سه شنبه, جولای 9, 2024
Homeخبرونهسبا ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین...

سبا ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پيلیږي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) ټاکل شوې، چې سبا په ټول افغانستان کې له پنځه کلنۍ څخه کم عمرو ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین پيل شي.

له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې له خلکو غوښتي، چې خپل ماشومان په دې کمپاین کې واکسین او راتلونکی یې له خطرونو وژغوري.

د دې کمپاین د دوام موده نه ده په ډاګه شوې.

د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان تېر کال د پولیو ۶ مثبتې پېښې لرلې چې ټولې په ختیځ ولایت ننګرهار کې وې.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د پولیو پر وړاندې د مبارزې لړۍ پراخه شوې او طالب چارواکي یې بشپړ بریالیتوب ته هیله من دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې دوی په یو شمېر سیمو کې د دغه کمپاین پر وړاندې اصلي خنډ ګڼل کیدل او د پولیو د کمپاینرانو د مرګ ژوبلې پړه هم پرې اچول شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب