شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیو افغان شرکت د چینایانو په همکارۍ په لوګر کې پر سمینټو...

یو افغان شرکت د چینایانو په همکارۍ په لوګر کې پر سمینټو ۱۰۰ میلیون پانګونه کوي

تاند (چهارشنبې، د جوزا ۹ مه) د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت وايي، د ساکو (SAKO) افغان شرکت او د هغه چینايي شریکان غواړي چې په لوګر کې د سمینټو پر تولید ۱۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

د کانونو او پیترولیم وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ساکو افغان شرکت او د هغه د چینايي شریکانو رييس رسول خان د طالبانو د کانونو او پیترولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره وکتل.

په دې کتنه کې رسول خان ژمنه وکړه چې په لوګر کې د سیمنټو پر تولید به ۱۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي او په دې توګه به تر ۲ زره ډېرو کسانو ته د کار فرصت برابر کړي.

شهاب الدین دلاور د رسول خان د وړاندیز هرکلی وکړ او ژمنه یې ورکړه چې پوره همکاري به ورسره وکړي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې ساکو افغان شرکت او چینايي شریکان به یې په کومو شرایطو کله پانګونه پیل کړي او په دې پانګونه کې به د افغان لوري ونډه څومره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب