چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهاحمدي نژاد د ایران د ولسمشریزو ټاکنو لپاره بیا نوم لیکنه وکړه

احمدي نژاد د ایران د ولسمشریزو ټاکنو لپاره بیا نوم لیکنه وکړه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د دغه هېواد د را نږدې ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځان د نوماندۍ نوم لیکنه وکړه.

نوموړی له ۱۳۸۲ څخه تر ۹۲ پورې یوه دوره د ایران ولسمشر پاتې شوی.

د ۱۴۰۰ کال په ټاکنو کې د هغه د نوماندۍ غوښتنه رد شوې وه او اوس نه ده معلومه، چې بیا به یې نوماندي ردیږي، که به د نوماندۍ اجازه ورکړل شي.

احمدي نژاد په وروستیوکې وخت پر وخت د دغه هېواد پر رژیمونو او هم په کنایوي ډول پر مذهبي مشرۍ نیوکې کړي .

هغه اوس تازه څرګندونو کې هم د ایران اقتصادي وضعیت ناوړه ګڼلی او ژمنه یې کړې، چې که د بیا نوماندۍ او ولسمشرۍ چانس ترلاسه کړي، دا وضعیت به  ورغوي.

دغه جنجالي او ناندیز ایراني سیاستوال په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم له توندو منتقدانو هم دی او په اړه یې د ایران دریځونه وخت پر وخت تر نیوکو لاندې راولي.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې سرطان میاشتې په اتمه ترسره کیږي.

د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي څه موده مخکې د هلیکوپټر د سقوط له امله یې د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو دولتي منسوبینو سره ووژل شو.

5 COMMENTS

  1. دا امکان دی ولري چې، لویدیځ د احمدی نژاد چې، د څیړنو پر بڼسټ په یهودي کورني پورې تړاو لري د نوماندي ملاتړ وکړئ. که تاو ځیر سي زیلنسکي لودیځي نړې د کمیدو او مسخرو له سټیجه د کیف د ولسمشري تر مقام ورساوه. او د زیلینسکي دی لحاجت په ځواب کې د اوکراین جګړه پیل او پوټین اوکراین په کنډواله بدل کړو.
    احمدی نژاد د لودیځ او د لودیځ د پلار اسرایلو په ضد ویناو کې PhD لرئ، نو کیدي هم بل مثله ډرامه په لاره واچوئ. زه د ایران او د شیطان صفته رافضي اخوندان ملاتړ نکوم ، یوازې دا خبره د اندیښنې وړ دي
    که چیرته هلته جګړه پیل سئ په افغانستان تاثیرات درلودلي شئ. په غیر د هغه کې په ایران او پاکستان کې جګړه د افغانستان په ګټه دي خو په هغه صورت کې چې، مدبره او په نړیوال سیاست پوه او ملي منافعو ته ژمن حکومت ولرو. ټرلیب د همدغو هیوادونو د استخباراتي لو بو زیږنده پدیده دئ.

  2. محترم پاچا صاحب ( اول پوښتنه : تاسی د المان فرانکفورت محصل نه یاستۍ ؟ زه لکه چی د تاسی سره هلته مخامخ شوۍ یم ) او وروسته :
    احمد نژاد د خپلی پخوا وخت دوره کښی باالخصوص په المان او همدارنګه په نورو غربی ممالکو او امریکا باندی مستقیمآ تنقیدونه شروع کړی وو یعنی ټول یهودان د تاسو ممالکو څخه شعوری فلسطین ته لیږل شوی دی او د تاسو له خوا لیږل شوو یهودیانو د فلسطین اوسیدونکی د خپلی خاوری څخه هم وشړل شول او هم خیمو ژوند ته مجبور کړۍ شول ! نوموړی داسی شعارونه هر ځای کښی ورکول چی بالاخیره پس له کمی مودی د سیاسی صحنی څخه بهر شو نو اوس دده بیا نام لیکل ډیره دلچسپه ده چی ایا اخوندان به هغه ته دوباره د بریالتوب اجازه ورکړی؟

  3. دروند غروال ساب چاري مو ښي،
    داپاچاساب هغه پاچانه نه دی کوم تاسو په فرانکفرت کي ليدلی وو، هغه پاچا په بريښنا پاڼو کي ليکنه هم نه کوله.
    هغه پاچا د خدای وبښي سږکال مړ سو.
    ستاسو د روغتيا په هيله.

    • د دروند غروال او لټون صاحبانو ته السلام علیکم و رحمت الله و برکات،
      لټون واقعیت لیان کړي ، زه هغه پاچا نه یم او نه هم په لویدیځې نړۍ کې ژوند کوم. له تاسو سره دی مخامخ لیدو او صحبت موقعه مې ندي تر لاسه کړئ. د جمهوریت د وخت د ملي اردو یا وسلوال پوځ ځوان افسر یم او کلونه پخوا مې
      دا هر څه پریښودل او اوس په اماراتو کې د زده کړو تر څنګ په یوه کوچنې کار آو بار اخته یم. الحمدلله نه مې خیانت کړي او نه مې هم د چا په وینو لاسونه سره دئ. تاسو ته به پوښتنه پیدا سئ چې، ما ولي اردو پریښوده؟ په هلمند کې اردو او پولیسو د پنجاب د ګوډاګیو له کمین سره مخامخ او مونږ تلفات درلودل. د مونږ قطعه د حمایه لپاره ورغله تر څو شهیدان او ټپیان له سیمې تخلیه کړو. په هر ډول ټپیان مو د کندهار ٢٠٥ اتل قول اردو ساحوي روغتون ته انتقال کړل. د کندهار په میدان کې کرزي مشر ورور قیوم کرزي سره مخامخ سوم. ما ترې غوښتنه وکړه چې ، ساحوي روغتون ته مو ټپیان انتقال کړئ او که د هغوى عبادت او پوښتنې ته ورسئ نو د وسلوال پوځ مورال به لوړ سئ. په الله ج درته قسم خورم چې، په ښکاره یې ډډه او انکار وکړ. جنرال صاحب رحمت الله روفي قوماندان د قول اردو په موجودیت مې چې، څه په خوله راغلل ورته اومي ویل. ما ویل چې، وینې به مونږ ورکوو او پاچاهي به تاسو کوئ.له هغه وروسته د ما یو
      کنډک عملیاتو ته روان وو، چون امر محاربوي ورکړ سوي وو ، معطل سوم او له هغه وروسته مې، خپل یونیفورم له بدن څخه ایستلې او په خپل شخصي کار او بار اخته یم.
      دا وو ستاسو پوښتنې ته زما لنډ ځواب.
      په درنښت!

  4. محترمو لټون صاحب ډیره خوښنه او هغه پاچا صاحب محترم ډیر دروند شخصیت وو خدای پاک د هغه محترم وبخشی او جنت ئی په نصیب کړی او د تاسو محترم څخه ددی خواشینی معلومات مننه کوم ، تاسی محترم ته د تاسو خوښی ، جوړتیا او بریالتوب د خدای پاک څخه غواړم!!!

    غیرتی افغان پاچا صاحب ډیره خوښنه د ستا دغیرتی بیوګرافی معلومات څخه ، بلی لکه چی روسانو خپلو غلامانو باندی افغان ملت تباه کړ او هم ئی شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان لپاره ئی زمینه برابره کړه چی د امریکا په ډالرو غلامان تنظیمونه وروزې او د مهاجرینو اولادونه په قادیانیو مدرسو کښی تربیه کړی او هم امریکا خپل خاص غلامان وروزل او افغان ملت ئی تر نن ورځی د تباهی سره مخامخ کړۍ دی حتی اوس بی غیرته پنجابیان ددی غلامانو په وسیله پر افغانانو باداران شوی دی او د امریکا خاص تربیه شوی غلامانو کښی خرزۍ ( کرزۍ ) زیاتره اعتبار امریکا ته لری اوددی ملی خائین سره دده خائین ورور او څو نورو خرڅ شوو قندهاریانو د اکثریت غیرتی قندهار یان بدنامه کړل !
    محترم غیرتی پاچا صاحب خو‍‍‍ښ ، جوړ او بریالۍ اوسی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب