Homeخبرونهپاکستان او ایران دوه زره افغان کډوال په یوه ورځ وشړل

پاکستان او ایران دوه زره افغان کډوال په یوه ورځ وشړل

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ کې د دوه زرو افغان کډوالو د شړلو خبر ورکړی.

سرچینې زیاته کړې، چې دا کدوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي.

طالب چارواکو دغو را ستنو شویو کورنیو سره د مرستو یادونه نه ده کړې.

په وروستیو کې بیا ایران او پاکستان د افغان کډوالو را شړل زیات کړي، چې ورسره په افغانستان کې د دوی او نورو خلکو د ژوند د شرایطو خرابیدو اندېښنې زیاتې شوي.

هېواد ته ستنیدونکي افغان کډوال د سرپناه د نشتوالي تر څنګ له اقتصادي او کاري ستونزو شکایتونه لري.

سربېره پر دې افغانستان یو کمساری بشري – اقتصادي ناورین تجربه کوي او د نړیوالو ادارو د ارزونو له مخې، تر ۲۳ میلیونو پورې خلک یې بشري مرستو ته اړ دي.

د طالبانو پر رژیم نیوکې دي، چې نه یوازې د دغو شرایطو د بهترۍ کوم عملي اراده او نړیوالو سره پرې د خبرو ظرفیت او تعهد نه لري؛ بلکې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره هم مسوولانه اقدامات نه شي کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...