یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+افغانستان؛ ایا طالبان بدیل لري او که نه؟

افغانستان؛ ایا طالبان بدیل لري او که نه؟

یو شمېر کسان په شعوري او غیر شعوري توګه دا مساله مطرح کوي، چې طالبان بدیل نه لري او دا یو واقعیت دی چې باید ومنل شي.

راځئ چې د (بدیل) او (واقعیت منلو) دغه دوه مسالې سره تحلیل او تجزیه کړو، چې دا سمې دي او که نه؟

که خبره د واقعیتونو د منلو وي؛ ‌نو د ظاهرشاه پادشاهي هم یو واقعیت و، خو ولې داوود خان کودتاه وکړه؟

د داوود خان جمهوریت هم یو واقعیت و، نو ولې خلقیانو کودتا وکړه؟

د خلقیانو حکومت هم یو واقعیت و، ولې مجاهدینو یې په ضد جهاد وکړ؟

مجاهدین هم یو واقعیت و، ولې طالبانو یې په ضد جګړه وکړه؟

جمهوریت هم یو واقعیت و، ولې طالبانو د جمهوریت او ولس په ضد انتحار او انفجار کاوه؟

د طالبانو دا دویمه دوره هم یو واقعیت دی، ولې ترې میلیونونه افغانان کرکه لري او له وطن څخه وځي؟

شیطان هم یو واقعیت دی، ولې یې ملایان هره ورځ په ضد تبلیغ کوي؟
دلته خبره د واقعیتونو د منلو او نه منلو نه ده.

اصلا خبره دا ده، چې د دغه ټولو واقعیتونو پر ضد مبارزه، جګړه او بل هر نوم چې ورکوی، له دې امله و چې یوه ډله یا یو شخص حاکم شو او دغه شخص او ډلې د نورو د نفي او د قدرت د انحصار سیاست رامنځته کړ.

د قدرت د نیولو لپاره به خامخا روایت جوړوي، د خپلو او پردیو ملاتړ به تر لاسه کوي، وېره او کرکه به جوړوې، ناروا کارونه به روا ګڼې او روا کارونه به نا روا ګنې.

همدا د قدرت د نیولو او ساتلو لپاره به یوه خبیثه دایره رامنځته کوې، چې د ځنګل قانون حاکم شي.

په ځنګله کې زمری هم یو واقعیت دی،‌ خو د ځنګله نور حیوانات ترې تښتي او یا ورسره مبارزه کوي.

په ځنګله کې زور کمزوري داړي او وژني او کله چې د ځنګله زمری کمزوری شي، نو بیا بل زورور را پیدا او تېر زورور څنډې ته کړي او یا یې له منځه یوسي.

دا نوی زمری تر هغې خپله حکمراني کوي، تر څو بل زورور راپیدا او هغه له منځه یوسي.
د افغانستان وضعیت په تېرو پیړیو کې او په ځانګړې توګه بیا په تېرو پنځو لسیزو کې په همدا شان و.

اصلي مساله همدا ده، چې ایا افغانان د ځنګله قانون ومني او که د قانون په چوکاټ کې ټول افغانان یو ځای ژوند وکړي؟

که خبره د واقعیتونو د منلو وي نو طالبان باید د تېرو پنځو لسیزو لنډ تاریخ هم ومني او نظر ورته واچوي، ځکه هغه هم یو واقعیت دی.

طالبانو پخپله همدا تریخ واقعیت تجربه کړی هم دی او قدرت ترې اخیستل شوی دی، نو دا چې په تېرو دوو یا درېو لسیزو کې په دوی څه تېر شول، باید د ځنګله له قانون څخه راووځو.

د قانون په چوکاټ کې باید ټول افغانان ژوند، کار، روزګار او سیاست وکړي.
د نفي او انحصار د قدرت سیاست باید له منځه ولاړ شي.

له تېرو ترخو تجربو څخه افغانان باید یو څه زده کړي، چې د ځنګل قانون دوام نه شي کولاې او خامخا یو بل داړونکی زمری راپیدا کیږي، چې هم خپل ولس وداړي او هم مخکنی زمری له منځه یوسي.

دویمه مساله د بدیل مطرح کیږي.

دا خبره هم د پردیو سوژه ده، چې د افغانانو په خوله له کلونو راهیسې په بېلابېلو ډولونو زمزمه کیږي.

په دغه سوژه کې د ځنګله د قانون په اساس د درنده حیوان اوصاف بیانیږي، چې فلانی خان ډېر باتور قوماندان و، ښه تورزن و او ډېر کسان یې ووژل، نو د هغه جوړه نشته.
یاره بل داسې زوی به مور و نه زېږوي، چې د هغه ځای ونیسي او داسې نور.

څو ورځې مخکې ما په یوه لیکنه کې لیکلي و، چې افغانان له یوې سوړې څخه څو ځلې وچیچل شول، خو بیا یې هم لا سر خلاص شوی نه دی.

دلته ځینې افغانان د وېرې، پیسو ګټلو، قدرت او څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د ژوندي داړونکي حیوان صفت کوي.

د دغه حیوان په مدح کې شعرونه وایي، لیکنې کوي،‌ تبلیغ ورته کوي،‌ په ټلویزونونو او راډیو ګانو کې د تېرو دورو غیبت کوي.

د دوی خبرې ځیني یې واقعیتونه او ځیني نور بیا تورونه او بهتانونه هم وي.

دا شعرونه، لیکنې، خبرې او مدحې په دېرو او حجرو کې خلک تکراروي، تر څو یو غیر واقعي او کاذب روایت د تورې او میړانې او د موجوده واقعیت د منلو رامنځته کړي.

دا ډول مدحې، حماسي شعرونه او سندرې، د وروسته پاتې او بدوي ټولنې مشخصات دي، ځکه په بدوي او وروسته پاتې ټولنه کې حماسي سندرې او شعرونه بازار لري.
که د افغانستان تاریخ ته وګوری نو د ټولو قومونو په منځ کې د هغه چا زیات صفتونه شوي، چې وطن یې ډېر وران کړی او ډېر خلک یې وژلي دي.

د هغو کسانو په اړه کم ویل شوي، چې د وطن د جوړېدو لپاره یې څه کړي دي.
په متمدنه او پرمخ تللو ټولنو کې هم د بدیل مسله مطرح وي، خو هلته بدیل د قانون په چوکاټ کې سیستم رامنځته کوي.

دا په ولس پورې اړه لري، چې ښه بدیل رامنځته کوي او که بد بدیل.

که ښه بدیل یې رامنځته کړ، نو هغه سیستم ښه چلیږي او که بد بدیل یې رامنځته کړ، هغه سیستم خراب چلیږي.

د افغانانو په منځ کې د بدیل د مسلې مطرح کول اصلا سمه خبره نه ده، ځکه هیڅوک د هیچا بدیل نه شي کیدلی.

همدا د بدیل مساله مونږ د ظاهرشاه، داوود خان، ترکي، امین، ببرک کارمل او د ډاکتر نجیب په وختونو کې هم مونږ اورېدله.

د بدیل خبره مو د کرزي صیب په وخت کې هم اورېدله او همدا د بدیل خبره مو د ډاکتر صیب اشرف غني په وخت کې هم واورېدله، چې دوی بدیل نه لري.

د بدیل خبره مو د ملا عمر په وخت کې هم اورېدله، چې بدیل نه لري او چې مړ هم و بیا هم ویل کېدل، چې بدیل نه لري،‌ خو د هر یو بل بدیل په خپل وخت کې پيدا شو.
د طالبانو او شیخ هبت الله (که هماغه د کچلاغ شیخ هبت الله وي) خامخا بدیل پیدا کیږي.

د بدیل نه لرو لفظ په خپل بطن کې څلویښت میلیونه افغانانو ته توهین دی، چې په څلویښت میلیونو افغانانو کې یو کس نه پيدا کیږي، چې د یو بل بدیل شي.

اصلی سوال دا دی، چې ایا د دوی بدیل باید د ځنګله د قانون په اساس رامنځته شي، چې بل داړونکی پیدا او دوی له منځه یوسي، یا ټول د قانون د سیوري لاندې ژوند، کار، روزګار او سیاست وکړي او یو د بل بدیل د قانون په چوکاټ کې رامنځته شي؟

په افرادو او بدیل بحث کول اصلا سمه خبره نه ده، ځکه د افغانستان تېر تاریخ دا ثابته کړې، چې د ځنګله په قانون کې یو هم د بل ښه بدیل نه وي.

ښه خبره همدا ده، چې د افرادو پر ځای په سیستم او قانون بحث وشي، چې د ځنګله د قانون نه راووځو تر څو پروسه، سیستم او قانون بدیل پیدا کړي.

د قانون له درلودو وروسته دا بیا ولس پورې اړه لري، چې څه ډول بدیل ټاکي.
د قانون په چوکاټ کې باید د نفي او انحصار د قدرت سیاست نه وي.
قدرت تل هغه ډله نیسي، چې منظم وي.

که طالبان منظم و، د ولس په خوښه به قدرت ونیسي ځکه ولس به همدا دول کسان غواړي او که نور منظم و، نو نور کسان به قدرت ونیسي او د قانون په چوکاټ کې به ټول د ژوند، کار، روزګار او سیاست حق ولري.

په همدې دلیل د جمهوري غوښتونکو خوځښت د ټولګډونه،‌ انډیوالۍ، فراګیر او نورو ډولونو د حکومت کولو مخالف دي، خو پر ځای یې د اساسي قانون په چوکاټ کې د ټولګډونه پروسې ملاتړ کوي.

په ټولګډونه حکومت کې ملت نه، بلکې يو څو کسان مطرح وي او څو کسان د ملت په سهم باندې خېټه اچوي.

په ټولګډونه پروسه کې ملت مطرح وي، نه افراد او اشخاص.

د اساسي قانون په چوکاټ کې بیا د ټولګډونه پروسې په پایله کې ثبات، د ټولو افغانانو د حقوقونو خونديتوب، د جګړو مخنیوی او ښه حکومتولي رامنځته کېدای شي او باالاخره افغانان ارامه ساه اخستی شي.

شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهورغوښتونکو خوځښت د موسیسینو غړو او د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب