جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهد پیسو نړیوال صندوق: د پاکستان پورونه به ریکارډ حد ته لوړ...

د پیسو نړیوال صندوق: د پاکستان پورونه به ریکارډ حد ته لوړ شي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) د پیسو نړیوال صندوق اټکل کړی چې د پاکستان د حکومت پور به په نوي مالي کال 2024/25 کې تر ټولو لوړې کچې یعني 87,000 ملیارد روپیو ته ورسیږي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، پاکستان د پورونو په جال کې ایسار دی او د خپلو شته پورونو د بیرته ورکولو او د بودیجې د کسر د پوره کولو لپاره نور پورونه اخلي. د پیسو نړیوال صندوق سرچینو ویلي، په نوي مالي کال کې به د پاکستان د حکومت کورني او بهرني پورونه له ۱۰،۴۳۳ میلیارد روپیو ۸۷،۳۴۶ میلیارد روپیو ته لوړ شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د پیسو نړیوال صندوق اعلان کړی چې په راتلونکي مالي کال کې به د پاکستان کورنی پور 53,878 ملیارد روپیو او د دې هیواد بهرني پور 33,648 ملیارد روپیو ته لوړ شي.

د دې ادارې د مالیاتو کارپوهانو په خپل راپور کې ویلي چې په روان مالي کال کې د حکومت عاید ۷۶ زره ۹۱۳ میلیارده روپۍ دی.

د پیسو نړیوال صندوق اټکل کړی چې د مالي کال تر پایه به د حکومت بهرنۍ پور ۳۰۶۷۱ میلیارده روپۍ پاتې شي.

د پاکستان د مالیې وزارت وايي، د سود د لوړې کچې لامل دا دی، چې نژدې ۸۰ سلنه کورني او بهرني پورونه د سود د ورکړې لپاره کارول کېږي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د سعودي عربستان ۵ میلیارده ډالره، د متحده عربي اماراتو ۳ میلیارده او د چین ۴ میلیارد ډالره پورونه ځنډول شوي دي.

په وروستیو ورځو کې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) څخه د نوي پور د ترلاسه کولو لپاره دغه صندوق ته د خپلو لګښتونو د کمولو پلان وړاندې کړی دی.

د پیسو نړیوال صندوق په پرله پسې ډول پر پاکستان ټینګار کړی چې د خپل اقتصاد د ښه کولو لپاره باید اقتصادي اصلاحات وکړي، حکومت باید اداري پړسوب او لګښتونه کم کړي او له شتمنو ډلو مالیې واخلي.

ځینې ​​څیړونکي په دې باور دي چې د پورونو د زیاتوالي تر ټولو لوی لامل د بودیجې کسر دی چې له امله یې حکومتونه پرله پسې پورونه اخلي.

پاکستان په تیرو وختونو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ و، تر دې چې د اقتصادي سقوط احتمال یې رامنځته کړی و، خو وروسته یې له نړیوال وجهي صندوق سره د درې ملیارد ډالرو د لنډ مهاله پور موافقه لاسلیک کړه چې په وسیله یې خپل ځپل شوی اقتصاد وژغوري.

د پاکستان د مالیې په وزارت کې سرچینې وايي چې پاکستان اوس یو ځل بیا هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه له شپږو تر اته میلیارده ډالرو پور ترلاسه کړي، خو نړیوال وجهي صندوق په پرله پسې ډول له پاکستانه غواړي چې د خپلې پراختیايي بودیجې لګښت کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب