جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه جرمني کې د یوه افغان په چړه ټپي شوی پولیس ومړ

په جرمني کې د یوه افغان په چړه ټپي شوی پولیس ومړ

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۴ مه) هغه ۲۹ کلن پولیس افسر، چې د جون په دوهمه په جرمني کې د اسلام ضد لاریون پر مهال د چړې په ګوزارونو ټپي شوی و، مړ شو.

د مې په ۳۱مه (د روانې اوونۍ د شنبې ورځ) د جرمني په جنوب لوېدیځ کې د منهایم ښار د بازار په چوک کې یوه تن د چړې په ګوزارونو څو تنه ټپیان کړل.

په دې برید کې یو پولیس هم سخت ټپي شو. له دې برید وروسته په هیسن ایالت کې د یوه اپارتمان تلاشي واخیستل شوه.

د جرمني د پولیسو یوه ویندوی د شنبې ورځ ویلي و چې اپارتمان یې د تېرې شپې د حملې په تړاو تلاشي کړی دی.

حمله په اروپا کې د اسلام د یوې مخالفې ډلې د غونډې په لړ کې وشوه.

تراوسه پورې د برید انګېزه څرګنده نه ده.

ویل کېږي چې حمله کوونکی د پولیسو په ډزو ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی دی.

ځینو رسنیو ویلي چې حمله کوونکی ۲۵ کلن او د افغانستان د هرات ولایت اوسیدونکی دی.

وروسته څرګنده شوه چې په دغه برید کې پنځه کسان، چې د پاکس یوروپا په نوم یوه لاریون کې یې برخه اخیستې وه، د سخت دریځو اسلام ضد کمپاین په ترڅ کې ټپیان شوي دي. د دغه ۲۵ کلن افغان، چې د افغانستان په هرات کې زېږېدلی، د برید انګېزه لا هم معلومه نه ده.پولیسو وویل، هغه چې د پولیسو په ډزو ټپي شوی، په روغتون کې جراحي شوی دی.

4 COMMENTS

  1. سیاسي مخالفت د هر چا مدني حق دئ. زه نه پوهیږم چې، مخالفت ثابتول او هغه هم د وسلې په استعمال د څه په معنی دئ. له افغانستان څخه د انساني ژوند په لټون له سلهاو ستونزو او خطرونو له ګاللو وروسته اروپا ته راتلل او بیا په داسې جنایت لاس پوري کول د خواشینې وړ دئ.

  2. یو ذبیح الله ته چه په آ۰ا۰ آنلاین کې یې لیکلی ؤ، ځواب مې داسې ورکړ:لیکلی ؤ چه دا افغان نمک حرامي یې کړی، ځواب مې داسې ورکړ:

    ذبیح الله گرامی، معلومات تان را در مورد افغانی که با کارد افرادی را زخمی ساخته و اگر غلط نفهمیده باشم از پاس نمک شان حرف زده اید، مجبور شدم چند کلمه بنویسم؛ نزد غرب بر نمک شناس و نمک نشناس فکر نکرده و نمیکند و نکرده است! هر چند این مسأله یا بحث کوچک و پیش پا افتاده نیست، تفکر عمیق همه جانبه در قبال خود دارد، کوتا از ده ها سنجش پشت پردهٔ غرب یکی دو مثال:

    غرب تجربهٔ جنگی و کشتار و دزدی و تخریب ۳۲۰۰ ساله دارد و پخته مطالعه و معلومات اندوخته است.

    غرب میداند که اشخاصی را که به اوطان خود می آورند به اقتصاد وطن شان مفید است چون ضرورت به وارد کردن مواد دارد و پول به دوران می افتد و در مقابل صادرات مینماید!

    غرب میداند که همه آورده شده ها به مرض سایکوز جنگ مبتلا و باعث زدن و کندن و کشتار و آتش زدن ها صورت میگیرد و از پولیس گرفته تا شفاخانه و گورکن کار خلق میگردد.

    وظایف کمر شکن به دوش شان سپرده میشود.

    کارهای رستورانت و پاک کاری !

    میدانند که از یکی دو نسل آینده میتوانند بر ضد مملکت خود شان از ایشان استفاده نمایند، مثال عساکر سیاه پوست امریکا!

    از نخبه های آورده شده میدانند از نظر جنیتیک با سویه اند از پوست و گوشت و خون و استخوان شان برای پاک کردن جین های کثیف شان در آینده استفاده نمایند، در موورد فلم لویزیونی در زیوریخ سویس در سال ۱۹۸۶ با دوست سویسی ام تهیه و از تلویزیون پخش شد که افغانهای معیوب جنگ را می آوردند که اشخاص قوی و خوش صورت و هوشیار بودند نه تنها استخوان های طوله های پاهای شانرا گرفتند حتی بدون موجب از یک جوانی خوصیه هایش را هم کشیدند که بیچاره از من میپرسید که این چه کار در حقش کرده اند!

    خلاصه عزیز من به خنده‌غرب باور کردن معنی انتحار را دارد، من بدون سند شاهد تخیلی نمینویسم و اسناد در دست دارم و این فقد چند مثال از صد ها اندیشهٔ غربی ها است، جهان ما باید بیدار و هوشیار شود.

    با معذرت سهو های تایپی ام.

  3. د نمک حلالي او نمک حرامي بحث ځان ته خبره دئ. ځینې رزیل اوباش کلابیان او خرڅ سوي ګل خانان دا الفاظ ز مزمه کوئ. او واقعیت دا دي چې،دوې ته خپل حرامیتوب، رزلت، او نمک حرامي ورمعلومه دئ.
    دا کوم جنایت چې، دغه شخص ترسره کړي په هیڅ ډول د توجیه وړ ندئ. دغو هیوادو په هیچا پسې ویزې ندي لیږلئ، بلکې برخلاف مونږ دغو هیوادونو ته په جعلي او غیر قانوني اسنادو پناه وړ وړو. لږ انصاف ښه شي دئ. ما خو تر اوسه ندي اوریدلي چې،څوک یې افغانستان ته له بیرته ستنیدو راګرځولي وئ. پاتې کیدل هم د مونږ انتخاب دي او وطن ته تلل هم د مونږ انتخاب. البته د دغو دواړو انتخابونو عواقب سره ډیر توپیر او مغایرت لرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب