شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاختر د کورونا وایرس په سیوري کې لمانخل کېږي

اختر د کورونا وایرس په سیوري کې لمانخل کېږي

تاند – د نړۍ مسلمانان په داسې حال کې کوچنی اختر کوي چې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله په اکثرو سیمو کې ګرځبنیز دی.

تر نن دوشنبې پورې په نړۍ کې په کورونا د اخته شویو کسانو شمېر تر ۵ ملیونه ۳ لکه واوښت او دا په داسې حال کې ده چې تر ۳ لکه یوڅلوېښت زره ډېر کسان د دې وایرس له کبله مړه شوي دي.

تر اوسه پورې په منځني ختیځ او ختیځه اسیا کې د اروپا او امریکا په پرتله د کورونا په وایرس د مړیو شویو کسانو شمېر کم دی.

روغتیايي متخصصان وايي چې په اروپا کې په کورونا د اخته کېدو پېښې مخ په کمېدو دي خو د اسیا، افریقا او لاتینې امریکا په هغو سیمو کې، چې روغتیايي امکانات کمزوري دي، دا وایرس په خپرېدو دی.

اکثرو اسلامي هیوادونو د سږ کال د اختر په لړ کې په تګ راتګ محدودیتونه سخت کړي ځکه چې عموماً په اخترونو کې مسلمانان له کورونو لا زیات راوځي، په مېلمستیاوو او مېلو کې رایوځای کېږي.

په ترکیه کې په کورونا وایرس تر ۴ زره ۳۰۰ ډېر کسان په کورونا وایرس مړه شوي او تر یولکو ۵۵ زره ډېر نور پرې اخته شوي دي. د دغه هیواد حکومت د اختر په څلور ورځو کې قیودات لا سخت کړي دي څو د دې وایرس د لا ډېرې خپرېدا مخه ونیسي.

په مصر، سعودي عربستان، اردن، عراق او نورو عربي هیوادونو کې هم د اختر په شپو – ورځو کې کلک بندیزونه اعلان شوي چې له کبله یې لسګونه ملیونه خلک اړ شوي چې د اختر ۵ ورځې په کورونو کې تېرې کړي.

سعودي عربستان ویلي و، چې د اسلام دوه تر ټولو سپېڅلي ځایونه پکې دي، یوازې به د مکې او مدینې په دوو سترو جوماتونو کې له زیارت کوونکو پرته د اختر لمونځ ته اجازه ورکړي.

په اندونیزیا کې، چې تر ټولو ګڼ نفوسه اسلامي هیواد دی، حکومت پر سفر او تګ راتګ بندیز لګولی دی. اندونیزیا دا کار د دې لپاره کړی چې د روژې په پای کې ډېری اندونیزیاوال له ښارونو او ټاپوګانو څخه خپلو اصلي پلرنیو کلیو ته ځي.

په ایران کې، چې کورونا سخت ځپلی دی، چارواکو د اختر په درشل کې د سوداګري مرکزونو، دوکانونو او مذهبي ځایونو د پرانیستل کېدو اجازه ورکړه.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ولسمشر ډانلډ ترمپ له ګورنرانو غوښتي چې هماغسې چې یې د خوراکي موادو پلورنځي او درملتونونه استثنا ګرځولي جوماتونه او کلیساوې هم پرېږدي چې خلک پکې عبادت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب