سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهکندوز لپاره د افغان ځواکونو داسې قطعه چې دښمن ژوندی نه پرېږدي

کندوز لپاره د افغان ځواکونو داسې قطعه چې دښمن ژوندی نه پرېږدي

تاند، جمعه، د جوزا ۲مه: افغان کمانډیانو د مرګ قطعې په نوم تر ټولو ځواک جوړ کړی دی چې په وینا یې کندوز ولایت کې به د طالبانو پر ضد عملیات کوي.

دا قطعه چې غالبا د طالبانو د سرې قطعې پر ضد جوړه شوې ده په اړه یې د شاهین ۲۰۹ قول اردو پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، په وروستیو کې د دغې قطعې لخوا طالبانو ته په کندوز کې تر ټولو زیات تلفات اړول شوي دي.

د شاهین قول اردو د دغه ځواک د سختې روزنې خبر ورکړی دی او وايي د مرګ قطعه کولی شي چې هر سرتیر یې له ځان سره ۳۰ کېلوګرامه وزن یوسي، خو په ځانګړو عملیاتو کې یې هر سرتېری اویا کیلو ګرامه وزن وړي.

د شاهین قول اردو د ادعا له مخې د مرګ قطعې هر سرتېری کولی شي چې له ۵۰۰ متره واټن څخه درې مرمۍ فیر کړي او درې واړه مرمۍ یې نېغې په هدف ولګېږي: (( په ډېر استثنايي حالت کې شاید یوه مرمۍ خطا وخوري او دوه مرمۍ هدف وولي.))

د شاهین قول اردو د ادعا له مخې د مرګ قطعې سره په جګړه کې هیڅ دښمن نه جنګي اسیر نه نیول کېږي، ځکه چې په جګړه کې ورسره هیڅوک ژوندی نه پاتې کېږي.

2 COMMENTS

  1. مبارک دی شه. ته د مرگ قطعه او طالب د سری قطعی جوری کی.او دوستم پکی مارشال او غنی ریس جمهور ویی خو ملت به وژل کیژی. الله مو نیست او نابودکی. امین.
    لعنت ده الله دی وی پر مزدورو او وطن پلورنکو افغانانو

  2. مدافعين حقوق بشر بايد أين را ارزيابي كرده و بگويند تا كدام حد أين موافق أصول جنگ بوده است و چگونه أز وحشت أين أفراد مردم عادي و أفراد غير مسلح حمايه خواهد شد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب