جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهنړیوال ۲۰ اوره جام؛ امریکا کاناډا ته ماته ورکړه

نړیوال ۲۰ اوره جام؛ امریکا کاناډا ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام په لومړنۍ مسابقه کې تېره شپه امریکا خپل سیال کاناډا ته په ۷ ویکټونو او ۱۴ توپونو ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې د امریکا د ټکساس ایالت په ډبلیس ښار کې وشوه، کاناډا په خپلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو له بایللو وروسته ۱۸۴ منډې وکړې خو د امریکا لوبډلې، په داسي حال کې چې درې لوبغاړي یې سوځېدلي وو، په اوولسم اور کې هدف پوره کړ.

د امریکا لپاره تر ټولو ښه لوبه ارسن جونز وکړه. ده په ۴۰ توپونو ۹۴ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

همداراز اندریس ګوس په ۴۶ توپونو ۶۵ منډې وکړې.

دواړو ګاونډیو هیوادونو لومړی پلا په ۱۸۴۴ م کال کې په لومړني نړیوال جام کې ګډون کړی وو. خو وروسته په شمالي امریکا کې د کرکټ لوبه پیک شوه او پر ځای یې په نورو هیوادونو کې زیاته دود شوه.

امریکا او ویسټ انډیز په ګډه د نړیوال شل اوره جام سیالیو کوربانه دي.

د کرکټ په سږني نړیوال جام سیالیو کې ۲۰ هیوادونه په څلورو ګروپونو کې لوبیږي. افغانستان په سي ګروپ کې له کوربه ویسټ انډیز، نیوزیلنډ، یوګنډا او پاپوا نیوګینې سره یوځای دی.

په دې نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ مسابقه د سې شنبې په ورځ له یوګنډا سره وي.

خو نن د افغانستان د ماښام په اووه بجې د ویسټ انډیز او پاپوا نیوګینې لوبډلې مخامخ کېږي.

د دې نړیوال شل اوره جام پایلوبه به د جون په ۲۹ نېټه په ویسټ انډیز کې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب