په تېرو دوو لسیزو کې ټولنیزې رسنۍ د نښلولو، خبرو اترو، منځپانګې شریکولو، سوداګرۍ ترسره کولو، د خبرونو او معلوماتو خپرولو لپاره پراخې او پیاوړې وسیلې شوې.
ټولنیزې رسنۍ لکه: فېسبوک، انسټاګرام، ټیک ټاک، سنپ چټ، یوټیوب، ټویټر/اکس او نور… په میلیونونو یا میلیاردونو کاروونکي لري؛ مګر د ټولنیزو رسنیو ناسم او غیر متوازن پرمختګ د کاروونکو په ژوند کې غیر معمولي لاسرسی او نفوذ کړی.
د ټولنیزو رسنیو همدغه غیر متوازن پرمختګ د ځینو آسانتیاوو او ګټو سربېره ځینې زیانونه هم لري، لومړی خو دا باید و وایو، چې په هر څه کې منځنی حالت غوره کول په کار دي، یعنې نه باید افراط وشي او نه هم تفریط، خو له بده مرغه موږ افغانان یا تل افراط کوو او یا تفریط، د ټولنیزو رسنیو په کارونه کې هم ډېری کسان افراط کوي او له حده ډېر یې ځانونه په دې برخه کې بوخت کړي، د ټولنیزو رسنیو همدغه غیر متوازن پرمختګ نه یوازې شخصي حریم ته زیان اړولی بلکې د ټولنې د وګړو تر منځ یې صمیمیت او خواخوږي هم تر ډېره له منځه وړې چې د ټولنې د وګړو تر منځ د لیرې والي لامل هم شوې دي.
دا چې زما موضوع په ټولنیزو رسنیو کې محرمیت دی نو زه هم دې موضوع ته تم کېږم.
محرمیت: هغه ځای چې یو څوک پکې د خوندیتوب احساس کوي، یعنې په کوم ځای کې چې یو څوک خپل قېمتي معلومات او وسایل ځای پر ځای کوي، ترڅو نورو ته د لاسرسي وړ نه وي.
په دې معلوماتو کې، د کاروونکي هویت، د تلیفون شمېره ، عکسونه او فلمونه چې د شخصي وسیلې کارونکي له لوري خوندي شوي وي شامل دي، او داسې نور…
او یا هم ارتباطي معلومات لکه: د هر چا سره هر ډول اړیکه او په هره بڼه (پیغام یا تلیفون) شامله وي، نو له همدې امله په ټولنیزو شبکو کې محرمیت د معلوماتو خوندي کولو لپاره کارول کېدای شي.
لکه څنګه چې یادونه وشوه، زمونږ ټولنې ته د ټولنیزو شبکو په یودم راننوتل د ګڼو ګټو سربېره د ځینو خطرونو لامل هم شوي دي چې یو پکې د وګړو شخصي حریم دی.
د وګړو شخصي حریم ته درناوی په ډېرو اسلامي سرچینو کې یو اخلاقي اصل دی او د دې اصل په رڼا کې ټول بشریت ته د یو بل په وړاندې د اخلاقي اصولو په پام کې نیولو تاکید شوی دی.
په ډېرو آیتونو او احادیثو کې د نورو خلکو کورونو ته د ننوتلو په اجازې باندې ټینګار شوی دی.
په قرآن کریم کې الله پاک تعالی(جل جلا له) فرمايي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّىٰ تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَىٰ أَهْلِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿٢٧ ﴾( سورة النور) »
اې مؤمنانو! له خپلو کورونو پرته د بل چا کورونو ته مه ننوځئ، تر څو چې اجازه وغواړئ او د هغوی خلکو ته سلام وکړئ، د دې [اخلاقي چارو] رعایتول ستاسو لپاره غوره ده، تاسو یاد وساتئ. ( النورسورت، آیت ۲۷)
د الله پاک تعالی(جل جلا له) له مبارک کلام څخه په جوته معلومیږي چې مونږ ټول د یو بل محرمیت او شخصي حریم ته په درناوي مکلف ګرځول شوي یو.
له پورتني آیت شریف څخه جوته شوه، چې د خلکو شخصي حریم ته احترام لرل زمونږ د ټولو یوه اسلامي وجیبه ده، دلته ترې موخه په ټولنیزو رسنیو سربېره یعنې هر هغه ځای او ماحول دی چې یو څوک پکې فعالیت ترسره کوي. لکه: کور، مکتب، پارک، ښار، دفتر او نور… د همغه شخص د شخصي حریم فردي چاپېریال ګڼل کیږي او لازمه ده چې ټول مالي، ځاني، رواني او نور حقوق یې پکې خوندي وي.
په ننني عصر کې چې د ټکنالوژۍ د پرمختګ زمانه ده، کمپيوټر او موبايل هم د یو وګړي په شخصي حریم کې شمېرل کېږي، دا ځکه چې دا ټول هغه وسایل دي چې د یو وګړي ټول شخصي او کورني معلومات او ارتباطات پکې ساتل کېږي او د دې وسایلو کاروونکو دا د خپل کور په څېر یو خوندي ځای ګڼلی دی او خپل مهم معلومات او ارتباطات په دې وسایلو کې ساتي؛ نو د همدې امله له هرې لارې دې دوه وسیلو ته ننوتل د اجازې پرته شخصي حریم ته د ننوتلو مثال لري.
ولې د ټولنیزو رسنیو محرمیت مهم دی؟
د ټولنیزو رسنیو محرمیت هغو شخصي او حساسو معلوماتو ته اشاره کوي چې خلک کولای شي ستاسو په اړه یې له ستاسو حسابونو څخه ومومي.
دا معلومات شاید په قصدي یا په ناپوهۍ سره شریک شي. لکه: په عامه پروفایلونو، پوسټونو او نورو… برخو کې.
تر اوسه پورې د محرمیت یو جامع تعریف نه دی وړاندې شوی چې د ټولو مفکرینو لپاره د منلو وړ وي، مګر د دې مفکورې فلسفي، بشري او ټولنپوهنې بنسټونه خورا متفاوت دي.
د مثال په ډول شخصي محرمیت کېدای شي موقعیت، فزیکي، حالت، کورنۍ، شخصي تجهیزات او نور… وي.
ځینې خلک حریم د وګړو حق ګڼي، له دې امله دوی باید په شخصي ژوند کې د نورو غیرقانوني لاسوهنو په وړاندې خوندي شي.
له پورته ټولو معلوماتو څخه دا پایله په لاس راځي چې د شخصي حریم مفهوم او ماهیت د وخت، ځای او ټولنیزو عقایدو له مخې توپير لري او تعریف یې عام دی.
په ټولنیزو شبکو کې په شخصي حریم باندې د نورو کاروونکو له لوري ځینې سرغړونې کېږي. لکه: هک کول، د خلکو شخصي عکسونه او وېډیوګانې خپرول، د مشهورو خلکو له نومونو او هویت څخه ناوړه ګټه پورته کول او د نورو په اړه دروغ خپرول.
دا چې تر اوسه مو د شخصي حریم په بېلابېلو برخو رڼا واچوله اوس راځم د شخصي حریم د ساتلو لارو چارو ته:
خلک باید د نورو په نظام کې نفوذ ونه کړي؛ ځکه چې دا د ظلم، غلا، ځورونې او داسې نورو مثال لري.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي باید د خلکو عکسونه، وېډیوګانې او شخصي معلومات له اجازې پرته خپاره نه کړي؛ حتی که د دوی له نیږدې دوستانو اوملګرو څخه هم وي.
د ټولنیزو رسنیو له ډېر استعمال څخه ډډه وکړئ؛ د اړتیا په صورت کې څومره چې کولی شئ د اړیکې لپاره، WhatsApp وکاروئ.
خپله کورنۍ او دوستان مو د ټولنیزو شبکو له خطرونو سره آشنا کړئ.
ښوونځي او پوهنتونونه باید د ټولنیزو شبکو له نفوذ سره د مقابلې او ورسره د مخامخ کېدو لپاره محصلینو ته ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.
همدارنګه د شخصي حریم د ساتلو لپاره ډېر نور اصول هم شته چې بیانول یې دلته زیات وخت ته اړتیا لري، د یادو اخلاقو او اصولو په مراعاتولو سره به نه یوازې دوی په خپله کاري ساحه کې د ګڼ شمېر ستونزو څخه ژغورل شوي وي، بلکې د اسلامي صحافت دندې به یې هم پرمخ بېولې وي.
د لیکوال په اړه: نثاراحمد «احمدي»، د کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټرۍ پروګرام، د دویم ټولګي محصل