چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهنړیوال جام: ویسټ انډیز پاپوا نیوګینې ته ماته ورکړه

نړیوال جام: ویسټ انډیز پاپوا نیوګینې ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوهمه مسابقه کې نن د کوربه ویست انډیز او پاپوا نیوګینې لوبډلې مخامخ شوې.

ویسټ انډیز د ۵ لوبغاړو له بایللو وروسته په نولسم اور کې د پاپوانیوګینې د ۱۳۷ منډو هدف پوره کړ.

پاپوا نیوګینې ۱۳۶ منډې د اتو لوبغاړو له سوځېدو وروسته کړې وه.

د ویسټ انډیز هیڅ لوبغاړي پنځوسیزه ونه کړه حال دا چې د پاپوا نیوګینې لوبغاړي سیسي باو په ۴۳ توپونو ۵۰ وکړې. خو د دغه ټیم نور لوبغاړي ژر وسوځېدل.

د ویسټ انډیز د لوبغاړو په منځ کې روستن پاول په ۲۷ توپونو ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د دغه هیواد پیلګر لوبغاړي براندون کینګ په ۲۹ توپونو ۳۴ منډې وکړې.

پاپوا نیوګینې او ویست انډیز له افغانستان او نیوزیلنډ سره په سي ګروپ کې دي.

ټاکل شوې ده چې سبا نامیبیا له عمان سره مخامخ شي او سریلانکا له جنوبي افریقا سره مسابقه وکړي.  بل سبا، یعنې د جون په څلورمه به د افغانستان لوبډله له یوګنډا سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب