شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېمقاله: نايي؛ ډم دی که کسبګر؟| ګل ولي ارین

مقاله: نايي؛ ډم دی که کسبګر؟| ګل ولي ارین

د بشریت لۀ ابتدا بیا تر نن ورځې؛ انسانان د خپل ژوند د ارامۍ او سوکالۍ په خاطر د هنرونو په ایجادؤلو بوخت دي. په لومړیو کې دا هنرونو د طبیعې پېښو سره د مبارزې لپاره کارؤل کېدل خو د وخت په تېردو او د انساني نفوس په زیاتېدو، دا هنرونه په کسبونو بدل شول.
ترکاڼي، اهنګري، زرګري، ناييتوب، قصابي، طبابت، انجینري، مالداري او داسې نور هغه کسبونه دي چې د تمدنونو په رامنځته کؤلو او د بشر د اړتیاوو په پوره کؤلو کې یې رغنده رول لوبؤلی.
د نورو هنرونو/کسبونو په څېر؛ نايي توب هم ډېر زوړ تاریخ لري.
 د وېښتانو اصلاح کؤلو تاریخ لسګونه زره پخوانۍ زمانې(د کاڼو دورې) ته رسیږي. په دې دوره کې به انسانانو لۀ کاڼو تېرۀ چاقوګان جوړؤل. د دې چاقوګانو څخه به یې د وېښتانو په تراشلو او کمؤلو کې کار اخېسته.
دا چاره تر هغې روانه وه چې انسانان د اوسپنې په ذوب(ویلي) کؤلو بریالي شول. دې اختراع انساني ژوند ډېر اسوده کړ، لۀ اوسپنې څخه د نورو شیانو تر څنګ د وېښتانو کمؤلو/تراشلو لپاره ډؤل ډؤل آلې جوړې شوې.
له میلاد څخه ۳۰۰ کاله وړاندې په یونان کې یو رواج و، دوئ به تر ۲۱ کلنۍ وېښتان نه کمؤل/تراشل. کله به چې کوم ځوان دې عمر ته ورسېد، کورنۍ به یې په شانداره مراسمو کې دا ورځ نمانځله او د ټولو خپلوانو په وړاندې به یې په لومړني ځل د ځوان وېښتان ورکمؤل.
په وېښتانو کې سټایل کول؛ هندیانو، رومیانو او یونانیانو رواج کړي. د لوی سکندر په اړه ویل کیږي چې ږېره کې یې سټایل ډېر خوښېدۀ، دۀ به آن د جګړې ډګر کې ږیرې جوړَولو ته وخت ورکاؤ.
د وخت په تېردو سره نايي توب مسلک وګرځېد.
 ټولو دینونو او مذهبونو دې مسلک ته په درنده سترګه کتل. د مشهور صحابه سلمان فارسي په اړه ویل کیږي چې د حضرت محمد(ص) وېښتان به یې اصلاح کول. دا چې نن سبا؛ نايي ته سلمان ویل کیږي. علت یې همدا دی.
لۀ کلتوري اړخه هر کسب یا هنر په ټولنه کې د محبوبیت درجې لري. یعنې انسانان، ځینې کسبونو ته په لږ او ځینې نورو ته په ډیر درنښت قایل دي.
مثلاً افغانان؛ طبابت، انجینري او زرګري ته په ډېر درنښت/عزت قایل دي خو نايي توب، معلمي او موسیقي ته په ټیټه سترګه ګوري.
افغانان؛ نايي (سلمان) ته د ډم خطاب کوي.
 دا چې د «ډم» تاریخ د پښتو په ادب کې کوم ځای ته رسېږي او اصلاً دا لفظ د چا لپاره کارؤل کېدۀ، دقیق مالومات نلرم. خو دومره پوهېږم چې؛ د پښتنو په هر لوی کلي کې یوه داسې کورنۍ اوسېدله چې خلیفه ګان به یې بلل.
دې خلیفه ګانو به د غم او ښادۍ په مراسمو کې کلیوالو ته دیګونه پخؤل. د اشپزۍ تر څنګ به یې د کلیوالو وېښتان هم ور اصلاح کؤل. د وېښتانو اصلاح کؤلو لپاره یې کوم ځانګړی ځای یا دوکان نه درلود، خلیفه به د خلکو کورونو/حجرو ته ورتۀ او وېښتان به یې ور اصلاح کؤل.
دا چې په هغه وخت کې رادیو، تلویزون او تلیفونونه نه ول او د پښتنو د علم کچه هم دومره نه وه چې خط دې ولیکلی/ولوستلی شي. نو د خبر رسؤلو مسؤلیت هم د کلي خلیفه ګانو ته ور له غاړې وه. خلیفه به کلي په کلي ګرځېدۀ او د خپل کلي د غم او ښادۍ خبرونه به یې تر خلکو رسؤل.
د خلیفه همدغه وظیفه( د خبرونو وړل او راوړل) د دې سبب شوه چې نومړي ته د ډم خطاب وشي. خلیفه ته د ډم نوم کارؤل کېدل د دې سبب شو چې نایي توب خانداني کسب وګرځي.
د وخت په تېردو د خلیفه ګانو مسؤؤلیتونه ووېشل شؤل. اوس په غم او ښادۍ کې دیګونه، خلیفه ګان نه اشپزان پخوي. او د خبر رسؤلو دنده موبایلونو او رسنیو په غاړه اخیستې. یوازینی کسب/کار چې خلیفه ګانو ته ورپاتې دی؛ د وېښتانو اصلاح کؤل (نایي توب/سلماني) دی. او متأسفانه همدې کسب ته تر ننه د ډم نوم کارول کیږي.
انساني ټولنه؛ د نورو کسبونو په څېر نايي توب ته هم اړتیا لري. نايي/سلمان اوس د خبر رسؤلو دنده په غاړه نلري یوازې د خلکو وېښتان ور اصلاح کوي. دا کار نه شرم دی نه عیب او نه هم دیني ممانعیت لري.
بناءً نایي ته په ټيټه سترګه کتل، ټولنیز موقف یې له نورو ښکته بلل او یا ورته د ډم خطاب کؤل اخلاقي جرم دی.

2 COMMENTS

  1. په بعضي برخو دافغانستان لکه په کنړ ګلابي د ډم يا نايي په ځای ويل کيږي. ګلابي تر اوسه پوري هغه کارونه کوي چه عادي اولس يي تر ودي وتلاي نشي. ګلابي به په د نزدي په خوا نه يواځي په کليو او بانډو کي به يي وريښتان جوړول. د ځوانانو ګيره به يي خريله، هليکان به يي سونته ول، د چاچه به په غاښ درديده غاښ به يي هم ايستل. خو په سر دد هم ډم او د ډم نوم په جنوب د افغانسنان کي ډير سپک تعبيريژي د مثال په توګه ګلابي ساز کوي ډول وهي او ډمه ګډا کوي نو د ډم او ډمي له نومولو سره نوکي نږديوالی راځيي نو کيدایشي چه دا يي علت د بد نومولو وي د تعجب ځاي خو داده چه په ښارکي بيا ګلابي ته نايي چه هغه هم د وريښتانو جوړلو او د ګيري خرييلو په اړخ کي ساز هم کوي او د کارته چه هغه هم د ګلابي کار ته ورته ده په ښار کي بيا ارايشګاه وايي يعني هنري بڼه ورکول کيږي.
    زما په هان که دا ګلابي نوم د پښنتو کليو او کور کي مروج شي د درنښت دود به وي.
    ګلاب زوي

  2. عجب ښه خلګ یو.
    سرونه ځکه خریو چی اکثراً ئی یو نبوی سنت ګڼی او دا کار سلمان یا خلیفه یا دلاک یا نائی تر سره کوی او په ډېر اخلاص ئې هم تر سره کوی چی یقیناً په احتمالی ثواب کی به شریک هم وی.
    خو
    همدی دلاک ته موږ په درنه سترګه نه ګورو.
    بله دا چی:
    موږ خپل ذکور اولادونه ځکه ختنه کوو چی دا د الهی حکم په کچه یو نبوی حکم دی.
    د ختنه کولو یوه ښیګڼه دا ده چی د جنابت په صورت کی د نظافت او پاکی لامل ګرځی او د جنابت د غُسل د ابطال مخه نیسی او بله ښیګڼه ئې دا ده چی د جماع په وخت کی د طرفینو د خوند او لذت او تحمل لامل ګرځی.
    خو
    خو موږ ختنه کوونکی کس ( دلاک) ته چی په عقیده کی مو شریک هم دی په سپکه سترګه ګورو
    یعنی
    هغه چا ته په سپکه سترګه ګورو کوم چی زموږ د ایمان او صالح عمل په بشپړتیا کی ئې لویه ونډه اخیستی ده
    بناً
    د افغانستان د ملی سرود روی ته وګوری دی کسانو ( سلمان یا نائی یا دلاک) په سپکه سترګه مه ګوری که نه نن یا سبا یا سل کاله وروسته به در ته په سپکه سترګه وکتل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب