جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد یکشنبې په ورځ اختر دی

د یکشنبې په ورځ اختر دی

تاند- سعودي عربستان اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ د کوچیني اختر لومړی ورخ ده او شنبه د روژې مبارکې دیرشمه.

په ورته وخت کې متحد عربي اماراتو، اردن او عراق هم ویلي دي چې یکشنبه به اختر وي.

د افغانستان سترې محکمې هم نن اعلان وکړ چې سبا (شنبه) روژه ده خو غالباً به د یکشنبې په ورځ د کمکي اختر لومړۍ ورځ وي.

کله چې په سعودي عربستان کې اختر شي عادتا په افغانستان کې هم اختر کیږي. د اختر په مناسبت د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت له طالبانو هیله کړې ده چې درې ورځې اوربند وکړي، خو سره له دې چې پر دې غوښتنه څو ورځې تیرې شوې دي طالبانو څه نه دې ویلي.

د روژې تر راسیدو مخکې د روژې مبارکې په مناسبت هم د افغانستان  ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی و، خو هغه وخت طالبانو ویلي و چې د اوس لپاره دا غوښتنه معقوله نه ده. طاللبانو د فبروري په ۲۹ د قطر په پلازمینه دوحه کې له امریکا سره د سولې موافقه وکړه چې له مخې یې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو برید نه کوي، خو دوی وایي چې کله بین الافغاني خبرې پیل شي په هغه کې ممکنه ده چې د اوربند پر مساله خبرې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...