دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهیوې بې پېلوټې الوتکې په پکتیکا کې پر یوه موټر برید کړی

یوې بې پېلوټې الوتکې په پکتیکا کې پر یوه موټر برید کړی

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) په پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په “ګومل” ولسوالي کې د بې پیلوټه الوتکې له خوا یو موټر ویشتل شوی دی.

د پکتیکا ولایت خبری سرچینو وویل چې دا موټر، چې نامعلوم کسان پکې سپاره وو، د ګومل ولسوالي په تره خیلو سیمه کې په نښه شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه برید په پايله کې ٨ تنه وژل شوي دي.

تر اوسه د برید د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي. دغه راز دا هم نه ده څرګنده چې بې پیلوټه الوتکه د کوم هیواد ده.

خو ځايي اوسیدونکي وايي چې بې پېلوټه الوتکه غالباً له پاکستان څخه راغلې وه او ممکن د ټي ټي پی غړي یې ویشتي وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وروستیو کې وویل چې که افغان طالبانو د ټي ټي پي مشران ور ونه سپارل، پاکستان به په خپله اقدام وکړي.

2 COMMENTS

  1. زوړ ملا زړې تراویح، همغه ډرون دي چې مخکې به د افغانستان نه تلې او پاکستان کې به یې اهداف په نښه کول او اوس د هغې خوا راځي دلته اهداف له مینځه وړي. دوی هر وخت تندور تود ساتي.

  2. ټرلیب د ای آیس ای پیدایښت او د هغوې جنرال د ټرلیبانو اعلی سر قوماندان دئ. نو تاسو چیرته آوریدلي چې، بادار خپل نوکر او غلام څخه د کوم کار اجازه واخلئ؟ تر څو دا سپیره سپګن محوه نسئ او یو مقتدره ملي حکومت رامنځ ته نسئ کثیفستان به تر هغو په مونږ ملنډي وهئ. دری زبان یو متل کوئ چې، مار داخل آستین خطرناکتر از مار بیرون آستین هست. ټرلیب د لستوڼې د مار حیثیت لرئ. د ای آیس ای دسایس او منور باندې افغانان ډیر ښه پوهیږئ. د ټرلیب په مکر افغانان خطا باسئ او خپل ځان خپلو اهدافو ته رسوئ. هیبتې ځناور څوک دي، او چا یې د پلار تذکره لیدلئ؟ ایا په کندهار کې دا ملعون څوک پیژنئ؟ خبره ښکاره دئ ، هیبتې ځناور = د ای آیس ای جنرال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب