Homeخبرونهپه افغانستان او پاکستان کې هممهاله د پولیو پرضد د واکسین کمپاین...

په افغانستان او پاکستان کې هممهاله د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیلیږي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) له “پولیو څخه پاک افغانستان” ادارې اعلان وکړ چې سر له سبا (دوشنبې) به په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پیل شي.

پولیو هغه ناروغي ده چې اوس په نړۍ کې یوازې په افغانستان او پاکستان کې محوه شوې نه ده.

دا خل د پولیو پر ضد د واکسیناسیون کمپاین د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې هممهاله تطبیق کېږي.

دغه سازمان د افغانستان له خلکو وغوښتل چې له فلج څخه د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره خپل ماشومان واکسین کړي.

«له پولیو څخه پاک افغانستان» په افغانستان کې د پولیو د نوي کمپاین د پیل اعلان نن (یکشنبې د جوزا ۱۳ مه) پر خپله ایکسپاڼه وکړ. په دې اعلان کې یې یادونه نه ده کړې چې دا کمپاین به څو ورځې دوام وکړي.

پرون په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مخنیوي پروګرام مسوولانو اعلان وکړ چې د افغانستان پولې ته په نژدې سیمو کې د واکسین یو اوونیز کمپاین پیلوي.

د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام وویل چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په ۶۶ ولسوالیو کې تر ۵ کلونو کشرو ماشومانو ته د دوشنبې له ورځې واکسیناسیون پیلوي.

ویل کېږي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به په خیبرپښتونخوا کې ۳ میلیونه او پنځه سوه شپېته زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

همداراز په بلوچستان کې اټکل کېږي چې یو میلیون او ۸ سوه ۸۴ زره ماشومان واکسین شي.

د رسمي راپورونو له مخې تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پوليو يو ويروسي انتاني ناروغي ده چې د پرنجي له لارې خپرېږي او اکثره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمن کوي.

ډیری ناروغان هیڅ نښې نه لري، مګر لوړه تبه، د ستوني درد، سر درد، د زړه درد، د بدن درد او کانګې د پولیو عامې نښې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...