چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهنواز شریف بیا د مسلم لیګ نواز ګوند مشرۍ ته را ستون...

نواز شریف بیا د مسلم لیګ نواز ګوند مشرۍ ته را ستون شو

تاند (چهار شنبه، د جوزا ۹ مه) د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف، چې څه موده مخکې د پاکستان د سترې محکمې لخوا له سیاسته منع شوی او د مسلم لیګ نواز ګوند له مشرۍ ګوښه شوی و؛ بیرته خپلې مشرۍ ته ستون شوی.

دغه ګوند د مې پر ۲۸مه، پر خپله رسمي اېکس پاڼه د عمومي شورا د غونډې ويډيو خپره کړې چې نوموړی يې بېرته د ګوند مشرۍ ته راوستی.

د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۱۷ کال د جولايي پر ۲۸مه د شتمنیو نه څرګندولو په تور نواز شريف له سیاسته منع  کړ.

نواز شريف پر هغه لګېدلي تورونه رد کړي ول او د هغوی تر شا يې سياسي انګېزه بللې وه.

 نوموړی د ۲۰۱۹ کال د نومبر پر ۱۹مه د درملنې لپاره لندن ته لاړ چې شاوخوا څلور کاله وروسته د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته د خپل مخالف تحریک انصاف ګوند له بې واکه کېدو سره پاکستان ته ستون او ګوند یې ظاهراً د ټاکنو له لارې واکمن شو.

د پاکستان سترې محکمې وخت پر وخت بېلابېل بې واکه شوي سیاستوال او چارواکي له سیاسته منع کړي، خو د شنونکو په باور دغه سیاستوال وروسته بیا پوځ او استخباراتو سره د معاملو پایله کې بیرته سپین شوي او واک ته ستانه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب