دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهد دوحې د درېیمې ناستې په اړه ملا متقي سره د اروپایي...

د دوحې د درېیمې ناستې په اړه ملا متقي سره د اروپایي ټولنې د استازي خبرې

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پرون کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره د دوحې د درېیمې ناستې په اړه خبرې کړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې وزیر یې په یاده ناسته کې د ګډون په اړه د خپل رژیم پرېکړه پر« مانا داره ګډون» مشروطه کړې او ویلي، چې د ناستې له څرنګوالي څېړلو وروسته به په دې تړاو پرېکړه کوي.

طالب وزیر دا هم ویلي، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره یې ګټورې خبرې کړې دي.

د طالبانو په اعلامیه کې د اروپایي ټولنې د استازي څرګندونې نه دي نقل قول شوي.

په پام کې ده، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د روانې میلادي میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه او پکې افغانستان سره د نړیوال تعامل پر څرنګوالي او د طالب رژیم د رسمیت موندلو د بهیر په اړه خبرې وشي.

طالبانو د دوحې دویمه ناسته تحریم کړې وه، خو درېیمه کې یې د ګډون نښې نښانې څرګندې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب