یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeکلتورټوکمار میراویس د خپل مرګ خبر رد خو له ناروغۍ او بې...

ټوکمار میراویس د خپل مرګ خبر رد خو له ناروغۍ او بې وسۍ شکایت وکړ

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) ًپښتونخوا کې مشهور پښتون ټوکمار او طناز میراویس د هغه د مړینې خبرونه رد کړل، خو شکایت یې وکړ چې روغتون کې په بد حال پروت دی او د مرستې یې څوک نشته.

نوموړی چې له شکر ناروغۍ کړیږي، یوه پښه یې هم عملیات شوې او روغتیا پالو یې د وضعیت ښه کېدو هیله مندي ښودلې ده.

دغه مشهور پښتون کومیډن چې د چارسدې اوسیدونکی دی او لږې زده کړې لري، تر اووه نیم سوو پورې د ټوکو او طنزونه کسیټونه لري او نږدې ټول پښتانه یې نوم او ټوکو سره بلد دي.

د پښتو ډرامو مشهور طناز سید رحمان شینو بیا ویلي، چې پښتانه په ټوله کې خپلو هنرمندانو ته بې تفاوته دي او د ژوند په سختیو کې یې لاسنیوی نه کوي، چې باید دا دود بدل شي.

له پښتونخوا څخه په دوه نورو فرهنګي خبرونو کې ویل شوي، چې د پښتو ډرامو دوه مشهور لوبغاړي: سید ممتاز علي شاه او سید علي اکبر د ورپېښو ناروغیو له امله مړه شوي.

یو شمېر فرهنګي او هنري فعالانو د دوی هڅې ستایلي او په مړینه یې خواشیني ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب