شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد موټرسایکلي بریدونو په وړاندې د حوزو مسوولانو ته د کورنیو چارو...

د موټرسایکلي بریدونو په وړاندې د حوزو مسوولانو ته د کورنیو چارو وزیر خبرداری

تاند (جمعه. د حوزا۳) د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ، که له دې ایسته په هره امنیتي حوزه کې د موټرسایکل سپرو ترهګرو له لوري ترور وشو، د هغې حوزې (سرماموریت) مسوولان به له کاره ګوښه کېږي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي دا اعلان وروسته له دې وکړ چې نن ماښام وسله والو موټرسایکل سپرو د کابل ښار په دوولسمه حوزه کې پر دوو پولیسو ډزې وکړې او په خپله وتښتېدل.

په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

د دولت وسله وال مخالفان له ډېرو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې له موټرسایکل څخه په استفادې ترورونه کوي او له همدې کبله په ډېرو ولایتونو کې پر موټرسایکل په ځانګړي ډول د دوو تنو سپرېدا منع شوې چې له کبله یې عام ولس ته ډېرې ستونزې پېښې شوي دي.

د جنوبي ولایتونو اوسېدونکو په ځلونو موټرسایکلونو ته د تګ راتګ د اجازې غوښتنه کړې خو چارواکي وايي چې د دولت وسله وال مخالفان له دې نقلیه وسیلې څخه ناوړه استفاده کوي.

په وروستیو کې په پلازمېنه کابل کې هم د موټرسایکل په وسیله تروریستي بریدونه ډېر شوي او د ښاریانو تشویش یې زیات کړی دی.

1 COMMENT

  1. د افغانستان ولس ته د دوی ژوند او امنیت مهم دی ، بنا د خلکو دژوند او امنیت د ساتلو لپاره باید داسې تدابیر ونیول شي چې دتروریستانو د آزادانه تګ راتګ او فعالیت ساحه تنګه شي . د دولت تر نفوذ لاندې ساحه کې د موټرسایکل سپرو دګرځېدو مخنیوی باید وشي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب