سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد حقاني شبکې مشر او د متقي په شمول څو طالب مشران...

د حقاني شبکې مشر او د متقي په شمول څو طالب مشران په کورونا اخته شوي

تاند (جمعه. د حوزا۳) هندي رسنۍ په ډیلي او کابل کې د (تروریستي ضد فعالانو) په قول ادعا کوي چې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني له درو نورو طالب مشرانو سره په کورونا وایرس له اخته کېدو وروسته په پاکستان کې بستري شوی دی.

هندوستان ټایمز د سرچینو پر اساس وايي چې سراج الدین حقاني احتمالاً په راولپنډۍ کې د پاکستان پوځي روغتون ته وړل شوی دی.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې په کورونا په اخته کسانو کې امیرخان متقي او فضل مظلوم هم شامل دي چې په قطر کې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې شامل ول.

سرچینې همداراز وايي، ملا نورالدین ترابي هم کورونا نیولی او ویل شوي چې دا کسان د کراچۍ او کوټې په روغتونونو کې بستري شوي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دا راپور ردوي چې ګنې د دې ډلې کوم مشر دې په کورونا وایرس اخته شوی وي.

ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي «ځینو رسنیو په کورونا وایرس د خلیفه صاحب د مرستیال سراج الدین حقاني په شمول د اسلامي امارت د یو شمېر مشرانو د اخته کېدو په اړه دروغي خبرونه خپاره کړي….. دا راپورونه د هغو مشکوکو کړیو له لوري دي چې غواړي وېره خپره کړي.»

خو هندوستان ټایمز ورځپاڼه راپور ورکوي چې تروریستي ضد فعالان ټیتګار کوي چې دوی په کورونا وایرس د سراج الدین حقاني او نورو طالب مشرانو د اخته کېدا راپورونه له څو سرچینو ترلاسه کړي دي.

حقاني د طالبانو د مشر مرستیال دی.

یوې سرچینې وویل، فضل مظلوم د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د دوحې په غونډه کې په دې خاطر ګډون نه و کړی چې نوموړی په کورونا اخته دی.

دې سرچینې په دې اړه بې خبري ښکاره کړه چې ایا د طالبانو مشر ملا هبةالله هم په کورونا وایرس اخته شوی او که نه دی.

6 COMMENTS

  1. الهی امین! الله دی دا تول تور مخی پاکستانی دلالان تباه کري چی زمونز مظلوم ملت یی له شره خلاص شي. کیدای شی دا د پنجاب بله توطعه وی او اوس ددی لعنتیانو د وژلو په دی بهانی د سولی خبری شاته واچوي.

  2. الله ج د دی مبارکی میاشتی په برکت ټول مردار کړی دا د پنجاب غلامان او د افغانستان او افغانانو دښمنان

  3. خدای دی په داسی وبا اخته کړی چه نور ولس یی له ضرر خلاص شی او دوی تباه شی۰امیین

  4. الله رب العزت دی ظالم،منافق او ددی ملت او امت دښمنان ،خوار او ذلیل کړی بالاخص اجرتی قاتلان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب