دوشنبه, جولای 15, 2024
Home+ایا چين به له امریکا د ټکنالوژۍ جګړه وګټي؟

ایا چين به له امریکا د ټکنالوژۍ جګړه وګټي؟

لیکنه : نوراحمد اسحاقزی

د امریکا متحده ایالات چې له څو لسیزو راهیسې یې د نړیوال نظام په جوړښت کې د یو ناانډوله اقتصادي او نظامي ځواک په توګه ځان مسلط کړی، په دي وروستیو کلونو کې د چین په نوم د یوه مخ پر ودې قدرت د رامنځ ته کیدو له ننګونې سره مخامخ دی چې کولای شي د نړۍ د تر ټولو لوی نظامي او اقتصادي ځواک (امریکا متحده ایالاتو) قدرت په خطر کې واچوي. د چین د تخنیکي وړتیاوو زیاتوالی د سپینې ماڼۍ د اندیښنې او له بیجینګ سره د واشنګټن په دوه اړخیزو اړیکو کې یو له مهمو ننګونو څخه دی.

 د امریکا او چین ترمنځ د کړکیچ لړۍ د هرې ورځې په تیریدو سره پراخیږي. په نړيوال سياست او اقتصاد کې د چين د رول او مقام د ودې او په نړيوالو پرمختګونو کې د هغې د وزن په اړه د لويديځ په تېره بيا د امريکا د متحدو ايالتونو وېره زياته کړې ده، ځکه د شنونکو په اند د چين ولسي جمهوريت تر ټولو مهم سيال دی ، چي د واشنګټن تسلط تهدیدوي او له منځه یي وړي.  نو ځکه امريکا په دې جګړه کې د لويديځ له ټولو امکاناتو کار اخلي. دي پرمختګ ته په کتو څه موده وړاندې ډېرو کارپوهانو وړاندوینه کړې وه چې بیجینګ به په راتلونکې لسیزه کې او تر ۲۰۳۵م کال پورې د نړۍ د ستر اقتصادي او سیاسي ځواک په توګه د واشنګټن ځای ونیسي. بې له شکه دا وېره څه باندې یوه لسیزه مخکې  او په ښکاره توګه د ٢٠١٠م کال څخه د امريکايي سياستوالو له خوا جدي نیول شوې او له هغه وخت راهیسې “باراک اوباما” د چین له ودې سره د مقابلې لپاره نوي پالیسي غوره کړه او پر ختیځې اسیا یې تمرکز وکړ.  د “ډونالډ ټرمپ” د ولسمشرۍ پر مهال دغو سیاستونو ته شدت ورکړل شو او کار یې د تعرفې او سوداګرۍ جګړې ته وغځول شو.  په داسې حال کې چې ځینو فکر کاوه چې د “جو بایډن” د حکومت له پیل سره به د چین په اړه د امریکا سیاستونه سمون ومومي، خو په عمل کې په دغه حکومت کې له چین سره ټکر له اقتصادي ډګر څخه د امنیت او ټیکنالوژۍ په ګډون نورو برخو ته پراخ شو. د همدې تګلارې په تعقیب د «جو بایډن» حکومت په ختیځه اسیا کې بېلابېلې تګلارې عملي کړې دي. لکه د ختيځې اسيا له هېوادونو سره د اقتصادي او امنيتي تړونونو پياوړتيا،  جاپان، کوريا او اسټراليا سره نږدې کېدل ، د نوي ډيلي دي ته هڅول تر څو منطقه کي د بېجينګ سيال شي او له چين څخه د لوېديځو شرکتونو او پانګوالو وتلو ته اړیستل د سپينې ماڼۍ تر ټولو مهمې کړنې وې. ورسره د ټايوان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې د سياست پرېښودل او د امريکا متحده ايالاتو له خوا د يو چين د اصولو نه مراعات کول چې د چين  دولت له خوا په پرله پسې توګه د دغه هېواد  اصلي سري کرښي په توګه اعلان شوي، برسیره پر دي  د بایډن ادارې په خپلو وروستیو اقداماتو کې د دولتي دفترونو او ډیری شرکتونو کارمندانو لپاره د مشهور چینایي ټولنیزو شبکو کارول منع کړي.  او ورسره يي  ټیکنالوژیک بندیز په ځانګړې توګه د سیمیک کنډکټر چيپونو اړوند چې امریکا په تېرو دوو کالونو کې د دغي ډېرې پرمختللي ټیکنالوژۍ په ډګر کې د چین پر وړاندي هر اړخیزه جګړه پیل کړې. هغه ټیکنالوژي چي ویل کیږي د نړۍ د اقتصاد ، صنعت او قدرت راتلونکی بدلولی شي. د ډېرو په باور دغه پرمختللي ټیکنالوژي د نړیوال نظم په جوړښت کي د امریکا او چین ترمنځ د سیالۍ لوری ټاکلی شي.

 په دې وروستیو وختونو کې د هرې بلې موضع په پرتله ټولنه دغو مسایلو جذب کړي ، او  د نړيوالو پام يي ځان ته اړولی . نو موږ غواړو په دي مقاله کې د چين او امريکا ددغو پرمختللو او نورو مهمو ټیکنالوژيو پرتله وکړو او ورسره دا هم تشريح کړو چي ایا چين کولای شي په دغه ډګر کي امريکا متحده ايالاتو ته ماتي ورکړي.

نوی چين:

د ٢١مې پېړۍ د دويمې لسيزې په پاى کې چين د پرله پسې علمي او تخنيکي پرمختګ داسې انقلاب دی ، چې په دې پراخه ځمکه کې يې د ژوند هر اړخ اغېزمن کړی دی.  د پخوانیو لاسته راوړنو پر بنسټ چینایان د ۱۳م پنځه کلن پرمختیايي پلان (۲۰۱۶-۲۰۲۰م) په موده کې د ژور اقتصادي پرمختګ موډل د لیږد بهیر تعقیب کړی او د راتلونکې لنډې او منځنۍ مودې (تر ۲۰۳۵ کال پورې) لپاره یې لا لوړ بلند پروازه اهداف او دندې ټاکلې. چين د تخنيکونو په برخه کې د خپل هر اړخيز پروګرام په ترڅ کې هڅه کړې چې له سياسي، اقتصادي، پوځي او سوداګريزو فرصتونو څخه چې د نويو تخنيکونو په پايله کې رامنځته شوي، د نړۍ مشري تر لاسه کړي.  د چين په ستراتيژۍ او د همغږي ميکانيزم په چوکاټ کې له دولتي تصديو څخه زيات ملاتړ شوی، څېړنو او پرمختګ ته لومړيتوب ورکړل شوی ، او د هیواد د لوړ تخنيک صنعتي کېدو او  نوښتګرو پروګرامونو د پياوړتيا ډاډ ورکوي.  د ٢٠٠٦م کال له لومړیو راهيسې د چين کابينې اعلان کړی چې په ملي کچه د منځمهاله او اوږدمهاله ساينس او ​​ټیکنالوژۍ د پرمختګ په پلان کې به نوښتگره ټیکنالوژي د ستراتيژيک انتخاب په توګه ځای پر ځای کړي. په دې برخه کې چين د بې پيلوټه الوتکو او فضايي چارو په برخو کې د خپلو وړتياوو پر پياوړتيا تمرکز کړی او د ډيجيټل ټیکنالوژۍ او اتومات کولو په برخه کې يې د پنځه  پنځه کلنو دوراني پرمختيايي پلانونه جوړ کړي دي. له ٢٠٠٩م کال راهيسې چين د کوانټم ټیکنالوژۍ، سپوږمکيو او فضايي ټیکنالوژۍ، سايبري وړتيا، مصنوعي ذکاوت، کلاوډ کمپيوټينګ، اتوماتیک سيسټمونه او روبوټيک په شمول د ډېرو علمي پروګرامونو لپاره خپل ملاتړ زيات کړی دی.

په دې برخه کې د «ملي ګټو» څېړنیز مرکز ویلي چې د نړۍ په اوسني کړکېچن نړیوال چاپېریال کې تخنیکي اختراعات لکه مصنوعي ذکاوت، ګرځنده مخابرات، اټوماټیک سیسټمونه، روبوټیک، کوانټم ټیکنالوژي او فضايي تکنالوژي د نړیوال ځواک د سیالي پر سر د حکومتونو لپاره تر ټولو مهم استثنايي امتیازات دي. چين په دغو برخو کې په خپلو پانګونو او د سياستونو په جوړولو سره د لويديځ پام ځانته اړولی او اوس د امريکا د سيال او يا حتی د يو مهم دښمن په توګه راڅرګند شوی دی. چي ورسره د دي لسيزې په پيل کې د چين او متحده ايالاتو ترمنځ د اړيکو د ډېر خرابوالي وړاندوينه وشوه. په همدې لسیزه کې د ګراهام ایلیسن (Graham T Allison) مشهور کتاب (Destined of War) خپور شو. [1] چې په هغه کې یې د امریکا او چین ترمنځ د احتمالي ټکر د سمبول په توګه د (Thucydides Trap) په اړه خبرې کړې.  دا احتمالي مقابله واقعاً د نړۍ لپاره یو خطرناک حالت رامنځته کوي کله چې یو نوی نړیوال هیجومونیک ځواک د پخوانی هیجومونیک ځواک ځای نیسی.  په حقیقت کې د ایلیسن دلیل دا دی: چې د چین چټکه او بې ساري وده او پرمختګ د دې وضعیت لامل کيږي.  همدارنګه د هارورډ پوهنتون ځانګړي راپور په سریزه کې لیکوالان د ایریک شمیت (Eric Schmidt) (د ګوګل پخوانی اجرایوي ریس) په حواله خپله اندیښنه څرګندوي چي چین په نوي ټیکنالوژۍ کې د متحده ایالاتو د برترۍ له مینځه وړو په لټه کې دی او وايي: “ډیر ژر به زموږ سیالي داسي نوی سیال بدله کړي، چې لوی اقتصاد لري، او ورسره د څیړنې او پراختیا په برخه کې ډیري پانګونې، د غوره او اغیزمنو څیړنو د ترسره کولو وړتیا، د نویو ټیکنالوژیو پراخه ځای پرځای کول او د کمپیوټري زیربنا پیاوړي کول وړاندي له وړاندي لري. [2]

 نن ورځ د چين او امريکا د ټيکنالوژيکي ظرفيتونو پرتله کول د نړيوال ټيکنالوژيکي پرمختګ په ډګر کې د چين د دريځ د ارزونې لپاره يوه ډېره مناسبه لار ده.  په یوه خپاره شوي راپور کې په څو تخنیکي برخو کې د امریکا او چین ګډ دریځ په بنسټیز ډول څیړل شوی.  د راپور لیکوالان دغه برخې په ۲۱ پیړۍ کې بنسټيزي او مهمي ګڼي.  نن ورځ دا ځانګړي ساحې عبارت دي له: مصنوعي ذکاوت(Artificial intelligence) ، د ګرځنده مخابراتو پنځم نسل (5G)، د معلوماتو پروسس کول ، کوانټم مخابرات، بایو ټیکنالوژي ، شنه انرژي ، فضايي ټیکنالوژي او تر ټولو مهم او ډیر کاریدونکي اله مایکروچیف (Microchips). [3]

ایا مایکروچیپ به د چین او متحده ایالاتو ترمینځ د سیالۍ برخلیک ټاکي؟

مایکروچیپ څه شي دی، او ولي دومره مهم دی؟ په دي د پوهیدو لپاره لومړی مایکرو چيپ او د هغه د جوړیدو پر پروسس ځان خبروو.

(Microchips): په نننۍ ډیجیټل نړۍ کې د ټولو بریښنایي تجهیزاتو خورا مهمه او اصلي برخه ده، دوی ته “د عصري بریښنایی تجهیزاتو دماغ” ویل کیږي. مایکروچيپ د یوي برقي الي ټول اړوند کارونه پروسس او اجرا کوي. د مثال په ډول کمپیوټر کي مایکروچيپ د کمپیوتر د پروسیسر  یو واحد دی، چي اړوند ټولي مختلفي حسابي عمليې او کارونه تر سره کوي. که د عکس، ویډیو، یا اډیو فلي کول وي او يا د کوم پروګرام خلاصول وي یعني ټولي پروسي په ډير وړوکي پروسیسر کي پروګرام شوي وي چي د کارونکي په input ورکولو سره پروسیسر اړوند output ورکوي . قوي او ښه پروسیسر هغه وي چي ډیر کارونه په لږ وخت کي ترسره کړي. په موباييل کي هم په همدا ډول مایکروچيپ د ټولو دندو اجرا کوونکی دی. د مایکروچیپ اختراع د پخوا په پرتله د خورا کوچني، ارزانه، ګړندي او د ډیرو اغیزمنو بریښنایی وسایلو جوړول ممکن کړل. د اوسني ټیکنالوژيکي دوري ، د برقي او ځیرکو وسایلو په شتون کې د انسان د ژوند ټولې برخې له مایکروچیپ پرته فلج دي. ملیونونه مایکروچیپ د کمپیوټر سیسټمونو، مخابراتي تجهیزاتو، د کورنیو وسایلو، بانکدارۍ سیسټمونو، امنیتي سیسټمونو، طبي تجهیزاتو، ترانسپورت، صنعتي تجهیزاتو او البته مهمه دا چې نظامي تجهیزاتو په تولید کې کارول کیږي.  د کښتۍ جوړونې، د الوتکو جوړولو، فضايي وسایلو، لارښود توغندیو او ډرونونو خورا حساس صنعتونه په خورا پرمختللي مایکروچیپونو باندې قوي انحصار لري، حتی د کالو مینځلو ماشین څخه تر سمارټ فون او فضائي توغنديو په شان مغلقو سامان الاتو کي مهم عنصر مایکروچيپ دی. نو ځكه دا برخې د “جادو ټیکنالوژۍ” په نوم هم یادیږي.

 جوړیدل يي د دنیا په مختلفو خورا حساسو او ډیرو پرمختللو لابراتوارونو کي تر سره کيږي. د مثال په توګه ساپټویر او ډیزاین یي په امریکا کي کیږي ، جوړیدل یی په کوریا، جاپان او یا ټایوان کي کيږي ، راټولونه او دسته بندي په چين او يا سنګاپور کي کيږي او خپله د مایکروچيپ جوړولو اړوند ماشینونه په هالنډ کي جوړیږي. نو له دي سره هیوادونه یو بل ته لازمه اړتیا لري او تر اوسه لا هیڅ هیواد په یوازي سر د مایکروچيپ مکمل جوړیدل نه شي کولای. نو ځکه امريکا او چين کوښښ کوي په دي برخه کي پر ځان بسیا شي. د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې متحده ایالاتو، هالنډ او جاپان چې د مایکروچیپ تولیدي تجهیزاتو لوی تولیدونکي دي، د چین ته د پرمختللو مایکروچیپونو د لاسرسي محدودولو لپاره د مایکروچیپ تولیدي تجهیزاتو صادرات کنټرول کړي.  هالنډي شرکت (ASML) د وروستي نسل د فوتو لیتوګرافي سکینر وسیلو یوازینی تولید کونکی دی چې د الټرا پرمختللي مایکروچیپ جوړولو لپاره کارول کیږي.  هالنډ د ۲۰۲۳م کال د جون په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې د چين پر ضد د کنټرول تدبيرونه به نافذ شي.  ټایوان چې د پرمختللو مایکروچیپونو یو بل تولیدونکی دی، د جاپان او هالنډ څخه مخکې د متحده ایالاتو د کنټرول پالیسي تعقیب کړي.  ټایوان په کال کې په نړۍ کې د اړتیا وړ مایکروچیپونو دوه پر دریمه برخه چمتو کوي، چي په دي شمیره کي د الټرا پرمختللي مایکروچیپ 90٪ فیصده تولید شامل دی.  په ټایوان کې د (TSMC) شرکت چې د مایکروچیپ جوړونکی دی، په ټوله اسیا کې تر ټولو ګران بیه شرکت او په نړۍ کې د مایکروچیپ تولیدولو تر ټولو پرمختللی شرکت دی. په نړۍ کې د مایکروچیپ تولید په شبکه کې د ټایوان اهمیت او کلیدي رول د امریکا لپاره خورا حیاتي دی. که کله هم په ټایوان کې د مایکرو چيپ جوړولو فابریکې د چین په لاس کې ولویږي او یا د پوځي جګړو له امله له ټایوان څخه نړیوال بازار ته د مایکرو چيپ د صادراتو لاره بنده شي، نو نړیوال اقتصاد به له خطرناک حالت سره مخ شي. ډیری د ټایوان وړتیا د دې ټاپو لپاره د “سلیکن شیلډ” په توګه د مایکروچیپ تولید په توګه ګڼي، کوم څه چې ددي هیواد لپاره دفاعي رول لوبوي او د چین لخوا د پوځي برید په صورت کې د ټایوان سره د مرستې لپاره د متحده ایالاتو مداخله تضمینوي.  البته په دې وروستیو کلونو کې د متحده ایالاتو تر سخت فشار لاندې، د ټایوان شرکت (TSMC) په متحده ایالاتو کې پانګونې او نوې فابریکې جوړولو ته اړ شوی. د تړون له مخې دغه شرکت به تر ۲۰۲۶م کال پورې په متحده ایالاتو کې د خورا پرمختللو مایکرو چیپونو د جوړولو لپاره له ۴۰ میلیاردو ډالرو زیاته پانګونه وکړي. د مایکروچیپ ټیکنالوژۍ ته د چین د لاسرسۍ د محدودولو تر څنګ امریکا هڅه کوي چې د ګڼو قوانینو په تصویبولو سره امریکايي شرکتونه وهڅوي چې د امریکا په خاوره کې په دې حساسه ټیکنالوژۍ کې لا زیاته پانګونه وکړي. د ۲۰۲۲م په جولای کې د  (CHIPS)قانون په متحده ایالاتو کې د مایکروچیپ د څیړنې ، ډیزاین او تولید هڅولو په هدف تصویب شو.  ځینې ​​په دې باور دي چې د امریکا او چین مایکروچیپ جګړه په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د امریکا او شوروي د فضايي سیالۍ په څېر ده.

 امريکا پرمختللې مايکروچيپ ټیکنالوژۍ ته د چين د لاسرسۍ په محدودولو سره نه يوازې د پوځي تجهيزاتو په برخه کې د چين د پرمختګ د مخنيوي په لټه کې ده، بلکې په دې کار سره يې د چين ټول اقتصاد او د ټیکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد پرمختګ په نښه کړی دی. د ټیکنالوژۍ مهمو برخو ته د چین د لاسرسي په محدودولو سره، امریکا غواړي په هغو سیمو کې د چین د پرمختګ مخه ونیسي چې د راتلونکي اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کي راځي. وروسته له هغه چې د (Huawei) شرکت په وړاندې د متحده ایالاتو بندیزونه په دې شرکت سخت پریوتل  متحده ایالاتو په زیاتیدونکي توګه پوه شو چې د مایکروچیپ د تولید په سلسله کي د دوی تسلط د چین پروړاندې مؤثره واقع کیدای شي. د احصایو له مخې په ۲۰۲۰م کې (Huawei) شرکت چي پرمختللي چيپونه استفاده کوي په نړۍ کې ترټولو لوی سمارټ فون پلورونکی و چې د نړیوال بازار ٪18 فیصده برخه یی لرل. مګر د امریکا له بندیزونو وروسته د (Huawei) شرکت عاید د ۲۰۲۱م کال کي نږدې 35٪ فیصده کم شوی وو.

 ایا چین کولی شي د مایکرو چيپ په جګړه کې د امریکا پلان شنډ کړي؟

 د چين د ګمرکونو د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳م کال په لومړيو پنځو مياشتو کې چين ته د مايکروچيپونو واردات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۳۰ سلنه کم شوي دي.  په ورته وخت کې د ډېرو حساسو پروژو د پلي کولو او د ډېرو پرمختللو وسايلو د جوړولو لپاره چين له امريکا او د امريکا له متحدو هېوادونو څخه د پرمختللو مايکروچيپونو واردولو ته اړتيا لري. د چین په وړاندې د مایکروچیپ جګړې له پیل سره چینایي چارواکو د مایکروچیپ صنعت کې د امریکا او د هغې د متحدینو د انحصار د له منځه وړلو لپاره پراخې پالیسۍ او هڅونې پروګرامونه پیل کړي دي.  مګر حقیقت دا دی چې د مایکروچیپ تولید پروسه په صنعتي تولید کې ترټولو پیچلې او ستونزمنه پروسه ده. لکه وړاندي چي مو وویل پدې پروسه کې د ډیزاین ، تولید ، ازموینې او بسته بندۍ مرحلې شاملې دي ، کوم چې په نړۍ کې هیڅ هیواد په یوازې سر د توليد ټولې برخې نلري. ځکه د مایکروچیپ جوړول خورا پیچلې او یو بل سره تړلې شبکه ده چې متحده ایالات او د هغې متحدین پکې شامل دي. له بلې خوا د مایکروچیپونو په برخه کې د ځان بسیا کیدو لپاره د چین له ټولو هڅو سره سره، په ۲۰۲۲م کې دغه هیواد وتوانید چې یوازې 16٪ فیصده کورني اړتیاوې پوره کړي او د تیلو واردولو په پرتله يي د مایکروچیپونو په واردولو ډیرې پیسې مصرف کړي. د مایکرو چيپ په برخه کې د ځان بسیاینې ترلاسه کول شاید د چین په وړاندې ترټولو لوی ننګونه وي. په هرصورت د دغو جدي زیانونو په منځ کې اوس داسي ښکاري چي چين په دغه برخه کي د نه باور وړ پرمختګ کړی. په دي اړه کنیکټیکټ پوهنتون یو راپور ته په لنډه توګه نظر کوو چي عنوان یی دی  ( ولې متحده ایالات د چین پر وړاندي د ټیکنالوژۍ جګړه له لاسه ورکوي):   (میلز ایم ایورز)

*** سیمیک کنډکټر — یا “کمپیوټر چیپ” — د متحده ایالاتو او چین ترمینځ د سیالۍ په زړه کې قرار لري.  دوی د عصري اقتصاد یو له خورا مهمو سکتورونو څخه دي او نږدې په هره عصري ټیکنالوژۍ کې د کار کولو اصلي برخه ده ، د کالو مینځلو ماشینونو څخه د توغندیو لارښود سیسټمونو پورې. د همدې دلیل لپاره سیمیکنډکټرونو ته د باور وړ او ارزانه لاسرسی کولی شي د یو هیواد اقتصادي او نظامي ځواک ته بڼه ورکړي.  چین یې یو مهم مثال دی ،  په تیرو ۲۰ کلونو کې د دې میټریک زیاتوالی په عمده توګه د نړۍ د بریښنایی تولیداتو د لوړ غلظت لامل دی.  چینایي شرکتونو لکه (Huawei) او (ZTE) د کوانټمي ټیکنالوژۍ(Quantum Computing)، مصنوعي ذکاوت (Artificial intelligence) ، او G5 ټیکنالوژیو کي د چين پرمختګ ته لاره هواره کړې. په تیرو څو کلونو کې متحده ایالاتو هڅه کړې چې د سیمیکنډکټر ټیکنالوژیو ته د چین لاسرسی محدود کړي.  په دودیز ډول واشنګټن یوازې  په دي عنوان د چیپونو صادرات محدود کړي چې ممکن نظامي غوښتنلیکونه ولري، دا ددي باور لپاره چې متحده ایالات وکولای شي په دي برخه کي د نوښت او آزاد تجارت له لارې د چین په پرتله چټک پرمختګ وکړي.  په هرصورت وروسته له هغه چې چین په ۲۰۱۵م کې خپله د “په چین کې جوړ” (Made in China) ستراتیژي خپره کړه، اندیښنه خپره شوه چې د چین نظامي او اقتصادي ځواک د تمې خلاف چټکه وده کوي او دا وده د متحده ایالاتو د پلورونكي ټیکنالوژۍ په استعمال سره کوي. په پایله کې متحده ایالاتو ته ضروري وه چې د مایکروچيپ ټیکنالوژیو کې د امکان تر حده خپله لویه رهبري وساتي. د دې معنی دا وه چې چینایي سوداګرۍ ته د پرمختللي سیمیکنډکټر ټیکنالوژیو پلور محدود کړي ، پرته لدې چې د دوی ملکي یا نظامي غوښتنلیکونه په پام کې ونیول شي. او ورسره په کور دننه د(CHIPS) او ساینس قانون د اجرا له لاري د 280 ملیارد ډالرو په لګښت د مایکروچيپ  صنعت ته وده ورکړل شي. په هرصورت د سیمی کنډکټرونو لپاره د (Global Value chain) یا نړیوال زنځیري ارزښت (*په نړیوال اقتصاد کي GVC یو مفهوم دی چي د مصرف کمولو په خاطر د یو جنس د تولید پروسه د زنځیر یا کړۍ په شکل دیوه هیواد پر ځای  په څو هیوادونو کي سرته رسيږي)  کې د امریکایی سوداګرۍ موقعیت متحده ایالات پدې جګړه کې په زیان کې اچوي.  په نهایت کې موږ ګورو چې متحده ایالاتو یوه جګړه پیل کړې چې داسې بریښي چې ناکامي یا بایلل یې برخلیک دی.

 د ډیرو اجناسو په څیر سیمی کنډکټرونه د نړیوال ارزښت په لرلو په اړوند هیوادونو کي د  ځنځير یا کړی په شکل تولید کیږي، داسي ډول چې د تولید پروسې او مرحلې په مختلفو هیوادونو کې د شرکتونو ترمنځ شریک کیږي او وروسته مکمل چيپ تر لاسه کيږي.  د چيپ دا سلسله عموما په متحده ایالاتو کې د فبلس (Fabless) چیپ جوړونکو شرکتونو سره پیل کیږي چې د بریښنایی اتومات سافټویر په کارولو سره د چيپ جوړښت ډیزاین کوي. دا ډیزاینران بیا په ټایوان، جاپان، یا سویلي کوریا کې (Foundries) (*فانډرایز اشاره هغه شرکتونه ته ده چي چيپونه جوړوي) ته تولیدات صادروي چې د سلیکان پر خورا کوچنيو صفحو مایکروچيپ جوړوي. دغه چیپونه د دسته بندی په مرحلي کي چینایي شرکتونو ته د وروستي محصول لکه ګرځنده تلیفون یا ليپ ټاپ کې د راټولولو ، ازموینې او بسته کولو لپاره لیږل کیږي.  دا ډول زنځیرونه عموما د نړۍ لپاره د خالصي ګټې په خاطر ترسره کيږي.  دوی تخصص ته وده ورکوي، لګښتونه کموي، او بالاخره ګټه ډیروي.

 هر شرکت چې په (GVC)کې برخه اخلي د یو توکي وروستي قیمت ته “ارزښت” ورکوي، که څه هم هغه ازرښت مختلفي درجې لري.  د لوړ ارزښت لرونکي کاروبارونه د پوهې ژور فعالیتونو کې تخصص لري (د بیلګې په توګه، څیړنه او پراختیا، بازار موندنه، لوژستیک، او تمویل).  د دې په څیر دوی د (GVC) اداره کولو ته لیواله دي او ډیرې ګټې ترلاسه کوي.  په مقابل کې د ټیټ ارزښت لرونکي کاروبارونه د کار په سختو فعالیتونو کې تخصص لري (د بیلګې په توګه، د خامو موادو استخراج، تولید، او راټولول).  د سیمی کنډکټرونو په قضیه کې د بیلګې په توګه، امریکایی “فبلیس” ډیزاینر د تولید په پروسه کې د اضافه شوي ارزښت 54 سلنه ګټه تر لاسه کوي او د چینایي سوداګرۍ په پرتله چې په راټولونه ، بسته بندۍ، او ازموینې کې تخصص لري نږدې پنځه چنده زیات عاید ترلاسه کوي. د پرمختیایي دلیلونو لپاره (GVCs) جوړښت د دولتونو ترمنځ د واک ویش پیاوړی کوي. د متحده ایالاتو په څیر واکمن هیوادونه معمولا د لوړ ارزښت شرکتونو په واک کي لري، پداسې حال کې چې د چین په څیر مخ پر ودې قدرتونه معمولا د ټیټ ارزښت شرکتونو واک لري.  د مثال په توګه، یو څو امریکایی چیپ ډیزاینران – په ځانګړې توګه (Nvidia) ، (Intel) ، او (Qualcomm) د نړۍ شاوخوا 50 سلنه سیمیکنډکټرونه پلوري. او برعکس چینایي تولیدونکي د سیمیکنډکټرونو د نړیوال عرضه نږدې 60 سلنه اخلي.  په دې توګه، متحده ایالات د چین په پرتله ډیر تنظیمي فرصتونه لري چې د قیمتونو او محصولاتو معیارونو باندي اغیز وکړي.

 د دې دلیل لپاره واکمن دولتونه کولی شي (GVCs) د مخ په زیاتیدونکي ځواک پروړاندې د صادراتو په کنټرولولو سره د وسلي په توګه وکاروي او د دوی وده ورو کړي.  د ټرمپ ادارې دا په ۲۰۱۹م کې درک کړه کله چې یې د چین ترټولو مشهور بریښنایی تولیدکونکی شرکت (Huawei) او همدارنګه د هغې په سلګونو ملګري شرکتونو یې هغه لیسټ کې شامل کړل چې د سیمی کنډکټرونو پیرودل پر منع دي چې د متحده ایالاتو ډیزاین ، سافټویر ، تجهیزاتو او نورو اړوند برخو باندې تکیه کوي.  حتی که محصولات د متحده ایالاتو څخه بهر تولید شوي وي.  د بایډن ادارې له هغه وخت راهیسې دا پالیسي پراخه کړې ترڅو د چینایي ټیکنالوژۍ ټول صنعت ته د پرمختللي سیمیکنډکټرونو پلور و پوښي. دا اقدمات چین په مؤثره توګه د سیمیکنډکټرونو لپاره د (GVC) څخه لرې کوي او د خپلو پرمختللي سیمي کنډکټرونو رامینځته کولو لپاره يي اړباسي.

 ایا متحده ایالات به بریالي شي؟ په دوه دلیلونو سره متحده ایالات ددغي تخنیکي جګړې دګټلو امکان نلري.

 لومړی: تجربوي ریکارډ په دوامداره توګه ښیي چې مخ پر ودې قدرتونه په هغه وخت کې لاس تر زنې ناست نه وي کله چې واکمن دولتونه مهمو سرچینو ته د دوی لاسرسی ګډوډ او محدود کړي.  عموما دوی د خپلي صنعتي پراختیا په سبسډي سره ځواب ورکوي، خپل کاروبارونه هڅوي چې لوړ ارزښت لرونکي پوسټونو ته وده ورکړي ترڅو پر ځان بسیا شي.  د چین ولسمشر شي جینپینګ له هیواد څخه وغوښتل چې “په ساینس او ​​​​ټیکنالوژۍ کې پر ځان بسیا کیدو” ته لومړیتوب ورکړي ، هغه په اصلي ټیکنالوژیو کې نوښت د “سختې نړیوالې سیالۍ” د ژوندي پاتې کیدو لپاره کلیدي وبلله.  د دې لپاره د چین حکومت د داخلي چيپ جوړونې صنعت د پراختیا ملاتړ کړی دی: ګوانګ جو ښار په ابتدايي تمویل کې ۳۰ ملیارد ډالر پانګونه کړې، او بیجینګ د ۱۴۳ ملیارد ډالرو اضافي سبسډي او مالیاتي کریډیټ چمتو کړي.

 دوهم: د (GVCs) جوړښت د واکمن ځواک لپاره دا ستونزمن کوي ​​​​چې په کور کې د سوداګرۍ مقاومت له پامه غورځولو پرته د مخ پر ودې ځواک باندي فشار راوړي او د مخ پر ودې ځواک لپاره اسانه کوي چې په ځواب کې خپل صنعتي ځواګ اساسات لوړ کړي. او پایله دا کيږي چي سوداګري او سوداګر به د ملي امنیت په پرتله خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.  په هرصورت ایا د سوداګرۍ هڅونې د یو هیواد د ملي امنیت سره تړاو لري؟  په حقیقت کي دا (GVC) کې د شرکت د ارزښت په مقام پورې اړه لري. د اقتصادي سیالۍ په تیرو مثالونو کې پوهیږو چي د لوړارزښت لرونکي سوداګرۍ په عمومي ډول د واکمن دولت د پالیسیو په وړاندې مقاومت کاوه ترڅو خنډونه کم کړي او له لاسه ورکړې ګټې بیرته ترلاسه کړي. برعکس د ټیټ ارزښت لرونکي شرکتونه ډیرۍ وختونه د مخ پر ودې دولت له پالیسیو سره همکاري کوي ترڅو د صنعتي پراختیا څخه احتمالي لاسته راوړنې ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه امریکايي سوداګرو په پراخه کچه د چین پر وړاندې د امریکا له بندیزونو سره مقاومت کړی دی.  دوی خپل ډیزاین، سافټویر، او تجهیزات چین ته د قانوني نیمګړتیاوو، یا دریمې ډلې او شرکتونو په کارولو سره پلوري چې د امریکایي ادارو په لیست کې ندي.  د مثال په توګه امریکایی چيپ ډیزاینر شرکت (Nvidia) د چینایي پیرودونکو لپاره یو نوی پرمختللی چيپ جوړ کړی چې د متحده ایاالتو صادراتو کنټرول مقررات پوره کوي. د یو راپور په اساس (Applied Material Inc) شرکت په سویلي کوریا کې د دریمې ډلې له لارې چینایي فاونډري سیمیکنډکټر چيپ جوړونکي شرکت (SMIC) ته د چيپ جوړونې تجهیزات لیږلي.  حتی په متحده ایالاتو کې میشت ځینې شرکتونه لکه د (KLA) کارپوریشن بیړني پلانونه لري چې د ډیرو سختو بندیزونو په صورت کې خپل عملیات (de-Americananize)کړي. په آرام سمندر کې وضعیت مختلف ښکاري.  چینایي سوداګرۍ د خپلو ټیکنالوژیو د لوړولو په برخه کې د ملاتړ لپاره بیجینګ ته مخه کړې، د تجهیزات د ذخیره کولو ، د فاونډریز جوړول، د ملکیت ډیټا ځای په ځای کول، او د استعداد د استخدام په شمول.  د مثال په توګه، د شینزین او ګوانګزو ښارونو د پانګې اچونې د فنډونو په مرسته د (Huawei) شرکت سره مرسته وکړه چې د نظری متخصصینو، د چيپ تجهیزاتو پراختیا کونکو، او موادو جوړونکو ته د پیسو په ورکولو سره پر ځان د بسیا چيپ شبکه جوړه کړي. چينايي چيپ جوړونکی شرکت (SMIC) په دي بریالی شوی چي د سویلي کوریا، ټایوان او متحده ایالاتو څخه د مستعدو کاریګرو او استعداد استخدام د لوی معاشونو ، د زیاتو اختیاراتو، او څیړنې د فنډونو  په ورکولو سره استخدام کړي.

 د پایلې په توګه، چینایي سوداګرۍ د متحده ایالاتو له بندیزونو سره سره د پام وړ تخنیکي پرمختګونه ترلاسه کړي دي. (Huawei) شرکت هم هغسي بریالی پاتې دی، او په عمده توګه په ځان بسیا شوی دی.  دغه شرکت په تېر مني کې د یو نوي (5G) سمارټ فون سره چې په عمده ډول د چینایي پرزو او د (SMIC) شرکت لخوا جوړ شوی د 7 ملي میټر پرمختللي چيپ باندي جوړ و، واشنګټن حیران کړ.  د صنعت کارپوهانو اټکل کوي چې (SMIC) شرکت به وکولی شي په راتلونکو میاشتو کې دا چيپ په ډله ایز ډول تولید کړي، که څه هم د بایډن اداره شکمنه ده.  ځینې ​​​​کارپوهان حتی تمه لري چې شرکت به ډیر پیاوړي سیمیکنډکټر چيپونه رامینځته کړي.  چینايي ساینس پوهان په ریکارډ شمیرو اختراعات ثبتوي ترڅو د چيپ جوړونې راتلونکي نسل کې خپل موقعیت خوندي کړي.

 د واشنګټن راتلونکی اقدام څه دی؟

 د بایډن اداره لیواله بریښي چې د چین پروړاندې د صادراتو کنټرول نور هم سخت کړي.  دا به یوه اشتباه وي ځکه چې د کنټرول سختول د چین په وړاندې د متحده ایالاتو ستراتیژي محرک کولو اصلي سوداګرۍ متحرکاتو ته بدلون نه ورکوي.د اصلي ټیکنالوژیو څخه د چینایي چيپ جوړونکو بې برخې کول به دوی یوازې د بیجینګ وسلو ته واړوي.  په غوره حالت کې، دا د “لوړې کچې ټیکنالوژیکي ځان بسیاینې” په اړه د چین د ورو ورو تعقیب په پرتله ګړندۍ احتمال لري.  په بدترین حالت کې، دا ممکن بیجینګ فشار راوړي چې خورا سخت اقدامات تعقیب کړي، لکه د ټایوان برید او د ټایوان سیمیکنډکټر تولید شرکت ضبط کول.  هیڅ سناریو په اوږد مهال کې د متحده ایالاتو په ګټه نه ده. په عین حال کې، د چین له بازار څخه د امریکایی چيپ ډیزاینرانو بې برخې کول به یوازې دوی له واشنګټن څخه لیرې کړي.  چین په ساده ډول د متحده ایالاتو په پرتله د تخنیکي پلوه صنعتونو لپاره غوره ځای دی.  د امریکا په پرتله لوی نفوس لري، معاشونه یې ارزانه او کم دي، او تولیدونکي یې د حکومت ډیر ملاتړ لري.  په متحده ایالاتو کې د چيپ تولید لاهم 25 سلنه ډیر وخت نیسي او د آسیا په پرتله 50 سلنه ډیر لګښت پري راځي.  تر هغه چې دا اقتصادي واقعیت شتون ولري، د بایډن اداره به د “Whack-a-mole” (*یو ډول ګيم دی) په لوبولو کې وخت او سرچینې ضایع کړي ترڅو د متحده ایالاتو چيپ ډیزاینر شرکتونو لکه مایکرون او (Nvidia) د متحده ایالاتو د صادراتو محدودیتونو څخه مخنیوی وکړي. د کاري قوي  او اوبو کمبود په متحده ایالاتو کې د نوي فاونډریز یا چيپ جوړونکي شرکتونو پرانستل مایوسه کړي، اداري تشریفات د چيپ جوړولو د تولید وخت اوږدوي، د فدرالي تمویل ځنډ د کوچني چيپ جوړونکو او ډیزاینرانو مخه نیسي د (CHIPS) قانون تمویل په متحده ایالاتو کې بهرنۍ پانګونې  منع کوي. دا د امریکایی شرکتونو لکه (Intel) او (Nvidia) لپاره په چین کې سیالي کول خورا ستونزمنه کوي.  د بایډن ادارې د دې خنډونو د حل لپاره هیڅ وړاندیز شوي اقدامات نه دي اختیار کړي.دې اندیښنو ته په پام سره ، دا د بایډن ادارې لپاره وخت دی چې مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي خپله تګلاره له سره غور وکړي. *** [4]

 (Miles M Evers) میلز ایم ایورز په امريکايي (Connecticut) کنیکټیکټ پوهنتون کې د سیاسي علومو معاون پروفیسور دی.

د چین پټ تخنیکي انقلاب:

مصنوعي ذکاوت (Artificial intelligence):

 البته د مصنوعي ذهانت یا ذکاوت  په کارولو کې چین لا دمخه د متحده ایالاتو څخه مخکې دی. دا په ځانګړي توګه د وینا پیژندنې ټیکنالوژۍ په برخه کې چیرې چې چینایي شرکتونه په ټولو ژبو کې د امریکایی شرکتونو څخه مخکې دي.  د مثال په توګه، د چین (iFlytek)  ۷۰۰ ملیون کاروونکي لري، چې د ایپل د (Siri) په پرتله دوه چنده ډیر کاروونکي دي. د مصنوعي ذکاوت د پراختیا په یوه خورا مهمه برخه کې چې د (Deep Learning) په نوم یادیږي، چین د متحده ایالاتو په پرتله شپږ چنده ډیر اختراعات درلوده. د ځینو وړاندوینو له مخې تر ۲۰۲۵م پورې به چین په بشپړه توګه متحده ایالات د مصنوعي ذکاوت په اړه د ډیرو ترسره شویو علمي مقالو کي شاته پریږدی.  همدارنګه په ۲۰۲۰م کال کې په چین کې د هوښیارو روبوټونو شمېر ۱۴۰ زرو ته رسېدلی چې دا د جاپان، امریکا، جنوبي کوریا او جرمني ددي ټولو هیوادونو د روبوټونو له مجموعي شمېر څخه ډېر دی. د مصنوعي ذکاوت په مرسته په بشپړ ډول اتومات او روبوټیک ګودامونه، د چین په ځینو ښارونو کې بې چلوونکي موټرونو او د سمارټ ښارونو تنظیم کولو پلانونه بې ساري دي.

 د هارورډ د ایریک شمیت په وینا، د مصنوعي ذکاوت ټیکنالوژیو کې چې په نږدې راتلونکي کې به د ټولو هیوادونو اقتصاد او امنیت باندې خورا لوی اغیزه وکړي، چین اوس د متحده ایالاتو لپاره “یو قوي سیالي” دی.  د مصنوعي استخباراتو په اړه د متحده ایالاتو د ملي امنیت کمیسیون د ارزونې له مخې چین په نړۍ کې د متحده ایالاتو څخه د پرمختګ ځواک، وړتیا او لیوالتیا لري. [5]

 معلوماتي ټکنالوژي

 یوه ساحه چیرې چې چین له متحده ایالاتو څخه مخکي او روښانه په ګټه کي دی هغه ګرځنده (G5) مخابراتو دی.  د ۲۰۲۰م کال تر پایه شاوخوا ۱۵۰ ملیون چینایي کاروونکو د ګرځنده مخابراتو دې کچې ته لاس رسی درلود، مګر په متحده ایالاتو کې یوازې 6 ملیونه وو.  همدارنګه تر هغه وخته پورې په چین کي ۷ لکه (۷۰۰۰۰۰) بیس سټیشنونه ځای پرځای شوي وو.  په داسې حال کې چې په امریکا کې د دغو سټیشنونو شمېر شاوخوا پنځوس زره وو. تر ۲۰۲۰م پورې چین د ( Mbps۳۰۰ ) د ډیټا لیږد سرعت درلود، چې په متحده ایالاتو کې یوازې (Mbps ۶۰) و.  په مجموع کې د ۲۰۲۰م په پای کې چین د ټولو نړیوالو (G5) اتصال یا نیټورک لاینونو او کیبل شاوخوا 87٪ فیصده  برخه درلوده. چین د راتلونکي نسل ګرځنده مخابراتو پراختیا هم رهبري کوي ، د 35٪ سلنې (G6) نړیوال امتیازاتو سره د متحده ایالاتو د امتیازاتو 18٪ سلنه سره مخکي دی.  په عمده توګه دوه چینایي شرکتونه د نړۍ په کچه د پنځو غوره (G5) تجهیزاتو جوړونکو په لیست کې دي.  په دې احصایه کې (Huawei) د نړیوال پلور 28٪ فیصده ونډې سره د لیست په سر کې دی.  په زړه پورې خبره دا ده چې اوس مهال په دې لیست کې هیڅ امریکایی شرکت شتون نلري. که څه هم په 2000م کې (Lucent)  او (Motorola)  په نړۍ کې د ټول مخابراتي بازار 25٪ فیصده برخه درلوده.

 د چين د انټرنيټ شرکتونه هم په چټکۍ سره په نړيوال بازار کې خپل دريځ پياوړی کوي. شپږ کاله مخکې يوازې دوه چينايي شرکتونه د نړۍ د شلو سترو انټرنيټي شرکتونو په ډله کې وو.  اوس مهال (Alibaba) ، (Baidu) ،  او (Tencent)  په دې برخه کې د ګوګل، ایمیزون، فیسبوک او مایکروسافټ تر څنګ د اوو غوره شرکتونو په توګه پیژندل کیږي. [6]

کوانټم ټیکنالوژي

 د کوانټم ټیکنالوژیو کي متحده ایالات د اوږدې مودې مشري په غاړه درلوده، مګر دا مشري د ۲۰۱۰م لسیزې په وروستیو کې بدله شوه.  له ۲۰۱۰م کال وروسته چین د کوانټم ارتباطاتو په برخه کې له متحده ایالاتو څخه مخکې شو او په چټکۍ سره د کوانټم کمپیوټري تشې په بشپړولو بوخت دی.  د ۲۰۲۰م کال په ډسمبر کې یو کال وروسته له دې چې د ګوګل Sycamore ۵۳ کیلوبایټ کوانټم کمپیوټر د امریکایانو لپاره د کوانټم برتري ترلاسه کړه، د چین د هیفي(Hafei)  په نوم د ساینس او ​​​​ټیکنالوژۍ په پوهنتون کې یوې څیړنې ډلې چې مشري یې پان جیان وي (Pan Jinwei) کوي دوی په دې بریالي شول چې له امریکایانو څخه مخکې شي. همدارنګه دوی د زوچونګزي (Zuchongzhi) په وړاندې کولو سره د کوانټم کمپیوټرونو په برخه کې یو نوی ریکارډ هم جوړ کړ.

 پان جیان وی چې د چین د “کوانټم پلار” په نوم یاد شوی په واضح ډول وايي: “موږ تر دې وخته یوازي د عصري معلوماتو او ساینس په تولید کې یوازې پیروان او زده کونکي وو. مګر اوس موږ فرصت لرو چې په دغه برخه کي مشري ترلاسه کړو”.

 د کوانټم مخابراتو د امنیت په برخه کې د چین غوره والی هم په څرګند ډول څرګند دی. په ۲۰۱۸م کې  چین د متحده ایالاتو په پرتله څلور چنده ډیر نويو اختراعاتو سره د کوانټم امنیت او کریپټوګرافي کي نوی ریکارډ جوړ کړ.  چین د سپوږمکۍ او د ۸۰۰ کیلومتره لرې د ځمکې سټیشن ترمنځ د کوانټم ارتباطاتو سیسټم رامینځته کړی.  دغه هیواد په ځمکه کې د ۳۰۰ کیلومترو څخه د لري واټن لومړي  پیوست کوانټم مخابراتي شبکه هم رامینځته کړې.

راتلونکي ته په کتلو سره، موږ وینو چې چین د کوانټم انټرنیټ د لاسته راوړلو په برخه کې د نورو ټولو هیوادونو څخه مخکې دی.  د کارپوهانو په وینا دا ډول انټرنیټ په عملي توګه د هیک (Hake) کولو وړ نه دی او په لوړ سرعت کې د ډیرو معلوماتو تبادله ترسره کوي او د ټیکنالوژۍ په ډګر کې یو مهم پرمختګ دی.  دا ډول انټرنیټ حتی په خپلو لومړیو مرحلو کې به په ساینس، صنعت او ملي امنیت او البته د طب، بانکدارۍ او ګرځنده مخابراتو په برخه کې ژور اغیز ولري. [7]

د بایو ټکنالوژۍ ساینس

 که څه هم متحده ایالات لا هم د بایو ټیکنالوژۍ په برخه کې مخکښ مقام لري (د نړۍ له لسو لویو ساینسي شرکتونو څخه اوه یې امریکايي دي)، چین د بایو ټیکنالوژۍ د څیړنې او پراختیا ژور او اوږدمهاله پروګرام پیل کړی دی.  البته، د چین هڅو پایله ورکړې او اوس یې د (CRISPR) جین ترمیم ټیکنالوژیو کې د متحده ایالاتو سره د پام وړ تشه تړلې ده. بله مهمه خبره دا ده چې د جینوم ترتیب کولو لګښت په چین کې $ 100 ډالره دی، چي په متحده ایالاتو کې د لګښت شپږمه برخه کيږي.  د ۲۰۰۷-۲۰۱۷ کلونو په موده کې د بايو ټیکنالوژۍ په اړه د چين د نړيوالو مقالو شمېر په کال کې ۲۰٪ فیصده زيات شوی دی. د بایو ټیکنالوژۍ په برخه کې د نويو څيړنو او اختراعاتو د شمیر له مخې چین په نړۍ کې خپله ونډه په ۲۰۰۰م کې له ۱٪ څخه په ۲۰۱۹م کې ۲۸٪ فیصده ته لوړه کړې.  د متحده ایالاتو ونډه په ورته موده کې له ۴۵٪ څخه ۲۷٪ فیصده ته راټیټه شوي.  په ورته وخت کې، چين په چټکۍ سره په نړيوال بيولوژيکي بازار کې خپله ونډه زياتوي.  په تېرو لسو کلونو کې دغه ونډه له ۷ څخه ۲۲ سلنې ته لوړه شوې ده.  برسېره پردې، چین د فعالو درملو اجزاو د نړیوال تولید ۴۰٪ برخه جوړوي. [2]

د پاکې انرژۍ ټکنالوژي

 البته د پاکې او نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې د چین پرمختګ هم د پام وړ دی.  دا هیواد په ۲۰۰۰م کې د سولر پینلونو په تولید کې د ۱٪ ونډې څخه د نړۍ د تولید ۷۰٪ فیصده برخه ترلاسه کړې.  په نړۍ کې د بادي توربینونو له لسو غوره جوړونکو څخه څلور چینایي دي چې د نړیوال تولید ۴۰٪ فیصده برخه جوړوي. چین د سولر تختو، بیټرۍ او نورو نوي کیدونکي انرژۍ تجهیزاتو لپاره ډیری برخې تولیدوي، د لیتیم (د نړیوال تولید 50٪)، پولیسیلیکون (60٪)، طبیعي ګرافیت (70٪)، پاک شوی کوبالټ (80٪) او د ځمکې نادر عناصرو په شمول 90 سلنه د انحصار یا مطلق مشرتابه ته نږدې موقعیت لري. [8]
د ټرانسپورټ او برقي موټرونو ټیکنالوژي

د موټر جوړولو برخه کي که څه هم چين د جاپان، جرمني، متحده ایالاتو او ځينو نورو غربي هيوادونو په پرتله نوی دی ، مګر د ۲۰۲۳م په نیمایی کي د چين یو شرکت (BYD)  یا (Build Your Dreams) په نامه  د برقي موټر (Electric Vehicle) جوړولو په برخه کي مخکښ امریکايي شرکت ټیسلا (Tesla) شاته پریښود او د ٣ میلیونه په تعداد نوي برقي موټرونو په خرڅولو سره په ټوله نړی کي لومړی درجي شرکت اعزاز حاصل کړی. اوس یي بازار یوازي په چين پوري محدود نه دی بلکي ټولي نړی ته صادرات لري ، په ۲۰۲۳م کي یوازي (BYD) شرکت د نړی ٧٠ هیوادونو ته ۲۴۰۰۰۰ دوه لکه څلوېښت زره برقي موټرونه صادر کړي. یو عمده لامل یی دا هم دی چي چين د بیټریو په برخه کي ډیر مخکښ دی چي نوي برقي موټرونو کي استعمالېږي. [9]

نړیوالGPS سیسټم

د څو لسیزو راهیسې متحده ایالات د سپوږمکۍو یا سټلايټ نویګیشن سیسټم کي رهبري په غاړه لري. د امريکا د (Global Positioning System)  یا هم مشهوره په جي پي ایس (GPS) سیسټم د لومړي ځل لپاره د نظامي کارونه لپاره ډیزاین شوی وو ، مګر وروسته د عامو خلکو د لاسرسي وړ هم وګرځېده. چي اوس په ټوله نړی کي څه د باندې ٦ میلیارده کاروونکي لري. مګر یوازي امريکا نه وو چي سټلايټ نویګیشن سیسټم يي درلود. روسيه خپل ځاني (GLONASS) په نامه او اروپايي اتحاديه د (Galileo) په نامه سټلايټ سیستمونه لري. په ۲۰۲۰م کي چين خپل اخري سټلايټ وتوغوی چي ورسره د چين هیواد له خو جوړ (Beidou) په نامه سیسټم تکمیل شو. له هغه ورسته ددغه سیسټم د نفوذ ساحه پراخه شوي ، او د چين برسیره يي هم په شاوخوا ساحو کي سپوږمکۍ او پر ځمکه سټیشنونه ځای پر ځای کړي تر څو د امريکا مقابل کي نوی چينايي نړیوال جي پي ایس سیسټم د امريکايي سیسټم ځای ونيسي. او ۲۰۲۲م کي دغه سیسټم  ۱.۱ میلیارده خلک استعمالوونکي درلوده. اکثره سمارټ فونونه په چين کي تر جوړیدو راوزي که څه هم هغه ایفون وي دټولو موبایلونو کي د امريکايي جي پي ایس تر څنګ چينايي سیسټم هم د لاسرسي وړ کړی دی. چي دا سیسټم نه یوازې په اقتصادي پرمختګ کي بلکي په نظامي او امنیتي برخو کي په نړیوال توګه د یو هیواد ګټو ته خونديتوب ورکوي. د مثال په ډول دي سیسټم د چين سره مرسته کړي چي د مخ پیژندنې ټیکنالوژۍ په برخه کې چینایي شرکتونه بې ساري کړي. دچين هېواد (SenseTime) او (Megvii) هغه اپلیکیشنونه دي چې په څو ثانیو کې د هر چا پیژندل ممکن کوي، حتی په هغه هیواد کې چې له 1.4 ملیارد څخه ډیر نفوس لري. [10]

 د پوهنتون فارغان

 د مصنوعي ذکاوت او تخنيکي سيالۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سيالۍ په اړه په عمومي توګه بايد يادونه وشي چې د چين د پوهنتونونو د فارغانو شمېر په تخنيکي او انجنيري برخو کې څلور چنده شوی دی.  سربیره پردې دا ویل کیدی شي چې تر ۲۰۲۵م پورې به پدې برخو کې د دوکتورا سندونو سره د دې پوهنتونونو فارغانو شمیر دوه چنده شي.  د امریکا د ملي امنیت شورا د ټیکنالوژۍ او امنیت د څانګې د مشر تارون چابرا (T. Chhabra) نظر دا دی چې: امریکا نور د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ په ډګر کې د نړۍ د واکمن په توګه نه پیژندل کیږي. د يادونې وړ ده چې د پورته ذکر شويو تخنيکي څانګو سربيره چې چين د لويديځو سيالانو او هغو هېوادونو په پرتله چې يو وخت چين ته په سپکه سترګه کتلی، پرېکنده برتري تر لاسه کړې، دا ګټه په ځانګړې توګه د طبيعي علومو اوانجینری د فارغانو په شمېر کې څرګنده ده. دا برخي ځکه مهمي دي چې دا د راتلونکو پرمختګونو لپاره د ملاتیر حیثیت لري.  په دغو څانګو کې د چينايانو د فارغانو شمېر په کال کې ۱.۳ مليونه دی، په امريکا کې بیا د ۳۰۰ زره دی.  په ورته وخت کې چين د معلوماتي ټیکنالوژۍ (ICT) په برخه کي ۱۸۵۰۰۰ په تعداد فارغان ثبت کړي ، په مقابل کي متحده ايالاتو  د ۶۵۰۰۰ زره ICT   فارغان ثبت کړي دي. [11]

پایله:

لومړی زموږ هیواد او ټولني ته چيري چي په دومره علمي او پرمختللي دور کي هم د زده کړي مرکزونه ښوونځي او پوهنتونونه د زده کوونکو پر مخ بند دي، ډیر جدي او خطرناک خبر دی. چي د ټولني راتلونکی یی په ډیر تیاره ، نامعلوم او بد وضعیت کي اچولی او د یو د ملت په توګه د ټولې ټولني د تباهۍ لامل ګرځي. په نني دور کي پر ذده کړو او مرکزونو یی بندیز په هیڅ وجه قابل قبول او د معاملې وړ ندی.

راځو خپلي موضوع ته د امريکا متحده ايالاتو او د هغه د متحدينو لپاره د چين د يو ټيکنالوژيکي زبر ځواک په توګه راڅرګندېدل مهم درسونه لري.  د لويديځ په خلاف چين خپل د ټیکنالوژۍ سکټور په چټکو څيړنو او پرمختللو ساينسونو نه تر څنګ د توليدي وړتياوو په لوړولو باندي جوړ کړی دی. ډیری کتونکي د چین د ټیکنالوژۍ په برخه کي د مشرۍ په اړه شکمن دي ځکه د چین لږ شمیر څو ملي شرکتونو په نړیواله کچه پیژندل شوي برانډونه جوړ کړي. او هم په څو مهمو ټیکنالوژیو کې له لویدیځ څخه وروسته پاتې دی.  لکه د سیمیکنډکټر صنعت چي په دي مواردو کې چینایي شرکتونه له جاپان، متحده ایالاتو او اروپا څخه په وارداتو تکیه کوي. په هرصورت، د دغو جدي زیانونو سره سره چین په ډیرو نورو ټیکنالوژیو کې چټک پرمختګ کوي او شته ستونزو ته یي پرې فرصت برابروي. دا باید وویل شي چې د چین تخنیکي وده یوازې د امریکایي شرکتونو څخه دکاپي کولو او غلا کولو پورې محدوده نه ده.  چين نور اوس خپل صنعتي توان پياوړی کړی دی. یو عمده مثال دا کله چي په ۲۰۰۷م کال (Apple) شرکت د لومړي ځل لپاره په چین کې د ایفونونو تولید پیل کړ، چینايي شرکتونه په دې ونه توانیدل چې د آی فون تقریباً هیڅ برخه خپله تولید کړي.  د چینایي شرکتونو ټوله ونډه د اجزاوو په راټولولو پورې محدوده وه، کوم چې د آی فون سلسلي د تولید  اضافه ارزښت 4٪ فیصده څخه کمه جوړول. مګر په ۲۰۱۸م کې کله چې آی فون ایکس خپور شو، چینایي شرکتونو وکولی شول د هغې ډیری داخلي برخې تولید کړي. نن ورځ د چین د ټیکنالوژۍ شرکتونه د دې وسایلو د تولید د اضافه ارزښت 25٪ فیصده څخه ډیر برخه ترلاسه کوي. په دې وروستيو کلونو کې د چين د ټیکنالوژۍ يوه له سترو لاسته راوړنو څخه د انرژۍ نوي تجهيزات دي.  نن ورځ، چینایي شرکتونه د لمریزې انرژۍ د سلسلې نږدې هرې برخې باندې تسلط لري – د پولیسیلیکون پروسس کولو څخه چې په لمریز حجرو کې کارول کیږي د سولر پینلونو راټولولو پورې.  چینایي سولر تختې په بازار کې ترټولو ارزانه او خورا اغیزمن ډول دي. په تېرو څو کلونو کې چينايي شرکتونو د لوړ ظرفيت لرونکي بيټرۍ په توليد کې هم پياوړي مقامونه تر لاسه کړي چې بريښنايي وسايطو ته ځواک ورکوي.  لکه څنګه چې نړۍ د داخلي احتراق انجنونو داستعمال څخه لیرې کیږي، پر ځای یی د بیټرۍ پرمختللې ټیکنالوژي د موټرو په تولید کې ترټولو مهمه برخه ګرځیدلې.  چین په دې برخه کې رهبریت کوي. په چین کې نوښتونه د پوهنتونونو او څیړنیزو لابراتوارونو په پرتله د ډله ایز تولید د میکانیزم لخوا رامینځته شوي چي د زده کړې د پروسې سر په یو وخت کي علمي کيږې.د چین تخنیکي پرمختګ په لوی لګښت راغلی دی.  بېجينګ د دولتي سبسایډي په ورکولو سره خپل ډیری نوښتونه هڅولي دي. له ۲۰۰۰م راهیسې متحده ایالاتو شاوخوا پنځه ملیونه تولیدي دندې له لاسه ورکړې – د تولیدي کاري ځواک شاوخوا څلورمه برخه – چې نه یوازې د کارګرانو په منځ کې بلکې د ماشین جوړونکو، مدیرانو، او د محصول ډیزاینرانو ترمنځ هم د مهارتونو د لوی زیان لامل کیږي.  په اوږد مهال کې، دا کمښت متحده ایالات په یو کمزوری موقف کې پریږدي چې په راڅرګندیدونکي ټیکنالوژیو باندې تسلط ولري.  پداسې حال کې چې چین د ماهرو کارګرانو او عرضه کونکو لوی اډې ته لاسرسی لري، په دي سره چين دا توان لري چې پرته له کوم محدودیت څخه تولید زیات کړي.  متحده ایالاتو د ملیونونو کارګرانو له پرله پسې ګوښه کولو وروسته د پروسې پوهه خپله ډیره برخه له لاسه ورکړي. تر دې دمه  د تولیدي کارونو د بیا راژوندي کولو لپاره د متحده ایالاتو هڅې مایوسه شوي.  د مثال په توګه د ۲۰۱۲م وروسته په ټیکساس کې د ډیسټاپ کمپیوټر جوړولو لپاره د (Apple)  شرکت هڅه ځکه  ناکامه شوه چې صنعتي ایکوسیستم د برخو ملاتړ نه کاوه. بیجینګ په ساینسي پوهه کې خپله ضعف پیژني . شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په مياشت کې د چين د کمونېست ګوند ۲۰م ملي کانګرس ته په خپل راپور کې اعلان وکړ چې ساينس او ​​تکنالوژي به د ګوند له لومړيتوبونو څخه وي او که څه هم د څېړنيز کلتور ښه کول وخت نيسي، خو چين په پرله پسې توګه پرمختګ کړی دی. لکه اکتشاف، فضا او کوانټم مخابرات. د متحده ایاالتو ډیری پالیسي بازار ته د محصولاتو راوستلو لپاره د پروسې پوهه او صنعتي ایکوسیستمونو د جوړولو پر ځای د ساینسي سرحدونو په پرمختګ تمرکز کوي.  په دې توګه د چین سره د خپل مخ پر ودې ټیکنالوژۍ سیالۍ ته د واشنګټن چلند د لمریزې انرژۍ په صنعت کې د غلطیو تکرارولو خطر لري. د لمریزې کیسې د تکرار څخه مخنیوي لپاره ، متحده ایالات باید پرمختللي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.  پالیسي جوړونکي باید د تولید د بدنامولو غوښتنې په وړاندې مقاومت وکړي، پرځای یې، د نویو ټیکنالوژیو پراخه تولید باید پخپله د نوښتونو په اهمیت کې مساوي وګڼل شي. د ډونالډ ټرمپ ادارې په څیر  د جو بایډن ادارې جاپاني ، سویلي کوریا او ټایواني شرکتونو ته بلنه ورکړې چې په متحده ایالاتو کې د چيپ فابریکې رامینځته کړي. البته اقتصادي واقعیت دا دی چې متحده ایالات به تل د توکو جوړولو لپاره نسبتا ستونزمن ځای وي. ځکه د چين په نسبت لږ نفوس ، لوړو معاشونو  او دا حقیقت چې د متحده ایالاتو ډالر د نړۍ په اکثراً هیوادونو کي د زیرمو د اسعارو په توګه پاتې دی يي عمده لامل دی ، په کور دننه د توکود تولید نسبتا لګښت لوړوي – متحده ایالات نشي کولی په ډیر تولید کې له چین څخه مخکې شي. په هرصورت، متحده ایالات په څو صنعتونو کې د چین څخه د مخته تګ لپاره ښه لارې لري.  لکه بایو ټیکنالوژي، د سیمی کنډکټر تولید تجهیزات او د الوتکو انجنونه.  د بیجینګ د تکرار کوویډ – 19 کرنتین او په اوکراین د روسیې د برید په پایله کې پانګه اچوونکي په چین کې د پانګوونې خطرونو په اړه په زیاتیدونکي توګه اندیښمن دي ، او متحده ایالات د تولیدي کارونو بیرته راوستلو لپاره استثنایی فرصت لري. دچين په نسبت متحده ایالات د سیمی کنډکټر او د الوتکې انجن جوړولو تجهیزاتو کې مخکښ پاتې شوي.  دواړه صنعتونه خورا متقابل دي د سیمیکنډکټر ټیکنالوژي د ساحو ترکیب ته اړتیا لري چې پکې بریښنایی انجینري ، کیمیا ، او کمپیوټر ساینس شامل دي.  په هوايي چلند کې ایروډینامیک، مادي ساینس، میخانیکي انجینري او نورې لوړې تخصصي برخې شاملې دي.  د متحده ایالاتو په څیر چین د ساینسي سرحدونو د بدلولو دود نه لري.  په حقیقت کې چين د صنعتونو په ساینسي برخه کې  لږ مخکښ دی او د ګټورو څیړنو په سوداګریز کولو کې نسبتا کمزوری تاریخ لري. مګر بیا هم چينايي شرکتونو د پرمختللو ماشين الاتو لکه روبوټي وسلو، هايډروليک پمپونو او نورو وسايلو په توليد کې د خپلو اروپايي او جاپاني سيالانو پر وړاندې په چټکۍ سره پرمختګ کړی دی.  لکه څنګه چې د آی فون تجربه ښیي چین اوس د جاپان، سویلي کوریا او ټایوان سره سیالي کوي چې د بریښنایی اکمالاتو سلسله په خپل تسلط کې وساتي. چين په م۲۰۱۶ کال کې فضا ته يوه کوانټم سپوږمکۍ واستوله چې د خپلو پوځي توانونو د لوړولو له لارې د خپلو استخباراتي او  څارنېزي وړتياوي پياوړې کړي او پر نړيوالو سيالانو برتري ترلاسه کړي. چین لومړنی هیواد و چې په بریا سره یی د سپوږمۍ لیرې خوا (د سپوږمۍ نیمه کره چې تل د ځمکې سره مخ نه وي) ته د تحقیقاتو لپاره سپوږمکۍ واستول.  یو کال وروسته، چینایي ساینس پوهانو د سپوږمکۍ له لارې د کوانټم اینکریپټ مخابرات ترسره کړل، چې هیواد یې د نه منلو وړ کوانټم مخابراتو رامینځته کولو ته نږدې کړ.  دغه لاسته راوړنې د لا زياتو ستونزمنو کارونو د تر سره کولو لپاره د چين د پرله پسې هڅو سمبول دی.د چين صنعت نړيوال معيارونو ته رسېږي او د دغه هېواد ساينس په پرله پسې توګه پرمختګ کوي. چینایي شرکتونو د ستراتیژیکو برخو په شمول چې د متحده ایالاتو لپاره لومړیتوب لري مهم نوښتونه پیل کړي. د چین د تخنیکي ظرفیت او ظرفیت لوړول له بیجینګ سره د واشنګټن په دوه اړخیزو اړیکو کې یوه مهمه مسله ګرځیدلې ده.  په اقتصادي، پوځي او ټيکنالوژيکي برخو کې د امريکا د نړيوال مشرتابه د ساتلو لپاره د امريکا د تصميم نيوونکو غوښتنې ته په پام سره د بېجينګ د ملکي-پوځي صنعتونو ادغام او د دوه ګوني استعمال سره د ټيکنالوژۍ پرمختګ د امريکا لپاره مهمې ننګونې ګرځېدلې دي.که څه هم د امریکا ضد اقدامات د اوباما له ادارې سره پیل شوي او تر اوسه پورې دوام لري، خو د چین په اړه د واشنګټن پالیسي لا څرګنده نه ده.  په هرصورت، د سپینې ماڼۍ د ستراتیژۍ څلور مهم پیرامیټونه پیژندل کیدی شي: د تخنیکي، اقتصادي او نظامي مشرتابه ساتل،  له خپلو متحدینو سره د همکارۍ په ژورولو سره د ټيکنالوژۍ په بازار کې د چین د نفوذ محدودول ، د بدیل ټیکنالوژیو تولید ، او د خپلو سیالانو په وړاندې د تخنیکي – سیاسي جوړښت جوړول.

په دې برخه کې ناټو د لويديځ د انديښنې د يوه مهم شاخص په توګه د چين ټيکنالوژيکي پرمختګ ته پاملرنه کړې ده.  غربي شرکتونه اړ دي چې له چین سره خپله همکاري محدوده کړي او هم باید له غربي شرکتونو څخه د بیجینګ د پیرودلو د محدودولو هڅې روانې وي. د کارپوهانو په اند په هر حالت کې په نننۍ نړۍ کې رقابتي شرایط او میدانونه یوازې د امنیت تمثیل پر بنسټ نه دي.  په اوسنۍ نړۍ کې ډېر بنسټونه او لوبغاړي له چين سره نږدې اړيکې لري.  په بل عبارت د نن ورځې د سيالۍ په چاپيريال کې جوړښت دوه قطبي نه دی او د امريکا او د متحدينو په شمول زيات لوبغاړي بايد له چين سره په بېلا بېلو برخو کې تعامل وکړي.  دا وضعیت د چین پر وړاندې د امریکا د مبارزې ساحه او راتلونکې پیچلې کوي. برسېره پردې ټیکنالوژیکي سیالي نه یوازې په فزیکي یا جیوپولیټیک ځایونو پورې محدوده ده بلکي حتی د کمپیوټري معلوماتو یا ډاټا ساحې هم شاملې دي.  دا وضعیت د نن ورځې رقابتي چاپیریال د راتلونکي په اړه د بحث اهمیت زیاتوي. په نهایت کې  د ۲۰۱۰ لسیزې په لومړیو کې  واشنګټن د اوباما په اداره کې د چین د ګړندۍ اقتصادي ودې د محدودولو ستراتیژي غوره کړه او ډونالډ ټرمپ د اقتصادي او تخنیکي بندیزونو په څیر ډیر تیریدونکي پالیسي غوره کړه چې د ترسره شوو بندیزونو پراساس وه. چې چینایي شرکتونو ته یې د پام وړ زیان اړولی و لکه (Huawei) شرکت. د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال د چین پر ضد د واشنګټن پالیسي په بیلابیلو لارو دوام لري او حتی د ناټو غړي او اروپايي هیوادونه یې هم له ځانه سره ساتلي دي.

 په هرصورت د دې تخنیکي سیالۍ ساحه دومره پراخه او پیچلې شوې چې د جګړې د ګټونکي یا بایلونکي اټکل کول ستونزمن ښکاري.

سرچينې:

[1] G. Allison, The Thucydides Trap: Are the U.S. and China Headed for War?, Scribe Publications Pty Limited, 2017, 2017.
[2] Graham Allison , Kevin Klyman, Karina Barbesino and Hugo Yen, The Great Tech Rivalry: China vs the U.S., Harvard Kennedy School, Dec. 07, 2021.
[3] A. I. Salitskii and E. A. Salitskaya, “China on the Way to Global Technology Leadership,” National Library of Medicine, 2022 Aug 22.
[4] M. M. Evers, “Why the United States Is Losing the Tech War With China,” The Lawfare Institute, January 14, 2024.
[5] D. P. Goldman, How America Can Lose the Fourth Industrial Revolution, Independently Published, October 12, 2021.
[6] A I Salitskii and E A Salitskaya, “China on the Way to Global Technology Leadership,” vol. 92, p. 262, 2022 Aug 22.
[7] M. Sokolova, “On the way to the “second quantum revolution”,” January 2021.
[8] R. Veugelers, “The challenge of China’s rise as a science and technology powerhouse,” Bruegel, Brussels, New York, 04 July 2017.
[9] CNBC, “How chinese EV Giant BYD is Taking on Tesla,” CNBC, 2024.
[10] CNBC, “How china is Threatening U.S GPS Dominance,” CNBC, 2023.
[11] R. Veugelers, “The challenge of China’s rise as a science and technology powerhouse,” p. 15, 04 July 2017.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب