخه محروم کړي او تنخواوې به نه ورکوي.
دا چې ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس خپور دی، نو کرکټ بورډونه یې له مالي ستونزو سره مخ کړي، نو کرکټ بورډونه هڅه کوي، چې لوبغاړو سره د پېسو په بدل کې قراردادونه وکړي. د همدغو قراردادونو په لړ کې د پاکستان کرکټ بورډ له وهاب ریاض، محمد عامر او حسن علي سره نوي قراردادونه نه دي کړي او په دې ډول یې له معاشونو محروم کړي دي.