جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهپه نورستان کې د دوو قومونو ترمنځ د ځنګل پر سر حګړه...

په نورستان کې د دوو قومونو ترمنځ د ځنګل پر سر حګړه شوې

تاند(جهارشنبه، د جوزا ۹ مه) د نورستان ولایت په وانت وایګل ولسوالي کې د دوو قومونو ترمنځ د ځنګل او څړځای پر سر له پرون (سې شنبې) ماسپښين څخه جنګ پیل شوی او له کبله یې دواړو خواوو ته د سرومال تاوانونه اوښتي دي.
له سیمې څخه یوې سرچینې تاند ته تېره شپه ناوخته) وویل چې د کیګل او ارنس قمونو ترمنځ جګړه روانه ده او دواړه خواوې پر یوبل د درنو وسلو ډزې کوي.
د دې سرچینې په وینا تر تېرې شپې پورې لږترلږه ۲ تنه په جګړه کې وژل شوي او یو ټپي شوی و.
که څه هم طالب چارواکو د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي خو د وانت وایګل ولسوالۍ اوسیدونکي وايي جې پولیس د جګړې ساحې ته رسیدلې چې جګړه ودروي.
دوی په عین حال کې وايي چې په جګړه کې د ښکیلو وسله والو شمیر زیات دی او ورغلي پولیس د جګړې د مخنیوي توان نه لري.
د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې، چې طبیعي ځنګلونه لري، د ځنګلونو او څړځایونو پر سر ډېر واري خونړۍ نښتې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...