دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد طالبانو رژیم سره د اړیکو په جوړولو د پوتین ټینګار

د طالبانو رژیم سره د اړیکو په جوړولو د پوتین ټینګار

تاند (سې شنبې، د جوزا ۸ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم سره د خپل هېواد د اړیکو جوړولو خبر ورکړی.

پوتین د یو مشروع دولت په توګه طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې او له تور فهرست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې روسیه باید د افغانستان نظریات په پام کې ونیسي او له دې هېواد سره اړیکي جوړ کړي.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف پرون طالبان د افغانستان واقعي ځواک وبلل او ویې ویل، مسکو ښايي طالبان د هغو ډلو له لیسته وباسي چې مسکو بندیزونه پرې لګولي دي.
د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې د کابینې غړو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته سپارښتنه کړې چې طالبان د بندیزونو له لسته وباسي.
روسیې له ۲۰۰۳م کال راهیسې طالبان د ترهګرو او ممنوعه ډلو په نوملړ کې شامل کړي دي.

1 COMMENT

  1. RUSSIA WAS FIRST COUNTRY/THEY OFFICIAL RECOGNIZE THE AFGHAN GOVERNMENT IN THE TIME OF GHAZI AMANULLAH KHAN.
    AFGHAN FREEDOM FROM BRITISH WAS RECOGNIZE BY RUSSIA,
    MR PUTTIN SHOULD OFFICIAL RECOGNIZE TALIBS GOVERNMENT OF AFGHANISTAN
    THIS WILL BE GREAT NEWS FOR AFGHANS,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب