شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهنړیوال جام: جنوبي افریقا په ۴ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه

نړیوال جام: جنوبي افریقا په ۴ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) د کرکټ په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې نن د جنوبي افریقا لوبډلې یوازې د ۴ منډو په توپیر بنګله دېش ته ماته ورکړه.

جنوبي افریقا د ۶ لوبغاړو له بایللو او د ۲۰ اورونو په پای کې سیالې لوبډلې ته ۱۱۴ منډې هدف ټاکلی و.

د ډې ګروپ دا سیالي په نیویارک کې وشوه. بنګالي لوبغاړي تر ډېره بریالي ښکارېدل او ډېره تمه وه چې هدف ته ځان ورسوي خو د جنوبي افریقا باولرانو په مناسب وخت ویکټونه واخیستل او سیالي یې د ځان په ګټه پای ته ورسوله.

دې سیالۍ د جنوبي افریقا امتیازونه ۶ ته ورسول ځکه چې دې لوبډلې تر دې وړاندې د خپل ګروپ دوه نور ټیمونه، سریلانکا او نیدرلنډ مات کړي و.

که افغانستان په خپل سي ګروپ کې د لومړۍ لوبډلې په توګه منځلوبو ته ووځي، د ډي ګروپ له دوهم ټیم سره، چې تراوسه بنګله دېش ښکاري، مخامخ کېږي.

سبا د افغانستان په وخت د سهار په ۴ بجې د پاکستان او کاناډا لوبډلې مخامخ کېږي. که پاکستان بل پړاو ته د وتلو چانس مونده نو باید دا سیالي او همداراز د خپل ګروپ یوه بله پاته سیالي (آیرلنډ) په لوی توپیر وګټي.

پاکستان په هغه صورت کې بل پړاو ته د وتلو هیله کولی شي چې پاته دواړه سیالۍ په لوی توپیر وګټي او امریکا خپلې دوې پاته سیالۍ وبایلي. خو داسي ښکاري چې امریکا ممکن له راتلونکو دوو سیالیو کې، چې یوه له هند او بله له آیرلنډ سره ده، یوه وګټي. په دې حالت کې منځلوبو ته د پاکستان د وتلو هیله په نهیلۍ بدلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب